۶ ـــ د حافظ الپوري دېوان
حافظ الپوری دسوات لمرخاته ته دالپورې کلي وو. دژوندزمانه ئې ددوولسمي هجري پېړۍ دوهمه نیمایي اټکل سوې ده اووایي چي دلوی احمدشاه بابا اوتیمورشاه معاصروو. ده په پښتوژبه خوږه شاعري کړې ده اوداشعارو مجموعه ئې چي زموږ محققینو ورته (دیوان) ویلی دئ، واردواره دمولانا قاضي عبدالسلام زیارتي په همت د( دیوان حافظ الپوري رحمة الله علیه) خپره سوې ده چي د پښتانه شعراء له لیکني سره سم ئې دخپرېدلوکال ۱۳۵۲ هـ ق دئ. همدغه چاپ ئې اوس زمامخ ته پروت دئ خودکال یادونه ئې نسته. قاضي عبدالسلام زیارتي دعلیخان دیوان دچاپ په پای کي لیکي چي دحافظ الپوري دیوان ئې تردې وړاندي خپورکړی دئ. دغي یادوني ته مادعلیخان دیوان دچاپ په برخه کي اشاره کړې ده.
دغه حاضرمتن چي زماتربحث لاندي دئ ، پراول مخ باندي ئې دکتاب نوم ( دیوان حافظ الپورئ رحمة الله علیه) لیکلی اوترهغه لاندي ئې کښلي دي : ناشر، اسلامي کتبخانه بازارقصه خوانی پيښورښهر، حمیدیه پریس پشاور.تردې وروسته ئې پردوهمه پاڼه باندي د(فهرست مضامین) ترسرلیک لاندي شپږعنوانونه او اړوندمخونه په دې ترتیب راوړي دي :

۱ ــ باب اول په بیان دتوحید اورسالت کښې
۲ ــ باب دوئم په بیان دعشق حقیقی کښې
۳ ــ باب دریم په ضرورت دمرشدکامل اوپه نصیحت داهل سلوک کښې
۴ ــ باب څلورم په بیان دعشق مجازی کښې
۵ ــ باب پنځم په بیان دنصیحتِ عامه خلائق
۶ ــ په ض داستاذ او د شاګرد مکالمه
ترفهرست وروسته متن شروع کیږي چي په پیل کي درې الفنامې لري
او تر ۱۶ مخه رسېدلي دي.ورپسې یومناجات راځي چي مطلع ئې داسي ده :

اې داعی هادی برهانه، په دیدارمې مشرف کړه
نورانی مــــــــــهر تابانه، په دیدارمې مشرف کړه

متن پر۱۱۸ مخ پای ته رسیږي اودشپږم باب مکالمه دابوسعیدنومي ده چي دوه مخه ئې نیولي دي.

دحافظ الپوري دغه دیوان دپښتانه شعراء په لومړي ټوک او دهغه په تعقیب په نورو منابعوکي ( مردف) بلل سوی دئ. خولوستونکي به متوجه سوي وي چي زماسره دغه موجوددیوان مردف نه دئ. ترالفنامو وروسته ئې اول شعر د( هـ) ردیف دئ اوورپسې اشعارئې هم دالفبې پرترتیب برابر نه دي. دادېوان چي مي همدومره دروپېژاند، فکر کوم کفایت کوي. ځکه نه ئې اصل نسخه معلومه ده، نه کاتب، نه ئې دچاپ وخت پرلیکلی دئ اونه بل کوم نظم وترتیب لري. له دې اسیته نوزما ددغي څېړني په چوکاټ کي نسي راتللای.

دحافظ الپوري دیوان دوهمه پلا دده پخپل خط لیکلي نسخې څخه چاپ سوی دئ (وگ : پښتانه شعراء ــ لومړی ټوک). دغه چاپ ئې زمالاس ته نه دئ راغلی . خوډاکټرهدایت الله نعیم پخپل (دیواني مقدمه) نومي اثر کي دحافظ الپوري دیوان ددغه دوهم چاپ په باب اوږدې خبري لري او په ( ۱۴۲ مخ) کي لیکي چي داچاپ ئې هم قاضي عبدالسلام زیارتي تهیه کړی دئ. دقاضي زیارتي مرحوم خپله وینائې چي ددې چاپ په سرکي راوړې وه، هم رااخیستې ده. قاضي مرحوم پخپلو دغو خبرو کي داول چاپ او دادوهم چاپ په باب لیکلي دي:

” دمصنّف کرامت دی چې منظومات ئې پخواله طباعت نه هم ډېرمشهوراومقبول وُو. یوخوداچې نظم دَشاعردسینې دبهترینو جذباتوحقیقی تعبیر وو. دوئیم کل مضامین نعتیه یا پند و نصائح ووُ. لیکن یوصحیح مجموعه په لاس نهء راتله. یوه ورځ مشفق عالی جاه حاجی میامشرف شاه صاحب چې دکاکخیل قوم رئیس اعظم اودعلماؤ و فضلاؤ بالطبع قدردان دی، ماته اشارت دجمع کولوددې کتاب وُکړو. الله پاک (ج) ته منظوره وه په ډېر کوشش دیوسل څلوروغزلیاتو یوه مجموعه بې ترتیبه اوبې ردیفه په لاس راغله نوپه لحاظ دمضامینومې په پينځه پابه تقسیم کړه …. هرکله چې شعردحافظ ډېرسخت علمی وو نو دبعضې مقاماتوشرحه مې هم ورسره وکړه. پس دشپږکاله محنت نه دَ کتاب په شکل کښې په کال ۱۳۵۲ کښې په اول وارشائع شهء او زر زر ختم شهء. لیکن اول ايډیشن ټوکړه ،ټوکړه راغونډشوی وو اواعتمادئې دتکمیل هم نهء وو او ….”

له دې بیانه به لوستونکوته څرگنده سوې وي چي داچاپ نه مردف دئ او نه هم بشپړ. تردې وروسته قاضي مرحوم الپورې ته دسفرنیت کړی دئ . د”یوسفزوریاست په دارالحکومت سیدوشریف کي ئې دسوات له بادشاه صاحب سره لیدنه کتنه کړې اودهغې په ترڅ کي ورته ” فاتح الملک جناب وزیرحضرت علیخان صاحب ” دحافظ الپوري ددیوان اصلي خطي نسخه له الپورې څخه ورته راغوښتې ده اوقاضي زیارتي مرحوم ترمقابلې وروسته په ۱۳۵۹ هـ ق کي ” په ډېر آب وتاب” چاپ کړې ده. ددغه مشرح دیوان نوم ئې (لمعان) ایښی دئ. دغه چاپ مانه دئ کتلی . که مي هروخت لاس ته راغی، بیابه پروږغېږم ( انشاء الله ).

دخبرونتیجه داده لکه مولانازیارتي صاحب چي پخپله ویلي دي، ددې دیوان؟ اول چاپ په محدودو امکاناتوکي تهیه سوی دئ او د متني نقدپراصولوباندي هیڅکله برابر نه دئ.خوداچي دحافظ الپوري کلام ئې خوندي کړی اوپه چاپي بڼه خپورکړی دئ، دډیري ستایني وړکارئې کړی دئ.

——————————–

د استاد نورې لیکنې:

د علیخان دېوان بېلابېل چاپونه

میوندۍ ملالې ته منسوبه لنډۍ

د توشیح ادبي صنعت په ختیځ او لوېدیځ کې

One thought on “د حافظ الپوري دېوان/ استاد هوتک”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *