ژباړن: عصمت الله زهیر –

غم چي مي کوم ګړی وزیږیدو نو په ډېر احتیاط او زغم سره مې روزنه وکړه :

غم مي د دې روزني لکبله ډېر ژر طاقتور هم ډېر زیات روښانه سو ، له یو شمېر اسانتیاوو، او راحتونو برخمن وګرځېدو:

موږ د یوه او بل سره بې کچه مینه درلوده او د خپل چاپېریال سره به مي مینه کوله، زما غم زښت زړسواند وو، هم زه پزړه خورا نری وم :

څه مهال چي به سره موږ دواړو خبري کولې ، ورځي به د باد په څېر تېریدلې او شپې به مي له خوبونو ډکېدلې :

د غم ژبه خورا فصیح وه هم د پټو دردونو د ترجمانۍ لپاره زما ژبه پزړه پوري وه .

موږ دواړه چي به کله ،کله په سندرو سر سو نو ګاونډیان به مي په مستي او رقص راغلو، تر کړکیو او روشندانو به یې زموږ سندري اوریدلې :

موږ دواړه چي به کله، کله پرڅنګ سره روان وو، نو خلکو به د کرم او لطف په ډکو سترګو راته کتل او زموږ په خوش نصیبي په سوځیدلو، ولي چي غم یو قیمت بها شی دی او دا هرچاته نه رسیږی :

زه په خپل غم ویاړم لاکن افسوس! چي د نورو فاني شیانو په څېر زما غم هم رانه مړسو ، او زه ویرکولو ته یوازي پاته سوم .

زه چي اوس خبري کوم خپل الفاظ راته بې خونده ښکاریږي او چي کوم ګړی سندري وایم ګاونډیان مي راته غوږ نه نیسي ، اوس چي په ښار او کوڅو کي ګرځم هیڅوک مي په باک نه راوړي او چي کوم ګړی بیده سم نو په خوب کي له خواخوږئ ډک دا الفاظ اورم ( دې خوار ته وګورئ ، چي غم یې ورځني مړسو )

زما خوښي

څه مهال چي مي خوشالي وزیږیده په غېږ کي مي را واخیستله او پر بام وختلم خپلو ګاونډیانو ته مي نارې کړې :

ټول راسی ، وګوری زما په کور کي نن خوشالي وزیږیده :

زما ګاونډیانو راسی! دا حیرانونکی شی وګوری چي د لمر په رڼا کي خاندي !

لاکن هیڅ یو ګاونډی مي هم د خوشالۍ لیدلو ته رانغی او زه خورا حیران پاته سوم .

ما څو میاشتي پرلپسې خپل ګاونډیان رابلل لاکن یوه هم هیڅ په باک رانه وړم ، دا ډول موږ دواړه یوازي پاته سو :

د خوشالۍ لیدو ته مي هیڅوک رانغلو ، خوشالۍ مي دا کمی په جدي توګه محسوس کړو زښته وځوریدله د ناز اخستلو یې بې ما بل څوک پاتي هم نه وو :

په دې ځوریدو، ځوریدو کي یوه ورځ مي خوشالي هم مړه سوه، دا ډول زه یواري بیا د یوازیتوب په کړاو اخته پاته سوم .

کله مي په حق رسیدلی غم او کله مي بیا تیره سوې خوشالي را یادوم، لاکن دواړه د خزان وهلي پاڼي په څېر دي چي په هوا کي تر شونډو لاندي څه ووايي او وروسته د تل لپاره پټه خوله سي !

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *