له شمال سره غټه غټه واوره دلته هلته پریوته. د غاړې دستمال مې خولې ته ونیو او لږ تیز شوم چې تود شم.
لږ وړاندې له یخني شاپنګ سنټر ته ورننوتم، هلته پر یوې چوکۍ کښیناستم. څنګ ته مې یو ببر سری، ببر ږیری سړی ناست و. سوړ بوی یې ته. زه پاڅیدم یو دوه چوکۍ څیرمه کښیناستم. د شاپنګ سنټر ساتونکی راغی او دې سړي ته یې په لاس د وتلو اشاره وکړه. ده ورته وویل:
– ملګرې مې سودا اخلي چې هغه راشي بیا ځم
– درواغځنه یو ساعت مخکې دې هم همدا خبره کوله
سړي سترګې پټې ونیولې، سر یې وزنګاوه، بیا یې وویل:
– راځي، راځي
ساتونکي په مخابره کې خبرې وکړې او دستي یو بل ساتونکی راغی. دواړه د دې سړي سر ته ودریدل او ورته ویې ویل:
– مخکې مو پرې ښودې چې بهر هوا سړه ده خو ته درواغ وایې باید ووځې
– ځم خو درواغ…
ساتونکي یې خبره په خوله کې وروچه کړه:
– مه وایه چې درواغ نه وایم
– درواغ مې له مجبوریته وویل، دباندې هوا ډیره سړه ده
ساتونکو یو ځایي پرې غږ کړل:
– وځه وځه
سړی پاڅیده. د هندارو له شا راښکاریده چې بهر د شاپنګ سنټر له وره سره داسې زانګه وانګه کښیناست لکه له پورته راروانه واوره.