تاند- پاکستاني چارواکي وايي چې د دغه هیواد امنیتي ځواکونو د کراچۍ د نارام ښار سُهراب ګوټ ته نژدې پر یوه کور په حمله کې د طالبانو او القاعده شبکې ۱۳ ترهګر وژلي دي.

کراچۍ، چې د پاکستان تجارتي مرکز او تر ټولو ستر ښار دی، د دغه هیواد تر ټولو ناکرار ښار هم دی.

د کراچۍ د بندري ښار د پولیسو یوه چارواکي غلام قادر تیبو وویل چې وژل شوي کسان د طالبانو د تحریک د خان زمان د ډلې غړي دي.

ده همداراز وویل چې پولیسو ته خبر رسېدلی و چې سُهراب ګوټ ته نژدې په یوه کور کې د تروریستي او ځانمرګو بریدونو پلان جوړېږي. د دې خبر له ترلاسه کېدا سمدستي وروسته پر کور برید وشو چې په نتیجه کې یې ۱۳ تنه ووژل شول.

سهراب ګوټ د کراچۍ تر ټولو وروسته پاتې سیمه ده او اکثره اوسېدونکي یې پښتانه او افغانان دي.

پولیس ادعا کوي چې له وژل شویو کسانو سره یې د ځانوژنې واسکټونه هم موندلي دي.

په دې عملیاتو کې څو پولیس هم ژوبل شوي دي. غلام قادر تیبو د پولیسو د ټپیانو دقیق شمېر ونه ښود خو ویې ویل چې وژل شوي طالبان د وزیرستان اوسېدونکي دي او د هغو په منځ کې د برما اتباع هم شامل دي.

تر دې مخکې د روان دسمبر په نولسمه د کراچۍ په مشرف کالونۍ کې د عملیاتو په ترڅ کې د طالبانو د یوه ځايي قومندان په ګډون د ۴ طالبانو د وژل کېدو ادعا شوې وه.

One thought on “پاکستان وايي، په کراچۍ کې یې د القاعده او طالبانو ۱۳ غړي وژلي”
  1. پاکستان د القاعده او طالبانو۱۳ تنه په کراچۍ کې په مصنوعي ډول وژلي ، خو اصلاً یې بل چېرته د کوم بل مأموریت تر سره کولو له پاره لېږلي دي . دا بل ډول بازي ده .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *