- ازادي دا نه ده چې د هر چا هر څه زړه وغواړي، هغه وکړي؛ بلکې رښتینې ازادي هغه ځواک دی، چې یو څوک د خپلې دندې په ترسره کولو مجبوروي .
مېکډونالډ
- زه هېڅ وخت د نورو له لاسه نه ناراحته کېږم، یوازې یې په اړه خپل نظر بدلوم .
ال پاچینو
- سړی په دې هیله له ښځې سره واده کوي، چې ښځه هېڅ بدلون ونه کړي او ښځه په دې هیله له سړي سره واده کوي، چې سړی به یوه ورځ بدل شي، خو په اخر کې دواړه ناهیلي شي..
البرت انشټاین
د نورو تېروتنې د خپلو تېروتنو په څېر وزغمه.●
فنلېن
- زموږ ماغزه یو زر وولټه ډاینمو دی، چې له بده مرغه زموږ زیاتره ترې د یو کوچني څراغ بلولو پرته، نوره ګټه نه اخلي.
ویلیام جېمز
- هڅه دې نه کوو، چې تر نورو ښه او یا بد اوسو، هڅه دې وکړو، چې د ځان په پرتله ښه اوسو.
مارکوس
- دا مهمه نه ده، چې د نړۍ په کوم ځای کې ولاړ یو؛ مهمه دا ده، چې په څه ډول لار مو ګام ایښی دی.
هولمز
ژبې ته دې اجازه مه ورکوه، چې تر فکر مخکې روانه شي.●
ناپېلیون
تکرار د مهارتونو مور ده.●
ډیل کارنګي
- که د یوې تېروتنې لپاره زر دلیلونه راوړﺉ، په واقعیت کې درنه یو زر و یو تېروتنې وشوې.
ابن سینا
- د ژوند لوی راز په زغم کې دی، د یوې ناڅرګندې راتلونکې لپاره باید حال تریخ نه کړﺉ.
جان ډېوېډ
ژوند د عقل او عاطفې ترمنځ د مبارزې برخه نه ده . ●
مارک ټواین
- موږ انسانان په داسې ډول خلق شوي یو، چې که پوه شو چې په میلیونونه کاله به په نړۍ کې وپایو، خو په غم او بدمرغیو کې به یو، راضي کېږو او تر دې چې خوشالېږو، خو که پوه شو چې له مینځه ځو او په بدل کې به یې هېڅ ربړ او رنځ ونه وینو، خپه او مایوسه کېږو.
موریس مېټرلېنګ
- ژوند د ترخې موسکا په څېر دی، په لومړي نظر لیدونکي ته تبسم ښکاري، خو که ورته ځیر شې، ژاړي.
جري ټایلر
- ښايي زه ښه پوهېږم چې ولې بشر یواځېنی حیوان دي چې خاندي. یواځې بشر دی، چې په شدت سره رنځ ګالي او مجبور دی چې خندا وپنځوي.
نیچه
د هرې ماتې لامل، له فکر پرته عمل کول دي .●
الکس مکنزي
- په خپله ستړیا باید هېڅکله ونه شرمېږې، یوازې هڅه وکړه، چې ستړی کوونکی ونه اوسې.
هېلزهام
- د سولې په وخت کې د وطن کلېمه نسبي مبهمه وي، د هغې ریښتینی قدرت یوازې هغه وخت څرګندېږي، چې تر ګواښ لاندې شي.
ګوستاولبون
که کومه ورځ یې پرېښودې؛ پوه شه چې تاسره اوسېدل وړتیا غواړي. ●
ډاکټر علي شریعتي
- ناشونی” هغه کلېمه ده، چې یوازې د احمقو انسانانو په قاموسونو کې موندل کېږي.
سید علي الوندي
- مینه هغه ځواکمن قدرت دی، چې نړۍ یې په واک کې ده او په عین حال کې ډېر ساده ځواک دی، چې په اړه یې تصور کولای شئ.
ماهاتما ګاندي
- شتمني مچۍ ده، که په ساتنه یې پوهېږې، ګبین درکوي، کنه نېش درکوي او الوځي.
ډاکټر مارډن
- د ښار خلکو د ازادۍ لپاره تابوت جوړ کړی او د مینې لپاره پولې، خو له دې ناخبره، چې نه ازادي د تابوت لپاره ده او نه مینه پولې پېژني.
ارنستو چه ګوارا
څومره چې انسان حساس وي، هماغه هومره رنځ وړي.●
لېونارډو ډاوېنچي
د وجدان عذاب، په سوځنده صحرا کې تر مرګ ډېر بد دی.●
ویکټور هوګو
سیاستوال، انسانان په دوه ډلو وېشې: ابزار او دښمن●
یعنې یوازې یوه ډله پېژني او هغه هم دښمن دی.
نیچه
- د یو انسان په توګه غموونکې ده چې ملګری ونه لرې؛ خو د یو انقلابي په حیث لا غموونکې ده، چې دښمن ونه لرې، ځکه که یو انقلابي دښمن نه لري، د محافظه کارۍ او سازش په مانا ده.
ارنستو چه ګوارا