د لندن تر کنفرانس درې ورځې مخکې اجراییه ریس عبدالله عبدالله د ولسمشر غني په ځانګړي حکم له مالیې وزارت څخه ۵۵ میلیون افغانۍ د معاشونو او دفتري لګښتونو لپاره اېستلې دي. اوس مالیې وزارت وايي چې عبدالله عبدالله یوازې لس میلیون افغانۍ په معاشونو لګولې او د نورو لګښتونو وجه نشي روښانولی، نو ځکه د ۴۵ ملیونه افغانیو د نه مصرف له وجې باید دغه وزارت ته ۱۲ فیصده جریمه تحویل کړي خو اجرایه ریاست انکار کړی.

که ولسمشر غني د دغې جریمې د معاف حکم ورکوي، ناقانونه عمل دی او که اجراییه ریس له جریمې تحویلولو انکار وکړي هم له قانونه سرغړاوی دی.

یوه سرچینه وايي، اجراییه ریاست ته بهرنیانو پنځه میلیون ډالر په لومړي سر کې یوازې د دفتري لګښتونو او خریدارۍ لپاره ورکړل، خو د دې علاوه هره میاشت دغه ریاست ته پنځه لکه ډالر ورکول کېږي.

د مالیې وزارت چارواکي وايي، مالي کال په ختمېدو دی او اجراییه ریاست مکلف دی، چې یا د ۴۵ ملیون پیسو د لګښت وجهه روښانه کړي او که مصرف کړې یې نه وي، نو ۱۲ فیصده جریمه دې مالیې وزارت ته تسلیم کړي، خو اجرایه ریاست چارواکي د مالیې وزارت له دې پرېکړې ځان مستثنی ګڼي.

سمدستي له مالیې وزارت څخه د اېستل شوو ۵۵ میلون افغانیو له جملې یوازې د لس میلونه افغانیو د مصرف وجهه روښانه ده چې د اجرایه ریاست د مامورینو په معاشونو لګېدلې دي.

مالیه وزارت وايي، دوی اړ دي چې له اجرایه ریاست سره د یو دولتي ارګان په څېر چلند وکړي او هغه مالي قانون چې په دولتي دوایرو تطبیقیږي باید اجرایه ریاست ترې مستثنی نشي.

ځینې شنونکي د ولسمشر غني فرمان ته هم د تعجیب په دید ګوري چې د کوم مجبوریت پر اساس یې دا ډول یو فوق العاده کار کړی دی.

د اجرايdیه ریاست چارواکي تمه لري چې ولسمشر به د یو بل حکم په ترڅ کې دغه جریمه معاف کړي، خو شنونکي وايي که ولسمشر دا جریمه معاف کړي قانون ماتېږي او که عبدالله عبدالله د جریمې له ورکړې انکار وکړي هم د قانون په ماتېدو تمامېږي.

اجراییه ریاست چې لا یې د تشکیلاتو او د مالي لګښتونو کره سنجش نشته د ماليې وزارت او تشکیلاتي ارګانونو کارونه یې له خنډ سره مخ کړي، دغه ریاست د ۷۰۰ کسیز تشکیلاتي جوړښت د منظورۍ غوښتنه کړې وه او ددې ترڅنګ د دفتري لګښتونو، میزونو، څوکیو او سون توکو د وړاندیز لومړنۍ طرحه یې له مالي اړخه د حکومت لپاره ملا ماتوونکې وه.

د ولسي جرګې مالي کمسیون چارواکي وايي، د اجراییه ریاست لګښتونه واضح بڼه نلري او که په دولتي چوکاټ کې زر تر زره تنظم نشي حکومت ته به یې تمویلول ستونزمن کار وي.

د افغانستان یوه مالي- نظارتي سرچينه چې له نوم اخستو ډډه کوي ادعا کوي چې په وروستیو کې یو امریکايي پلاوي له اجراییه ریاست څخه د لګښتونو اندازه پوښتلې ترڅو دغه هېواد همکاري وکړي. سرچينه همداراز ادعا کوي، چې د اجرایه ریاست د تاسيس په اوایلو کې بهرنیانو پنځه میلیون ډالر د دفتري لګښتونو لپاره دغه ادارې ته ورکړل او اوس په خبره یې چې امریکا اجرایه ریاست ته هره میاشت پنځه سوه زره امریکايي ډالر ورکوي.

له پرله پسې هڅو سره، سره مو پدې اړه مو د اجرایه رئیس له ویاند سره اړیکي ونیوې، اما د نظر په اخستو یې ونتوانېدو.

8 thoughts on “محور ورځپاڼه: مالیې وزارت عبدالله عبدالله جریمه کړی دی”
  1. دا چی ولس مشر د انتخاباتو د کمپاینونو پر وخت خلکوته د اداری فساد پر ضد یی دیری وعدی ورکری وی چی په اول قدم کی د فساد سره مبارزه پیلوی تر سو د فساد لمن توله شی .
    دا چی اوس اجرایه ریس 55 ملیون افغانی ایستلی دی او ددی له جملی سخه یوازی 18 % پر رای او د پاتی پیسو حساب مالیی وزارت ته نه شی ورکولای او یایی نه ورکوی نو دابه په یو لوی لاس سومره غته لاره وی د فساد لپاره هواره وی یی .
    نو اوس پوشتنه داده چی آیا ولس مشر به اوس خلکوته ددی پیسو قناعت کوونکی جواب ووایی او کنه

  2. پشتو کی متلونه راغلی?
    /وائ: دا لا دپټی سر دی.
    / :پکه دا لا دې بله سپکه.
    / :چه مور دی قاضی ءءء نو شريعت په چا کوی.
    ګرانو ,سپيخلو,او مظلومو وطنوالو وګوری او واورۍ. دي ته وائ دولتی غله او دولتی چوراوچپاولګر او دولتې مافياددوي مبارزه او هلي ځلي ددغې ورځې او ددغه کارو دپاره وه نه دملت دارامۍ او ابادۍ په خاطر ?
    دوزارت مالې تصم او پريکړه قانونی بايد دعمل بڼه غوره کړې که چيرې خنډونه منځ ته راځی .خنډ اچونکې هم شريک دجرم او بايد مجازات شی.
    قانونی الزامات:
    ۱/داچه دافغانستان په مطروحه قوانينو کی راغلی که يو لوړ پوړی چارواکی ته دباندنې دولتو له خوا تحفه ورکول کيږی که چيري داتحفه نقدي وې که جنسی او ارزش ئ، دامی له ياده وتلی دومره پوهيږم چه د( ۱۲۰ )دالرو زيات وی لوړ پوړي حق لري جه د ۱۲۰ دالرو په ارزش اوکه نقدی وې ۱۲۰ دالره خپلې کړی مطباقې ددولت په حساب او يا وزارت ماليه ته رسماء حواله او ياتسليم کړی.
    ۲/داچه اجرايوی ريس ته کوم دولت(۵۰۰۰,۰۰۰)دالر دفارميچر او نورو ضرورياتو دپاره ور کړل شوي دا پنځه ميلونه دالر بايد دوزارت م پشتو کی متلونه راغلی?
    /وائ: دا لا دپتی سر دی.
    / :پکه دا لا دې بله سپکه.
    / :چه مور دی قاضی ءءء نو شريعت په چا کوی.
    ګرانو ,سپيخلو,او مظلومو وطنوالو وګوری او واورۍ دي ته وائ دولتی غله او دولتی چوراوچپاولګر او دولتې مافياددوي مبارزه او هلي خلي ددغې ورځې او ددغه کارو دپاره وه نه دملت دارامۍ او ابادۍ په خاطر ?
    دوزارت مالې تصم او پريکړه قانونی باي دعمل بڼه غوره کړې که چيرې خندونه منځ ته راځی .خند اچونکې هم شريک دجرم او بايد مجازات شی.
    قانونی الزامات:
    ۱/داچه دافغانستان په مطروحه قوانينو کی راغلی که يو لوړ پوړی چارواکی ته دباندنې دولتو له خوا تحفه ورکول کيږی چه که نقدي وې که جنسی او ارزش دامی له ياده وتلی دومره پوهيږم چه د( ۱۲۰ )دالرو زيات وی لوړ پوړي حق لري جه د ۱۲۰ دالرو په ارزش اوکه نقدی وې ۱۲۰ دالر خپلې کړی مطباقې ددولت په حساب او يا وزارت ماليه ته رسماء حواله او ياتسليم کړی.
    ۲/داچه اجرايوی ريس ته کوم دولت(۵۰۰۰,۰۰۰)دالر دفارميچر او نورو ضرورياتو دپاره ور کړل شوي دا پنځه ميلونه دالر بايد دوزارت مالی په حساب قيد او داخستل شوو جنسو هم وزارت مالېه ته حساب ورکړی تر خو دمعتمد په خرچ مجراشی او باقي حساب ددولت په حساب کی قيد شی.
    ۳/داچه نامعلومه دولت ماه وار (۵۰۰،۰۰۰)زره دالر عبدالله ته ور کوی داهم بدون دچون او چرا ددولت په حساب وزارت مالي ته انتقال شی.
    ۴/دوزات مالی څخه دايستل شووپيسو څه چه مصرف شوی دمصرف حساب او باقيمانده پيسی سره دجريمی وزارت مالی ته بی له کومه عذره او جعل کارۍ انتقال شي.
    اشرف غنی ديو ريس جمهور په توګه ولی دومره زياتی پيسی هغه هم نغدی ديو جديد ال تاسيس اداري په نامه دايستلو امر ورکوی.
    دغي نوي اداري کولي شول چه خپل احتياجات قلموار ليست ترتيب کړی او دمنځورۍ دپاره داجرايوي ريس ته وړاندی کړي وی داجرايوي ریس دمنظورۍ وروسته دخر يدارۍ پشنهاد ريس جمهور ته وړاندي کړې وی ريس جمهور دخريدارۍ امر به وزارت ماليه ته ورکړی وي توله خريداري به وزارت ماليه انجام کړی وه دنوي ادري له خوا انتخاب شوی معتمد ته تسليميده او دبعدی حساب دپاره دمعتمد په جمعه قيدی ده او دمحاسبی دفتر کی رسماء دمعرفی شوی معتمد په جمع رسيده دا ده قانونی اود دفتر دارۍ اصلی لاره.
    غلا دمنځه تله حساب باقی اومڼي په شمار وی .
    کومه لار چه اوس مخکي لاړه ده دا دغلآ لار ده.دادفساد لاره ده .
    دادغلا او دفساد اولينه لاره چه داول نه يعنی شروع نه دوه لوړ پوړو اشخاصو له خوا ( دريس جمهور او دده داجرايوی ريس له خوا)شروع او تهداب کيشودل شو.
    خدای دي په ملت ورحميږی.۸الی په حساب قيد او داخستل شوو جنسو هم وزارت مالېه ته حساب ورکړی تر خو دمعتمد په خرچ مجراشیاو باقي حساب ددولت په حساب کی قيد شی.
    ۳/داچه نامعلومه دولت ماه وار (۵۰۰،۰۰۰)زره دالر عبدالله ته ور کوی داهم بدون دچون او چرا ددولت په حساب وزارت مالي ته انتقال شی.
    ۴/دوزات مالی څخه دايستل شووپيسو څه چه مصرف شوی دمصرف حساب او باقيمانده پيسی سره دجريمی وزارت مالی ته بی له کومه عذره او جعل کارۍ انتقال شي.
    اشرف غنی ديو ريس جمهور په توګه ولی دومره زياتی پيسی هغه هم نغدی ديو جديد ال تاسيس اداري په نامه دايستلو امر ورکوی.
    دغي نوي اداري کولي شول چه خپل احتياجات قلموار ليست ترتيب کړی او دمنځورۍ دپاره داجرايوي ريس ته وړاندی کړي وی داجرايوي ریسس دمنظورۍ وروسته دخر يدارۍ پشنهاد ريس جمهور ته وړاندي کړې وی ريس جمهور دخريدارۍ امر به وزارت ماليه ته ورکړی وي توله خريداري به وزارت ماليه انجام کړی وه دنوي ادري له خوا انتخاب شوی معتمد ته تسليميده او دبعدی حساب دپاره دمعتمد په جمعه قيدی ده او دمحاسبی دفتر کی رسماء دمعرفی شوی معتمد په جمع رسيده دا دقانونی اود دفتر دارۍ اصلی لاره.
    غلا دمنخه تله حساب باقی اومڼي په مار وی .
    کومه لار چه اوس مخکي لاړه ده دا دغلآ لار ده.دادفساد لاره ده .
    دادغلا او دفساد اولينه لاره چه داول نه يعنی شروع نه دوه لوړ پوړو اشخاصو له خوا ( دريس جمهور او دده داجرايوی ريس له خوا)شروع او تهداب کيشودل شو.
    خدای دي په ملت ورحميږی.
    داچه اورو او وينو زړه مو درد کوې دليکلو او دلاری شودلو څخه که په چا بده تماميږی معذرت غواړم

  3. سلام
    په پښتو ژبه کې یو ډیر مشهور متل دی چې وایې آسمان چې دومره غوریږي دومره نه وریږي. اشرف غني هم په خپلو انتخاباتي کمپاینونو کې خلکو ته د فساد مینځه وړلو وعدې له خلکو سره وکړې او د ښې حکومتداری وعده یې ولس ته ورکړه خو اوس وینو
    چې نه یوازې فساد زیات شوی دی بلکې د خلکو باور په دې حکومت او ښاغلي غني مخ په کمیدو دی. په حکومت کې حکومت جوړ دی عبدالله یې یو ډول او غني بل دول تعبیر لري په دوی کې هیڅ ډول یوالی نه لیدل کیږي ښه بیلګه یې د کابینې نه اعلانیدل دي. که چیرې غني غواړي په رښتیا له فساد سره مبارزه کوي له عبدالله څخه باید د دغو پیسو وضاحت وغواړي او که د وضاحت او حساب ورکولو توان نه لري لکه له نورو حکومتي مامورینو سره چلند کیږي له عبدالله سره هم باید وشي او هیڅ یو بام او دوې هواوې باید نه وي. وخت رارسیدلی چې د عبدالله او نورو حکومتي چارواکو په وړاندي قانوني چلند وشي او قانون ماتونکو او اختلاس کوونکو سره حساب وشي. یو بل متل مي هم په یاد شو چې وایي کله چې خوله په ممیزو آموخته شوه او ؟ په تیز بیا نو د هغې اصلاح ډیر ستونزمه بریښي اوس هم عبدالله په غلو، لوټولو، له قانون سره په سرغړونې او اختلاس عادت دی نو ډیر ستونزمه به وي چې سم لارې ته راشي او شیطاني لارې پریږدي

  4. هیوادوالو دا پنځوس میلیونه خو دومره ډیر نه دی اوهغه شاید د اجراییه رییس یو دوه جوړه دریشی ګانی پری اخیستی وی. ولی دومره سخته نیسی. د هغه استاد ربانی د اریانا افغان هوایی شرکت دری سوه میلیونی الوتکه په 35000 دالرو خرڅه کړه او هغه یی خپل جیب خرڅ کړ نو دا 50 – 55 میلیونه افغانی خو نصوار هم نه دی.

  5. پیاوړئ جنرال ، جلال زئ صيب ! ښکلئ کامنټ مو ليکلئ خو په څو ځلي تکرار مو بی خونده کړيدئ او د مطلب پای تر څوځلې تکرار وروسته راغلئ چې لوستونکئ ورته نه ځير کيږي ، زه فکر کوم ستاسې لاس ریږدي او موږک څو ځلې وهۍ ، په هر صورت دې ټکي ته پاملرنه ولرۍ تر څو ستاسې عالمانه ليکنې په زړه پورې اوسي ، خفه مه شۍ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *