۱۳۹۳ د مرغومي ۳
د افغانستان د پوهنې وزارت تل په دې هڅه کې دی، چې د بېلابېلو لاملونو له امله تړل شوي ښوونځي بېرته دې زده کوونکو پرمخ پرانېزي. د همدې هڅو په لړ کې داځل د هلمند ولایت د موسی کلا ولسوالۍ د هوسکه منځنی ښوونځی د لوی خدای (ج) په مرسته او د سیمې د دیني عالمانو، سپین ږیرو او قومي مشرانو په ملاتړ بېرته پرانېستل شو.
د پوهنې وزارت د سیمې له خلکو مننه کوي، چې د یادې ولسوالۍ د هوسکه منځني ښوونځي په پرانېسته کې یې د زړه له تله هلې ځلې وکړې او خپلو ماشومانو ته یې د خدای پېژندنې او علم لاسته راوړلو مرکز بېرته پرانېسته.
د پوهنې وزارت د تل په څېر یو ځل بیا له ټولو درنو هېوادوالو، قومي مشرانو او مخورو څخه غواړي، چې د بندو ښوونځيو په پرانېستو کې له وزارت سره خپلې مرستې پراخې کړي او نور پرې نږدي، چې د دوی بچیان د بېلابېلو لاملونو له امله له زده کړو لرې پاتې شي.
د یادولو ده، چې د هلمند ولایت په ۲۶۴ فعالو ښوونځيو کې څه باندې ۱۹۲ زره ماشومان په زده کړه بوخت دي، چې له ډلې یې ۴۰ سلنه نجوني دي.