څلورم څپرکی
دا ځان وژونکی دی: د کرزي په ډله کې بې باوري
د ۲۰۰۱ز کال په وروستۍ اونۍ کې کرزی له یوه کس سره ناست و، هغه کس د کرزي په غوښتنه سید له اروزګانه کویټې ته ور بللی و، ددې کس ژړه څېره، تورې سترګې او لوړ عمر و. هغه د دهراوت له لنډیانه کلي څخه و، هغه په خټه پوپلزی و، له کرزي سره یې له وخته پېژندل، کورنۍ ورباندي د ابراهیم نوم ایښی و، دا نوم د هغه له طبیعت سره هم سم راتی. په دې وروستیو کلونو کې هغه کویټې ته راته، ډېر وختونه به د کرزي په غوښتنه ورتی، کرزي به هر کله ترې پوښتل: “ته تر اوسه راسره ملګری یې؟ ´´ ابراهیم به ورته د هو ځواب وایه. هغه اوس یو ځل بیا کویټې ته راغلی و او د خپل مشر خبرو ته یې غوږ ایښی و. کرزي ورته په ډاګه کړه چې نړۍ نور طالبان نه غواړي، نو ځکه باید لاسونه سره ورکړو چې بدلون رامنځ ته کړو. که څه هم ابراهیم یې د خبرو په ټولیز مفهوم نه پوهېدی، خو بیا یې هم د خپل مشر خبرو ته د تل په څېر غوږ ایښی و. هغه لا د سپټمبر د ۱۱مې د پېښو پوره خبر نه و، او نه هم پوهېدی چې په نړۍ کې څه بدلونونه شوي. په پای کې هغه څو خبرې وکړې: “ طالبان ځواکمن دي، موږ به دهغوی پر وړاندي اوس څه وکړای شو؟ ´´ کرزي په ډانګه پیلې ور غبرګه کړه: “ مه وارخطا کېږه، ما له نړیوالو سره خبرې کړي. ´´
کرزي ابراهیم ته یو لیست ورکړ، د ابراهیم سترګې ځړېدلي وې، هغه نه پوهېدی چې په لاس کې نیولو لیستونو کې څه و. په دې پاڼو کې د دهراوت څخه د ځینو کسانو نومونه وو. د قوم کسان، طالبان، پخواني طالبان او نور پکې و. ابراهیم پوه کړای شو، او هغه دا ټول پېژندل. ابراهیم د سید په څیر باید خپل سیمې ته تللی وای او هلته یې په کلاوو کې له خپلو کسانو سره کتلي وای او د کرزي پیغام یې تر هغی رسولی وای. ابراهیم ته د سید په پرتله یو څه زیات معلومات ورکړل شول. هغه باید په خپل ولایت کې د خلکو پر ذهنونو کار وکړي. کرزي غوښتل خپله د خلکو منځ ته ننوزي، ددې کار لپاره یې په ابراهیم لار پاکوله. ابراهیم چې کلونه یې د شوریانو پر وړاندي جګړه کړې وه، په ستومانۍ یې دخپل ږیري په وېښتانو کې لاس تېر کړ او ویې ویل: “ دا د اور سره لوبې کول دي.´´ هغه د خپل ځان په اړه فکر نه کاوه او نه یې هم د مقاومت خلاف فکر کاوه، خو هغه د کرزي د ورتګ مخالفت وکړ. فکر یې کاوه چې ګڼي په دې کار سره به کرزي ته ستونزه ور پېښه شي. کرزی ورته د یو پیاوړي قومي مشر په توګه ګران و، نو ځکه یې هغه پر مرګ نه پیزو کېده. خو کرزي یې خبرې ورسره ونه منلې، او ابراهیم یې قانع کړ چې پیغام ورسوي.
یواځې ابراهیم د کرزي د پلانونو په اړه بې باوري نه لرله، بل کس هم په دې اړه اندېښنه لرله، هغه وویل: “ له موږ سره وسلې نشته، تاسو څنګه فکر کوئ چې په همدې ډول به اروزګان ته ننوځئ؟´´ خو کرزي خپل پلانونو ته تغیر ور نه کړ، له دې کسانو سره یې ټینګه اړیکه وه او باور یې پرې ټینګ و. په ولسي خلکو کې دا کسان اغیزمن وو، نو ځکه کرزي پرې د خپل پلانونو او مقاومت د پرمختګ لپاره تکیه کوله. کرزی راضي کړای شو چې د جګړې ستراتېژي یې ناکامه کېدونکې وه، ځکه طالبان په پښتنې سیمو کې ډېر ځواکمن وو. ځکه یې په ارزوګان او نورو سویلي ولایتونو کې پر خپل نفوذ زیاتېدو کار پیل کړ. خبره له وژلو ، خبرو ته واوښته. دا د کار پیل و. که چیرې د خبرو ستراتېژۍ کار نه وای کړی، نو بیا د امریکا په ملاتړ جګړه اړینه وه. دا هغه څه و چې کرزي خپله غوښتل د مقاومت مشري په غاړه ولري، هغه غوښتل د طالبانو د بدیل په توګه څرګند شي.
کرزي وویل: “ زه به جنډه په لاس کې اخلم، څنګه له جګړې پرته دا کار شونی بولئ؟ ´´ پر همدې مهال له اروزګان څخه یو کس ترې پوښتنه وکړه، خو کرزي یې پوښتنې ته پام ونه کړ. هغه کس وویل: “تاسو راته د ورور په څېر ګران یاست، که تاسو د طالبانو پلویان ووژنئ، زه به مو سره له تنه جلا کړم. ´´ په مجلس کې ناستو خلکو دا خبره اورېدلې وه.
ډېرو افغا�� مشرانو د کرزي نرمې سیاسې رویې ته هرکلی کاوه. له پخوانیو پاچاهانو څخه امیر عبدالرحمن خان هم له ورته تاکتیکونو کار اخیستی و. هغه لومړی د یوې ډلې چې ورته نږدې او د قوم کسان یې وو کار پیل کړ. د هغوی په مرسته یې کندهار ته ځان ورساوه، قومي مشرانو ته یې په سلګونو لیکونه ولېږل، له هغوی سره یې د هغوی د محافظت، وسلو، له محصول څخه د خلاصون، او نورو امتیازاتو ژمنې وکړې. هغه په یواځې سر په هند کې له برتانیویانو څخه پیسې ټولې او ددې ژمنو د پوره کولو لپاره چمتو کړې.
ورته هڅې په نوي افغان تاریخ کې ترسره شوي. کله چې د شوریانو پر وړاندي په افغانستان کې جهاد پیل شو، د قومي مشرانو وړو ډلو به له یوې کوټې څخه بلې ته تلل او له ځانونو سره به یې ډالۍ، پیسې او نور څه وړل تر څو د خلکو ملاتړ تر لاسه کړي. کورنی سیاست همداسي وي چې له یو اړخ څخه به د قوم خیال ساتي، له بل اړخ څخه به خپلې ادارې چارو ته پام کوي. دا په پښتنو کې ځانګړی کردار دی، چې خطر ویشل شوی وي.
په داسي یوه ټولنه کې چې قومونه ډېر وي او په لویو او وړو ډولو وېشل شوي وي، بهرنیان هم په اسانۍ نه شي کولای سیاسي او ټولنیز دريځ په اسنانۍ سره درک کړي. په پښتنو کې تربورګلوي هم اخښلې، چې په خپلو کې له یو او بل قوم ترمنځ ناوړه سیالۍ پالې. د اکا د زامنو او ان د وروڼو ترمنځ هم د واک پر ویش او امتیاز باندي زړه بدی موجود وي. په کشرتوب کې هم ځوانو هلکانو ته دا ور ښودل کېږي چې په کوټه کې څنګه د خپل حق او عزت ننګه وکړي. د ځوانو هلکانو ترمنځ د لاس اچول او فزیکې جګړې عادي وي. په دې ترڅ کې په هر قوم کې یو څوک د واک چاري په لاس کې اخلي. د وسلو کاربار له شوروي سره د جهاد پر مهال نور هم د قومونو ترمنځ شخړې زیاتې کړې. که څه هم جګړه په اصل کې د مذهب، خپلواکۍ او سیاست د خوندیتوپه موخه وه. خو د هر افغان لپاره یو رژیم په خپل قوم او کورنۍ کې د بدلون په معنی دی.
په اروزګان ولایت کې د بارکزو له قومه یوه کس د روزي خان په نوم چې د کرزي د کورنۍ سیال بلل کېږي راته وویل چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال قومي سیاست تر پښو لاندي و. د طالبانو رژیم په دې توانېدلی و چې د قومونو ترمنځ د شخړو په برخه کې حلا لارې ومومي، د غلاوو او وژنو مخه ونیسي، دا کار یې هم په ولس کې او هم خپله د حکومتي کسانو په منځ کې شتون درلود ، روزي خان بارکزي راته وویل: “ کله چې موږ د واک پر ګډۍ وو، کله چې به کوم کس ووژل شو، د کس له قومي مشر او یا هم جنګسالار سره به یې په اړه خبرې کېدې. خو د طالبانو د واکمنۍ پر مهال هر څه یواځې د طالبانو پ�� ادارې پورې تړلې وو، موږ پکې کوم اړین رول نه شو لوبولای. کله چې به کوم چا غلا وکړل، کوم چا نه شوای کولای د هغه کس ننګه وکړي. کله چې به چا قتل وکړ، طالبانو به هغه کس د قاضي پر وړاندي حاضر کړ، هغه ته به یې د مرګ سزا واورله، چا یې ننګه نشوه کولای. افغان ولس د طالبانو پر وړاندي څه نه شو ویلای، له هغوی څخه یې ډېره ویره لرله. خو د پخوانیو رژیمونو سره یې څه ویلای شو. کله چې به د اوبو او ځمکې خبره وه، نو طالبانو به چا ته اجازه نه ورکول چې حل یې کړئ.´´
روزي خان تر اوسه د طالبانو په منځ کې اړیکې لرلې، خو د وخت په تېرېدو له طالبانو د اړیکو پر مټ ګټه اخیستل هم ستونزم شول. هغه خپلې وسلې طالبانو ته نه وې تسلیم کړي، هغه یې ټولې د ارزوګان ولایت په شمالي سیمو کې پټې کړې وې. په طالبانو کې دهغه یو ملګری د حاجي ودود په نامه درلود، هغه به یې ننګه کوله، خو د هغه هڅو هم هر کله کار نه شو ورکولای. حاجي ودود د حاجي روزي خان په اړه یو لیک لیکلی و چې ګڼې هغه وسلي نه لري. خو بیا هم د وسلو د موندنې په اړه پلټنې روانې وې. خو کله چې به نوي طالبان په ولایت کې په واک کېدل، نو روزي خان به ځان ورسره په خطر کې لیده، نو ځکه به یې کله کابل ته د څه وخت لپاره سفر کاوه.
د ارزوګان د پولیسو پخواني مشر عزیز هم له طالبانو سره ستونزې لرلې، د هغه له طالبانو سره یواځې ایدیالوژیک اختلاف نه و، بلکي هغه غوښتل ځان واک ته ورسوي. طالبانو عزیز تر څار لاندي نیولی و. د عزیز تربور هم ورته مشکلات پېښول، د عزیز تربور (دکاکا زوی) د هغه د واکمنۍ پر مهال چې په اروزګان کې د پولیسو مشر و، تر سختو فشارونو لاندي و، کله چې د طالبانو رژیم راغی، هغه خوښ شو. د عزیز تربور د غچ په تمه و. عزیز خپلې ځمکې ته یوه ویاله وایستله، تربور یې ترې د اوبو غوښتنه کوله، عزیز یې غوښتنه نه منله، پر همدې موضوع ددواړو ترمنځ سخت اختلافات پیدا شول. د عزیز تربور د اوبو د نه ورکړي په بدل اخیستو سره د عزیز پر کوټې چې لار یې د تربور په ځمکه کې تېره شوې وه بنده کړه. کله چې عزیز جرمنې ته د یو کنفرانس د ګډون به موخه تللی و، تربور یې ورته مشکلات زیات کړي و، هغه غوښتل عزیز نور له وطنه مهاجر شي. کله چې به عزیز بهر تللی و، نو تربور به یې کور ته ورتی او د هغه د کورنۍ غړي به یې تنګول. له دې سره عزیز ته ستونزې پېښې شوې، هغه نه شول کولای، خپل کور ته شتون شي، د عزیز د کورنۍ غړو طالبانو ته خواست وکړ، ان دا خبره تر ملامحمد عمر پورې ورسېده چې عزیز ته اجازه ورکړي چې ترینکوټ ته راستون شي.
د طالبانو د واکمنۍ پر مهال قومي واسطې او سپارښتنې نه منل کېدې، د اروزګان پخوانی والي هم نوي رژیم له پښو واچاوه. کله چې طالبانو اروزګان ونیوی، لا هم جان محمد خان غوښتل د امریکا له سفارت سره خپلې اړیکې وساتي، خو څه موده وروسته دا ورته ځکه ستونزمنه شوه چې طالبان یې به سفرونو او مجلسونو خبرېدل. په لومړیو کې به یې ملایانو ته پیسې ورکولې چې د هغه ستاینه او ملاتړ وکړي، هغه په پاکستان کې د پخوانیو زخمونو عکسونه ساتلي و، او یو ځل بیا یې هغه د طالبانو لپاره د یوې پلمې په توګه چمتو کړي چې ګڼي هغه کویټې ته د درملنې لپاره سفرونه کول. خو پر دې ټولو هڅو سربیره، بیا هم هغه د طالبانو له لورې نابود کړای شو. د جان محمد خان یو ملګري ورته فریب ورکړ، هغه طالبانو ته په لاس ورکړ او د طالبانو دواکمنۍ تر پایه په زندان کې و.
د یوه بل حقیقت تر څنګ چې د پخوانیو جنګسالارانو او قومي مشرانو قوت ضعیف شوی و، دا خبره هم ناڅرګنده پاته وه چې د اروزګان د نورو خلکو په منځ کې پر طالبانو څومره باور کېده. له کلونو دښمنو او د قومي مشرانو پر فساد سربیره د طالبانو له راتلو سره په دې ولایت کې سوله راغلې وه. د طالبانو بنیادي بدلونونونه د بیلګي په توګه مسجد ته هر کله په وخت ورتلل او لویې ږېرې پرېښودل د قومي خلکو لپاره ستونزمن شوی وو. ځینو خلک د ږېرو د وړو کولو پر سر زنداني شوي وو. پر هماغه مهال د موزیک اوریدلو باندي هم بندیز لګېدلی و. خو بیا هم په ولایتې کچه طالبانود خلکو ځینو خبر ته پام کاوه. برقه بل څه و چې باید ښځو په سر کړې وای، برقه د طالبانو د نظام وړاندي هم دود وه. د سنګسار په څېر سختې سزاګانې به ورکول کېدې، دا کار به تر ډېره په کندهار او کابل کې ترسره کېده، ځکه دا دوه ځایونو کې د طالبانو قومي مرزکونه وو. د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د نجونو ښوونځي تړل شوي وو، خو د اروزګان له مرکز ترینکوټ او دهراوت پرته په لیرې کلیو کې خلک د زده کړو په برخه خپل سري وو. په کلیو کې میرمنو کولای شول، پوړنې د برقې پر ځای په سر کړي. په ځینو کلیو کې اهل تشیع اوسېدل، هلته نجونې کلیوالي ښوونځیو ته تلل. خلک اړ وو چې خپل زامن طالبانو ته د شمالې ټلوالې پر ضد د جګړې لپاره وکړي. ځینو ځوانانو نه غوښتل دا کار وکړي، هغوی د طالبانو له قانون څخه سر نه شو غړولای. د ترینکوټ په واړه روغتون کې به نوي ځوانان غونډ شوي وو، او همدې روغتون ته به په هیلې کاپټرو کې ژوبل او وژل شوي کسان راوړل کېدل. له دې سره به میندو خپل روغ زامن ورکول او په همدې ځای کې به یې یواځې جسدونه او یا هم ژوبل زامن موندل.
بیرته راځم د کرزي د پيغام خبرو ته. د ابراهیم په څېر عبدالغني هم د سید پیغام واخیست، هغه د ترینکوټ له شمالي کلي کوټوال څخه و. هغه په تنه ټيټ او لویه ږېره یې لرله. هغه یو محلي قومي مشر و، د خلکو په منځ کې د ماما په نوم مشهور و. هغه د کرزي په بلنه باندي حیران شو. هغه په دې وروستیو کلونو کې کویټې ته د مشر کرزي په بلنه ډېر سفرونه کړي وو، او اوس مهال د هغه د زوی حامد کرزي سره لیدنې کولې، دا مهال هغه په خپله کوټه کې له عامو خلکو سره نه شو کتلای. عبدالغني تل د کرزي ملګری نه دی پاته شوی، کله چې امیر لالی واک ته ورسېد، هغه ورسره ملګری و، لالی د کرزیانو مخالف و، او په خپل وار سره لالی بیا له طالبانو سر نه و جوړ. له هغه وروسته ایران ته په تېښته بریالی شو. پ رهمدې مهال عبدالغني د کرزي ملګرتیا پیل کړه. کله چې کرزی له عبدالغني سره مخ شو، د هغه وفاداري یې و ازمایل. کرزي هغه ته وویل چې طالبان نور ختم شول، خو عبدالغني یې په خبره بارو نه شو کولای. هغه ور غبرګه کړه: “تاسو څه ویاست؟ دا ناشونې ده. ´´ طالبانو له عبدالغني سره په تېرو کلونو کې سخته رویه کړې وه. دهغه ټولې وسلې یې ترې اخیستې وې، او هغه پر کور ناست و. کرزي پر خپله خبره ټینګار کاوه، هغه ورته وویل چې امریکایان نور د افغانستان په موضوع کې مداخله کول غواړي. کرزي ورته وویل: “ډېر بدلون به راشي. اوس باید موږ خپل هیواد ته خدمت وکړو، او په دې خدمت کې هر څوک باید ګدون وکړي. ´´ لا هم عبدالغني د کرزي اصل پیغام نشو درکولای، عبدالغني ته پوښتنې پیدا وې، د بیلګي په توګه، دا په څه معنی چې امریکایان به زمو لاس ونیسي؟ په حقیقت کې کرزی څه غواړي؟ ایا هغه دا درک کړې چې د طالبانو پر وړاندي مقاومت کول په ارزوګان کې څومره ستونزمن کار دی؟
د ابراهیم او عبدالغني سره چې کومې خبرې شریکې شوې، په کويټه کې له نورو ټولو هغو کسانو سره هم شریکې شوې چې له کرزي سره یې کتلي و. هغوی ته مشکله وه چې په دې پوه شي چې د امریکا دنګو سوداګریزو مرکزونو کې څه ډول پیښې شوې وې. او یا ددې پیښو په تړاول به دافغانستان پر نړیوال دريځ څه اغیز وکړي. د ټولو لپاره امریکا لپاره یواځې دومره مطرح وه چې هغوی یواځې ورسره د شورویانو پر وړاندي د جګړې پر مهال مرستې کولې، او له هغه وروسته یې صحنه نوره خوشي کړه. په دې وروستیو کې له امریکایانو وسلې اخیستل او د طالبانو پر وړاندي جګړه کول ناکام شوې هڅې وې. او په وار وار دا کار تکرار شوی و.
حاجي بهادر چې کله د کرزي کوټې ته په کویټې ښار کې ورغی هم ورته اندېښنې لرلې. حاجي بهادر د جان محمد خان په څېر د یو قوم (کرنګ) مشر و، هغه له کرزي سره له نږدې پېژندل، هغه د کرزي کوټې ته په ور بلل شوو کې یو ځوان کس و، که څه هم د هغه اصلي نوم بهادر دی، د شورویانو سره د جهاد پرمهال یې همداسي بهادري کړې وه، چې اصل معنی یې هم اتل ده. له روسانو سره تر جګړې وروسته هغه له خپل ورور حاجي ظاهر اغا سره تر څنګ يې قومي جګړې هم کړې وې، چې په پایله کې یې درې کورنۍ پکې تبا شوې. شخړه یې له پخوا څخه وه ، او اصلي رېښه یې د ځمکې له یوې شخړې اخیسته. پر دې سربیره چې بهادر ډېر ظالم سړی و، خو بیا هم کرزي پرې باور کاوه او څو ځله یې په اسلام اباد کې د امریکا سفارت ته له ځان سره بیولی و. د نورو په څېر کرزي بهادر ته هم وویل چې اوس امریکایانو غوښتل د طالبانو پر روړاندي خپل دریځ ته تغیر وکړي. هغه بهادر ته وویل: “ په امریکا کې پېښو امریکایان و طالبانو ته سخت په غوسه کړي دي. که اوس موږ د طالبانو پر ضد و درېږو، امریکایان به راسره د خپلو جیټ الوتکو پر مټ همکاري وکړي.´´ د بهادر پر اندېښنو سربیره هغه د کرزي خبرو قانع کړ، چې ګني کرزی بې ځایه خبرې نه کوي.
کرزي چې کومې وسلې او تجهیزات په اروزګان کې د جګړې لپاره په کار اچول غوښتل بهادر ته نوي وو، کله چې ورته یو څه ورکول شو، هغه یې په لیدو هېښ شو. له کرزي يې پوښتنه وکړه چې دا څه دي؟ هغه ورته وویل چې دا تلیفون دی، په موجونو کار کوي، زه به یې درته تشریح کړم چې څرنګه کار کوي. بهادر دا ډول څه له وړاندي نه و کار کړي. د اروزګانیانو په لاسونو کې سټلایټ تلیفونونه ورته حیرانوونکي ښکارېدل، کرزي ورته وویل چې د تلیفون انټنونه به د لمر لور ته نیسي. کرزي ورته د تلیفون په اړه ټول اړین معلومات ورکړل، که څه هم ځینو یې په اړه هیڅ معلومات وا نه خستلای شول، خو بیا هم کرزي پرې ټینګار کاوه چې باید تلیفون وکاروي. کله چې اروزګان ته ولاړی، هلته له خپلو خلکو سره په نږدې رابطه کې و. هغه به د اروزګان په کوټو کې د روانو خبرو په اړه تازه معلومات له خپلو ملګرو پر تلیفون اخیستل. څومره طالبان تسلیم شوي؟ ددې ډول او نورو معلوماتو له لپاره یې له تلیفون څخه کار اخیست.
د نورو په څېر حاجي بهادر هم اروزګان ته له سټلایټ تلیفونونو او پخوانیو عادي مخابرو سره ستون شو. دې خلکو ته ویل شوي وو چې دا وسایل به په خپلو کې له یو بل سره کاروي. ځینو وختونه به اړینو خلکو خپله تلیفونونه له ځانونو سره نه انتقالول، بلکي نورو عادي خلکو به ورسره تر شا اخیستي وو. کرزي هر کس ته لس زره او یا هم شل زره پاکستانۍ کالداري د لارې د لګښتونو د پرېکولو او یا هم د هغوی د زړونو په لاس راوړلو لپاره وکړې.