تاند- دوې سعودي ښځې چې د موټر چلولو په جرم نژدې یوه میاشت په توقیف کې وې، نن /پنجشنبه/ یوې تروریستي ضد محکمې ته حواله شوې.
په سعودي عربستان کې د ښځو له لوري د موټر چلول منع دي خو د بشري حقونو او د ښځو د حقونو مدافعان هلې ځلې کوي چې د سعودي چارواکي د دغه قانون بدلولو ته تیار کړي.
فعالانو وویل، دا لومړی ځل دی چې ښځینه موټرچلوونکې داسي محکمې ته ارجاع کېږي چې د تروریستي ضد قضیو د څېړلو لپاره جوړه شوې ده.
دواړو نیول شویو ښځو ۲۵ کلنې لوجیان الهتلول او ۳۳ کلنې میسا الموعدي ته نژدې کسانو په انترنټ کې ویلي چې تراوسه پوري په دوی د کوم جرم رسمي تور نه دی لګول شوی.
هغوی اسوشیتید پریس خبري اژانس ته وویل چې د دواړو ښځو مدافع وکیلانو له قاضیانو غوښتنه وکړه چې د تروریستي ضد محکمې ته د دوی د موکیلانو د دوسیو په لېږلو بیا غور وکړي.
ټاکل شوې ده چې د دمام محکمه پر قضیې غور وکړي.
په سعودي عربستان کې د ښځو د موټر چلولو د یندیز په اړه کوم قانون نشته خو سره له دې چې د ښځو د موټر چلولو قانوني ممانعت نشته ښځو ته د موټرچلولو لایسنس نه ورکول کېږي.
له سعودي عربستانه پرته د خلیج د نورو هیوادونو په ګډون د نړۍ په هیڅ هیواد کې د ښځو پر موټر چلولو بندیز نشته.
د سعودي عربستان حکومتي چارواکو د لوجیان او الموعدي د نیولو په اړه رسماً څه نه دي ویلي.
نه پوهیږو چی موټر چلول به له اسلام سره څه تضاد ولری. که یوڅوک حق لری په موټر کی سپور شی او بل ځای ته سفر وکړی نو د چلولو حق یی هم لری.
سعودی داسلامی قانون نه دزنگل قانون جور کری دی، دا جاهلان که په قدرت کی وی اسلام به خه بدنامه کری، دیر جاهل انسانان دی.
د ځانه څوک خبری مکوی ؛ کیږی چی شرعی یا دطب په حساب ممانعت ولری ډیر شیان دی چی ښځو لره نشته