د لغمان ولایت خبرپاڼه

په یوې بمي چاودنې او وسلواله نښته کې درې تنه مخالف وسلوال وژل شوي او یو تن قوماندان یې شدید زخمي شوی.

نن سهار د الینګار ولسوالۍ اړوند د نیمنانیو په سیمه کې دوه تنه مخالف وسلوال چې یو یې نعمت الله او بل یې فضل غني نومیدل د خپل ماین په چاودنه کې وژل شوي. دغه کسان چې اصلا د یادې ولسوالۍ د کوټالۍ د سیمې اوسیدونکي ول په نیمنانیو سیمه کې یې ماین ځای پر ځای کولو چې د ماین د انفجار له امله دواړه وژل شوي دي.

دغه راز تیره ورځ ماسپخین مهال د الیشنګ مهترلام تر منځ په غځیدلې لاره د کرنجاوې په سیمه کې د پولیسو او مخالفو وسلوالو تر منځ په یوې وسلوالې نښتې کې د سمیع الله په نوم د مخالفینو یو قوماندان چې مشهور په شاهدالله و سخت ټپي شوی او د رحمت په نوم یو بل مخالف وسلوال وژل شوی دی. په دغه نښته کې پولیسو ته کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

بل لور ته نن سهار د ۹ بجو په شاو خوا کې د قرغیو ولسوالۍ په اروا سیمه کې د ملي اردو په یو هاموې باندې یو ځای پر ځای شوي ماین انفجار کړی چې له امله یې د ملي اردو دوه تنه سرتیري شهیدان شوي او دوه تنه نور یې زخمیان شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *