د روان کال په ترڅ کې د میدان وردګو ولایت د مرکز او بېلابېلو ولسوالیو څخه د شاوخوا ۵ سوو انجونو په ګډون د دولسم ټولګیو څخه نږدې ۴ زره تنه او څوارلسم ټولګیو څخه نږدې زرتنه فارغ شوي دي.

د میدان وردګو ولایت د چک کثیر الرشتوي انستیتوت څخه ۱۳۱ تنه،د جغتو کثیر الرشتوي انستیتوت څخه ۴۰ تنه،د سیداباد ولسوالۍ د اداري او حسابدارۍ انستیتوت څخه ۲۰۰ تنه، مرکز میدان ښار زراعت انستیتوت څخه ۸۴ تنه او مرکز میدان ښار تخنیکي انستیتوت څخه ۵۸ تنه،چې ټول ۴۴۶ تنه کیږي د روان کال په ترڅ کې فارغ شوي دي .

همدا راز له سل تنو څخه زیات د بهسودو،جلریز،مرکز میدان ښار او یو شمېر نورو تخنیکي او مسلکي لیسو څخه د روان کال په ترڅ کې فارغ شوي دي .

د سږ کال په ترڅ کې د ۲۰۸ انجونو په ګډون ۳۶۴۰ ننه د دولسم ټولګیو هغه فارغین دي،چې تر سلو زیاتو هغو لیسو څخه فارغ شوي،چې عمومي زدکړې ورکول شوي دي .

د شهادت او الفتح درالعلومونو او درې دیني مدرسو څخه هم د روان کال په ترڅ کې ۱۴۲ تنه،چې په کې ۱۸ یې د څوارلسم او ۱۲۴ یې د دولسم ټولګیو څخه دي فارغ شوي دي.

په ورته وخت کې د میدان وردګو ولایت د ښوونکو د روزنې مرکزونو څخه ۲۵۶ تنه د څوارلسم ټولګیو څخه تر زدکړو ترلاسه کولو وروسته ټولنې ته د مسلکي ښوونکو په توګه وړاندې شول .

دا په داسې حال کې ده،چې سږ کال د میدان وردګو ولایت د دولسم ټولګیو شاوخوا ۴ زره فارغینو څخه د کانکور ازموینه هم واخیستل شوه.

درنښت

د میدان وردګو ولایت مطبوعاتي دفتر

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *