کرسمس ته چې درې ورځې څلور ورځې پاتې شي نو د پراګ په لارو کوڅو کې یو شمیر کسان ژوندي کبان پلوري.
د دغو کبانو لپاره یې لوی لوی تشتونه ایښي وي، جنریټر یې ورته لګولی وي،اوبه یې تصفیه کیږي او کبان پکې تر هغو ځغلي راځغلي چې پیرودونکی راشي، خوښ یې کړي او پلورونکی یې په جال کې ورته رابهر کړي.
زه خپل کور ته نژدې د کبانو یوه پلورونکي ته ودریدم، ورته ومې ویل چې داسې کب راکړه چې نژدې درې کیلو وي.
جال یې په تشت کې ننویست، یو کب یې راپور ته کړ، هغه یې خوشي کړ، بل یې راواخیست، بیا بل او بیا بل، دوهم تشت ته ودرید له هغه ځایه یې هم څو کبان رااوچت کړل او خوشي یې کړل. دریم تشت ته یې وکتل. ما ورته وویل:
– زړه دې لکه چې نه پرې کیږي
– په سپیڅلې مریم قسم چې زړه مې نه کیږي
– نو مه یې پلوره
– زه یې نه پلورم، مور مې ناروغه شوه نو زه یې راولیږلم.
سړي یو کب په جال کې رابهر کړ، بیا یې وویل « ما دا ځل ۵۰۰۰ کبان په کلي کې روزلي وو پرون ماسختن ناوخته مې چې کله مور کور ته راغله ټول کبان یې خرڅ کړي وو، بیا دا هم تبې ونیوله»
ما تلې ته وکتل. سړي پر کب لاس کیښود چې له تلې ونه لویږي. بیا یې وویل:
– لس ګرامه کم درې کیلو دی
– سم دی
کب یې په یوه اوسپنه پر سر وواهه، هغه له حرکته پاتې شو. د ده لاسونه په وینو ککړ وو، پر مړوند یې تندی ومښه او راته وې ویل:
– نن سهار چې مې په کلي کې له حوضه کبان راوایستل ، حوض تش شو.