محمد عارف رسولي

محمد عارف رسولي –

په دې لیکنه کې موخه داده چې د ټولنې د ویښتیا او پرمختګ په مخکې په پرتو ستونزو بحث وکړو. که ممکنه وي د ستونزو لاملونه را وسپړو، د حل لارې په ګوته کړو، او په سمو کړنلارو ځان او خپل ځوان کهول پوه کړو.

زموږ په څیر په ډېرو وروسته پاته ټولنو کې لږ شمیر خلک لوړ ایدیالونه، لوړ لید لوري، ورپورې ترلې هغه موخې چې د پرمختګ لپاره اړین شرایط جوړوي په سر کې لري، ورته کار کوي او نور هم ورته رابولي. هغوي پوهیږي چې په وروسته پاته ټولنو کې مثبت تغیر راځي خو پروسه یې خورا ورو ده او کله کله خو په شا هم تلئ شي. نو دوي ته اړینه ده چې په ټولو اړینو کړنلارو پوره ځان بلد کړي.

په داسې ټولنو کې نور عام خلک ناهیلي، سره بیل او له ستونزو ډک ژوند تیروي او د سیي بدلون راوستل خورا اوږده پروسه وي، عام خلک خو نه ورباندې پوهیږي او ان ډېرو لوستو خلکو ته عملي نه بریښي. په داسې شرایطو کې ځینې خلک چې د اوس لپاره یې ژوند تامین وي دهیڅ چا سره هم کار نلري او نه دچا په غم کې وي. دا خلک ځان هوښیار بولي، له جنجالونو تښتي، خپلې ګټې لټوی او ګوښه ژوند لري.

په داسې ټولنو کې که ډېرو خلکو ته دټولنې د ستونزو او د هغوسره د مبارزې بلنه ورکړې کیدئ شي د لیوني فکر درته وکړي. خو دوي ته یا دهغوي اولادونوته یو وخت په کوټلي توګه پته لګي چې دا یو غلط تصور وو او کله چې د ټولنې دټولو خلکو لپاره هوسا ژوند او عدالت رامنځته نشي نو یوه نه یوه ورځ به د هغې ټولنې ټول خلک نا ارامه وي. که په پخوا زمانه کې ثروت، علم، هنر او قدرت د خاصو خلکو په ولکه کې ول خو اوس وخت بیخي بیل دئ او هغه وخت نور تیر شوئ دئ او نور کار نه ورکوي خو ډېر خلک اوس هم ښه نه ورباندې پوهیږی. نوځکه اوس د ټولنې حالت ژر بدلیږي او خلک اصلاحات غواړي.

یو وخت د یوه بهرني ملک د ساینس او تکنالوجۍ وزیر وویل چې په نن زمانه کې د پخوا په څیر د ټولنې د کمو خلکو سواد بس ندئ اونه د یو څو کمپیوتر کارانو او کمپیوتر پروګرام جوړوونکو شتون کافي دئ بلکه د ټولنې ټول خلک باید لوستي وي او لږ ترلږه تر ۷۰ سلنه زیات خلک باید له کمپیوتر څخه دخپلو کارونو د چټک او ښه پرمختګ لپاره سم کار واخیستلئ شي. داځکه چې په نن زمانه کې هغه ملتونه ژوندي، پوره خپلواک او با عزته پاته کیږي چې په علمي، صنعتي، کلتوري، اقتصادي او نورو اړینو ساحو کې له ګاونډيو او د خپلې سیمې له نورو هیوادونو سره سیالي وکړئ شي.

که ستا د ګاونډيو ملکونو زیات خلک لوستي، د ښه تحلیل لرونکي، د سترو انساني او ټولنیزو پانګو څښتنان، اکثریت یې لوړې زده کړې ولري، ټول وګړي یې د خپلو دولتي او شخصی کارونو لپاره له پرمختللو کمپیوترو، نوښتونو، غوره رهبرۍ او ښه مدیریت څخه کار اخلي. خو ستا دملت خلک نا لوستي، کرکجن، ناروغه، بیوزله، د ارزونې قوه یې کمه، په جهالت کې ډوب او په شخړو اخته وي نو څنګه به ستا ملت ورسره ځان برابر کړي او څنګه به خپله پوره خپلواکي وساتي او یا به د خپلې خوښې نظام جوړ کړئ شي.

که ستا د سیمې د نورو هیوادونود سړي سر عواید ستا له هیواد څخه درئ یا څلور ځلې زیات وي نو هغوي په د خپلو اولادونو په صحت، تعلیم، روزنه او انساني وده باندې زیاته پانګونه کولئ شي. هغوي په کال کې په لکونو ځوانان د ماسترۍ کچې ته رسوي او په لسهاوو زره ځوانان یې دوکتورا اخلي او ستا په ملک کې د لیسانس درجې لرونکي ډېره لږه وړتیا لری او په نړیواله کچه یې څوک په رسمیت نه پیژني او د ماسترۍ او دوکتورا لپاره خو لا وړتیا نه وي او لا اوږد مزل ورته پاته وي نو ستا ملک په څنګه د کارپوهانو له درکه په ځان بسیا شي.

یو وخت ځینو خلکو داسې فکر کاوه که سیاسي قدرت ونیسي نو که کارپوهان هم و نلري نو بیا به د ګاونډیانو او د سیمې هیوادونو کارپوهان په کمه تنخواه د دوي مامورین څه چې غلامان وي. کیدئ شي هغوي به د یو څو کارپوهانو په هکله سوچ کاوه او دې ته به یې د فکر ټال نه رسیده چې د اقتصاد ښه کیدل خو هلته ممکن کیږي چې د دولت ټول کار کوونکي، دهرې فابریکې کارګر، بزګران، د وسله والو قوتونو هر غړئ، ټول ژورنالستان، لیکوالان، شنونکي اونور باید رسیدلي خلک وي او خپل کارونه که شخصي وي که دولتي په ښه توګه ترسره کړي.

د هر واړه او ستر شخصي کارو بار څښتن، باید پوره ګټه وکړي، کار خلق کړي، نورو خلکو ته کار ورکړي، دولت ته مالیه ورکړي، ثروت ایجاد کړي، پوهه او دانش خلق کړي، له نورو سره په ګډه کار وکړي ترڅو په هیواد کې پرمختګ راشي. همدارنګه د هیواد د ابادۍ لپاره دخپل ملک با تجربه پالیسي جوړونکي، ستراتیژي ټاکونکي، غوره دیپلوماتان، د هیواد د سیاسي ګوندونو رهبري کوونکي خو یوازې په تش سواد لرلو او یا له کوم بې کیفیته پوهنتون څخه د خالي شهادتنامې په لرلو نه روزل کیږي بلکه د ماسترۍ او دوکتورا درجې او د مجربو، ریښتینو په وطن مینو کارپوهانو ترلاس لاندې کلونو کار ته اړتیا لري ترڅو د هیواد په درد وخوري. او په پایله کې دا ټول له یوه ښه دولتي نظام څخه، ښه ښوونیز سیستم څخه او له یوه ښه اقتصاد او کلتور څخه پرته نشي پیدا کیدلئ.

د ټولنیز خوځښت په مخ کې زیات خنډونه هم شته وي. ډېر خلک کیدئ شی ښې انګیرنې او آرمانونه ولري خو د ټولنیز حرکت د پوخوالي په پروسه او اړینو شرایطو بیا ښه نه پوهیږي، زر ناهیلي کیږي، مبارزه او کار پریږدي، یو بل ملامتوي او په ګډه کار نشی کولئ. همدارنګه ځینې خلک په خواشینۍ سره ټولنیزو خوځښتونو ته د خپلو ګټو له کړکۍ ګوري او د پراخه پرګنو د جوړوونکي ګډون مخه نیسی.

په داسې ټولنو کې د مختلفو مفکورو او ایدیالوژیو لرونکي خلک له یو بل سره کشمکش لری او همدارنګه ډلې او ګروپونه سره ویشل کیږي ځګه هغوي کومه سمه تګلاره نه لري او د وخت په تیریدو سره هرڅه شخصي بڼه واخلي او لمړي لید لوري شاته وغورځول شي. یو یې هم د ټولنې د پرمختګ لپاره کوم ګټور کار نه کوي او یوازې په بیځایه سیالیو وخت تیروي. هغوي د مبارزې اصلي موخه د حریفې ډلې له پښو غورځول ټاکي نه د خلکو لپاره د غوره خدمت او د خلکو ژوند ښه کول، بیوزلي ورکول، علم او پوهه خورول او جهالت ورکول. داډلې که له یو بل سره کومه ګډه جبهه جوړوي او ائتلاف کوي یوازې د کوم بل بلاک د کمزوري کولو لپاره، د قدرت نیولو او یا شخصی عقدو پاللو لپاره وي او نه د اوږ مهاله وطني ګټو او د خلکو د ژوند او وطن د سمسورتیا لپاره. نو دا ائتلافونه هم ډیر دوام نکوي او بیله کومو ښو لاسته راوړنو سره پاشل کیږي.

موږ باید پوه شو چې په ټولنه کې د ټولو خلکو په ګټه مثبت بدلون ښو اړینو شرایطو، ټولنیزې ویښتیا، ښو رهبرانو، غوره کدرونو، پوره وخت او نورو ته اړتیا وي. همدارنګه په ټولنه او شاوخوا کې یې داسې سیاسي او ټولنیزې پیښې منځته راځي چې تریوې کچې د عامه خلکو په ذهنیت کې هم د ټولنیزمثبت بدلون لپاره یو څه تنده، تلوسه او احساس راپیدا کوي او که سم وپالل شي نو کیدئ شی چې په ټولنه کې یو ګډ خوځښت د سمو ټولنیزو ارمانونو او لید لورو سره هم رامنځته شي.

همدارنګه، که په ټولنه کې د غورو ګډو ارمانونو، ایدیالونو پالونکي او مثبت بدلون غوښتونکي هوښیار وی او په علمي توګه له پورته یاد شوو شرایطو سمه ګټه او سیي قدمونه واخلي د مثبت بدلون لپاره شرایط رامنځته کولئ شي. دا بدلون غوښتونکې خلک باید پوه وي چې ټولنیز خوځښت د پوخوالي لپاره زیات وخت، ښو رهبرانو او کدرونو ته اړتیا لري او زر په میوه نه راځي نو دوي باد زر ناهیلي او مایوسه نشي او خپل رغنده ګډ کار ته دوام ورکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *