استاد احمل ښکلی

ډېر خلک فکر کوي، چې دا لرغونپوهان څومره سادګان دي، پخوانيو خاورينو لوښو ته خوشحاله وي او دا خاورين لوښي بيا دومره ګرانبيه وي، چې سړى ورته حيران شي، چې له دې لوښو نه استفاده نه کېږي، بيا هم دومره ګران دي.

زموږ نصابونه اوکتابونه دا وړتيا نه لري، چې له پخوانو تمدنونو سره سم تصور راکړي او مينې ته مو ورسره وهڅوي؛ نو موږ هر شي ته د استفادې په نظر ګورو او خپل لرغوني اۤثار مو په خپل هېواد کې خوښ نه دي.

دا د انسان فطرت دى، چې د زړو کيسو يادون ورته خوند ورکوي، د لرغونو اثارو په ننداره او لټون کې خوږلني احساسوي. د مصر په ځوانيمرګ فرعون توت عنخ‌آمون پسې د همدې مينې پر بنسټ دوه غربي لرغونپوهان هاوارد کارتر  او لرد کارناروون کلونه کلونه د مصر په درو کې سرګردانه ګرځېدل او چې د ١٩٢٢ کال د نومبر٤مه يې پيدا کړ؛ نو له خوشحالۍ يې په ځمکه ځاى نه کېده.

انسان د تعجب د تندغري خوى خاوند دى. له عادي او واقعي ژونده د وتو هڅه کوي او دا ورته د حقايقو پر مخ پرده ښکاري. د همدې خوى له امله انسان افسانې او اسطورې زېږولې دي. اوس هم د هغو ډايجسټونو، فلمونو، کيسو او ليکنو لوستونکي ډېر دي، چې عجايب پکې بيان شوي وي. له پېريانو د خلکو زړه چوي؛ خوکيسې يې په خوند خوند اوري. همدا تنده انسان د زړو تمدنونو لوستو ته هم اړ باسي، چې په دې پوه شي، چې پخواني انسانان څومره عجيبه خلک وو، په غره کې يې په دومره مينه د بودا دومره لويه مجسمه جوړه کړې ده او مصريانو د دومره لويو اهرامونو تېږې راچلولې دي.

تجسس بله انساني خاصه ده، چې انسان د زړو تمدنونو لوست ته هڅوي.

له زړو تمدنونو سره زموږ مينه له دې امله هم وي، چې په ذهن کې ناارادي له هغه تمدن سره اوسنى مهال پرتله کړو. د هغه مهال په وحشت يا پر اوسنۍ ناامنۍ پوه شو.

د زړو تمدنونو له پرتلې پوهېږو، چې ډېرو واکمنو له مذهب نه د خپل سلطنت د بقا لپاره استفاده کوله. په لرغوني مصر يا روم کې چې سلاطينو ځان د خدايانو اولاده ګڼله؛ نو له مذهبه يې سياسي استفاده کوله. وايي، چې قسطنطين ځکه عيسوي شو، چې په مسيحيت کې يې ګټه وه.

زاړه تمدنونه هېندارې دي، چې خپله ټولنه او ځان راښيي. چې د اوبو لپاره نيل ته د مصريانو د خپلو لوڼو د وراچولو کيسه ولولو؛ نو پر خپل مهال شکر وباسو او د هغوى پر سادتوب تعجب او افسوس وکړو؛ خو چې په کوم لرغوني تمدن کې ارامي ووينو؛ نو پر اوسني حالت افسوس وکړو.

زاړه تمدنونه مو د ډېرو ا��لاقو- چې موږ په زړه پورې کلک نيولي- په بقا شکمنوي. په لرغوني مصر کې به چې د مني په شپو کې نيل اوبه کمې شوې؛ نو داسې به يې انګېرله، چې ګنې د نيل خداى اوزېريس مړ شوى، بيا به د يوه لاريون په بڼه راوتل، وير به يې کاوه او په چړو او ډانګو به يې ځان واهه او په پسرلي کې به چې نيل راپوره شو، ويل به يې چې د نيل خداى بېرته راژوندى شوى؛ نو جشنونه او خوشحالۍ به يې کولې او په دې خوشحالۍ کې به د هر رازجنسي اختلاط اجازه وه. په لرغوني مصر کې به هغو نجونو هره ورځ د بدلمنۍ لپاره معبد ته راتلونکو ځوانانو ته ځانونه سينګارول، چې ژوند به يې په معبدونو کې د خدايانو عبادت ته وربښلى و او دا بدلمني به د اجر په نېت کېده او خلکو به داسې انګېرله، چې دا ځمکه د زرغونتيا او توليد جوګه کوي. وايي، چې ساسانيانو په خپلو دربارونو کې څو زره بې جوړې نجونې لرلې او چې کله به نورو ته اړتيا پېښه شوه؛ نو په خپل قلمرو کې به يې بېلابېلو سيمو ته احوال ولېږه، چې په څو سوو نجونو کې څو ښکلې نجونې راوباسي. بيا به يې چې وټاکلې؛ نو هملته به يې دربار کې نرښځو ته وسپارلې، چې يو کال پرې عطرونه، تېل وکاروي، په شيدو يې پرله پسې ولمبوي او د شاه د صحبت جوګه يې کړي؛ نو پلرونو او نورو به د خپل کور پېغلې په وياړ او په سيالۍ واکمنو ته راوستې.

پخواني تمدنونه مو د انسان له اصليته خبروي، چې څومره انسانان د څو کسانو د جنګي جنون او د قدرت او جنسي هوس ښکار شوي دي. يو واکمن څنګه له بله سترګې ايستې او د څوکۍ هوس څنګه وي؟ عام ساده انسانان د مذهب په نامه د باچا ظل الله لپاره څنګه له سره تېر شوي؛ خو په دې نه دي پوه شوي، چې دا لار جنت ته نه ده تللې.

زاړه تمدنونه مو له افراطه راګرځوي او د اعتدال پند راکوي.

د زړو تمدنونو له لوسته د تمدن پر ارزښت پوهېږو، چې هغو خلکو څنګه په خپلو خواريو، علومو او فنونو داسې ىو تمدن ورغاوه او په عالم کې سربلند شول؟

داسې نور لاملونه هم شته، چې د زړو تمدنونو د لوست مينه راکوي او اړتيا يې راښيي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *