تازه احصایې په ډاګه کوي، چې د پاکستان په دیني مدرسو کې د څلورو میلیونو تنکیو ماشومانو څلورمه برخه یې افغان ماشومان دي، چې د اورپکۍ په روحیه زده کړې کوي.
په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د حضور د دوام له کبله د پاکستان په دیني مدرسو کې د افغان ماشومانو لړۍ کال په کال پراخېږي.
د ناټو ځواکونو د وروستیو معلوماتو پر بنسټ ۳۵۰۰۰ طالب جنګیالي په افغانستان کې جنګېږي، خو د دغو طالبانو سربېره ځینې مهاجرې کورنۍ هم شته، چې خپل ماشومان د پاکستان د دیني مدرسو ناڅرګند کاروان ته ور ټېل وهي؛ اما ځینې نورې مهاجرې کورنۍ ادعا کوي، چې پاکستاني ملایان په زوره د دوی ماشومان مدرسو ته بیايي.
په پاکستان کې د ۱۵۰۰۰ دیني مدرسو له ډلې یې ۱۰۰۰۰ راجستر شوې او د ۵۰۰۰ ناراجستر مدرسو ډېری یې په قبایلي سیمو کې دي.
یوه اینټرنیټي سرچینه د پاکستان د مدرسو د شمېر په اړه وایي، چې په ۱۹۴۷ کال کې ۱۸۹، په ۲۰۰۲ کال کې له ۱۰۰۰۰ تر ۱۳۰۰۰ او په ۲۰۱۲ کال کې دغه شمېر نږدې ۵۰۰۰۰ ښودل کېږي، چې له څلورو میلیونو زیات تنکي ځوانان پکې دیني زده کړې کوي، خو کومې مؤثقې سرچینې دا شمېر ندی تائید کړی.
د پاکستان د مدارسو ټولنې ددغه هېواد مدرسې په پنځه کټه ګوریو وېشلې دي: وفاق المدارس العربیه، تنظیم المدارس پاکستان، وفاق المدارس الشیعه، رابطه المدارس الاسمیه او وفاق المدارس الشافیه. دغه هره کټه ګورۍ پخپل چوکاټ کې زرګونه مدرسې لري، چې د پاکستان په ګډون یو شمېر بهرني هېوادونه ورسره مرستې کوي.
پردې سربېره په ایران کې هم د دغه ډول دیني مدرسو په اړه ویل کېږي، چې اورپکي پکې روزل کېږي، خو په ایران کې له افغان کډوالو سره د زور زیاتي د نوې څپې په اړه یو افغان چې له ایرانه را ستون شوی محور ورځپاڼې ته وویل، اوس هېڅ افغان ماشوم په ایراني مدرسو او ښوونځیو کې د زده کړې حق نه لري. شتمنې کورنۍ ماشومانو ته شخصي ښوونکي نیسي او د بې وزله کورنیو ماشومان بې سرنوشته پاتې کېږي.
په همدې جریان کې ځینې افغان مهاجرې کورنۍ د دغو مدرسو په اړه سخت اندېښمن دي، چې اولادونه یې یوې تیارې ته ټېل وهل کېږي، خو ځینې نورې بیا د جهاد په نوم لېواله دي، چې ماشومان یې دیني زده کړې وکړي او د بهرنیو ځواکونو پر ضد د جهاد په روحیه وروزل شي.
په پېښور کې یوې سرچینې محور ورځپاڼې ته ویلي، اټکل کېږي، چې په پاکستاني مدرسو کې شاوخوا دوه میلیونه پښتانه ماشومان روزل کېږي، چې په دغو کسانو کې د افغان کډوالو ماشومان، د پښتنو قبایلي سیمو ماشومان او د افغانستان له سرحدي سیمو ورتلونکي ماشومان شامل دي.
دغه سرچینه وایي، له کله چې په افغانستان کې تر ۲۰۱۴ کال وروسته د بهرنیو ځواکونو د پاتې کېدو او پوځي اډو خبره مطرح شوې د جهاد په نوم دیني مدرسو ته د افغان ماشومانو د جلب او جذب بهیر چټک شوی دی او په کلیوالو سیمو کې د هغو چړیانو ډلې ډلې لیدل کېږي، چې له کلیوالو د وظیفې په نوم ډوډۍ او خواړه ټولوي.
د ماشومانو د برخې فعالان اندېښمن دي، چې د دغو ماشومانو سربېره د هغو طالب کورنیو ماشومان هم یو بل راتلونکی تیاره نسل جوړوي، چې په جنګي روحیه روزل کېږي او دا یو خطرناک زیګنال دی.
د ناټو چارواکو د وروستیو معلوماتو له مخې دا مهال په افغانستان کې شاوخوا ۳۵۰۰۰ طالب جنګیالي په جګړه بوخت، چې که په اوسط ډول د دوی هر یو کورنۍ دوه ماشومان ولري، نو په افغان نسل ۷۰۰۰۰ اویا زره جنګ ځپلی نسل ور اضافه کېږي، چې دا د افغانستان لپاره جدي ګواښ دی.
د ماشومانو د حقونو د خونديتوب لپاره ګڼ قوانین هم تصویب شوي، خو چندانې ډېر نه عملي کېږي.
حقوقپوه محمد اعظم واکمن وایي، په ټولو قوانینو او په ځانګړي ډول اسلامي قانون کې له اتلسو کلونو په کم عمره ماشومانو د خپلې خوښې کړنې تحمیلول جرم او زیاتی دی، چې عاملین یې د محاکمې وړ دي.
د ښاغلي واکمن په وینا په ښوونځیو کې د حب الوطن مضمون تدریس له دې نادودو د افغان ماشومانو د خلاصون یوه ښه لاره ده.
د پوځي چارو شنونکی نصرالله زیارمل بیا د جګړې لپاره د ماشومانو روزل د وسله والو طالبانو کمزورتیا بولي او په وینا یې هغه دور نور په ختمېدو دی، چې افغان کورنۍ دې د استخباراتو په لمن کې په دیني مدرسو باور ولري.