استاد الفت

استاد ګل پاچا الفت په باب ډېر نظريات د هغو مورخينو، ليکوالانو، شاعرانو او اديبانو دی، چې له الفت صاحب سره يې يوځای وخت تېر کړی دی او يو تعداد د دوی د ويښو زلميانو د ګوند غړي و او يو د بل په خوی او عاداتو ښه خبر و.

پوهاند عبدالحی حبيبي (د الفت ياد) مقالو ټولګه (د کڅ ګل، ګل پاچا الفت) مقاله کې د استاد الفت په باب دقيقې او د کار خبرې کړي دي او وایې: (زموږ په ټولنه کې خو مفکر لږ پېژندل کېږي، اما د غږ او غوږ خاوند ژر، خو الفت د يوه مفکر په څېر چې پېشه يې ادب او شاعري وه، د وطن د فعالو منورانو په ډله کې هم هغه مقام درلود، لکه د اندېښمنو اديبانو او فکرمنو په ډله کې، الفت د خلکو په ژبه خبرې کولې، د خلکو په زړو ورننووت، د خلکو ملګری و، د خلکو په خوږ خوږمند و، د خلکو د زړه اواز يې اورېده او د دوی دردونه او کاهښتونه به يې پخپلو ليکنو کې په ډېره همدردۍ سره رابرسېره کاوه، په دې اوسنيو ليکوالو او شاعرانو کې که موږ يو د زړه او نري احساس او ښکلې عاطفې خاوند غواړو، نو هغه الفت دی، چې د دغې ډلې په سرکې به ولاړ وي.

الفت چې به څه ليکل او ما به ځينې اورېدل، نو هرو مرو به زه د هنري ښکلا په خوند کې ورسره برخه من وم او هغه څه به مې ددې په ليکنو کې ليدل، چې په نورو لیکنو کې نه وو.)

پوهاند صاحب د خپلې مقالې (د کڅ ګل (ګل پاچا الفت)، په پای کې وايي:

( نو که يې شاعر بولې، شاعر خو دی.

که يې ليکوال بولې، هم دی.

که يې واقع بين مبلغ بولې، منم يې.

خو زه دا هم پرې زياتوم، چې هنرمند ليکوال دی.

قلم يې ښکلا زېږوي.

ښايست را برسېره کوي.

له جمال سره په جميل جهان کې لاس تر غاړې کېږي.)

د مشر استاد پوهاند عبدالحی حبيبي نه وروسته د ارواښاد ګل پاچا الفت پر اثارو، علمي، ادب، ټولنيز شخصيت، ژوند او له مړينې وروسته، د هېواد پياوړي ليکوال، شاعر او ملي شخصيت، ارواښاد سيد شمس الدين مجروح، د استاد الفت (د زړه وينا) نومې مجموعې په پيل کې کښلي دي:

(ګرانه الفته! ستاسو ديوان مې وکوت، هغه مخکې چاپ شوي شعرونه خو مو د غوره اشعارو په نامه نشر شوي دي، دا پاتې شعرونه مو چې اوس راټول شوي، دا به په څه نامه شايع کېږي؟ دا ګوندې غوره اشعار نه دي؟ نه؛ تبعيض مه کوه! غاړه به دې بنده شي، زما په نظر ستا ټول شعرونه غوره دي، ستا ټول خيالونه ژور او فکرونه لوړ دي، ماته ستا ټولې خبرې ښې ښکاري.)

سر څېړونکی نصر الله ناصر (الفت د پوهانو له نظره) مقالې کې وايي:

مشهور لیکوال، شاعر او علمي شخصيت، استاد خليل الله خليلي، د استاد الفت د شاعرۍ او فطري استعداد په باره کې ليکي:

(پيام شاعر به دلهای مردم، با انديشه و تخيل مردم به ذوق و عواطف مردم، نه تنها به کسانيکه در قلمرو محدود بسر می برند و در يک روزګار زنده ګانی دارند، بلکه در هر جا که در دردمندی می تپد و در هر روزګار که مردم تشنه مردمی و مشتاق پرورش عواطف انسانی ميباشد.

الفت شاعر بزرګوار و دوست ديرين من از ګوينده ګانی است، که اين پيام را در کلمات عذب و جان بخش، به ما ارمغان کرده و به ګفته خودش، آنچه را دانشمندان ديګر در ژرفای چاه فلسفه تعمق مينمايند، وی در ماورای ابرهای خيال در سر پرده اسمان دل، در جهان جستجو کرده است و اکنون استعداد فطری و پيام خود را به عنوانهای چراغ زنده ګی، زيبايی و هنر، خاک وطن، صلح، دوستی، سپين غر، دهقانی، بهار و خزان، حال، عاقبت، اميد، دلهای زخمی، پرواز باز، طلوع خورشيد، ازادی و… در دسترس استفاده ګذاشته است.)

ژباړه: د شاعر پيغام بايد د خلکو په زړونو، فکر، عواطفو، خيالاتو او ذوق باندې تاثير وکړي، دا پيغام بايد به محدودو کسانو تاثير ونه کړي، بلکې ټول هغه خلک چې دردمند زړه، پاک احساسات او عواطف لري، پر هغوی بايد تاثير وکړي.

الفت لوی شاعر او زما له نږدې دوستانو ځينې دی، دده په شعرونو کې لوړ خصوصيات او ځانګړنې ليدل کېږي.

د خليل الله خليلي د فارسي وينا مفهوم مې وژباړه او ددې د وينا په تاييد، چې ارواښاد استاد ګل پاچا الفت د ملي مفکورې خاوند شاعر و او دده وينا ټولې دنيا ته د پيغام حيثيت لري.

استاد عبدالرووف بينوا د استاد الفت نزدې ملګری او د يوې مفکورې خاوندان و، دواړه د وښو زلميانو د اهدافو او مرامونو پلي کوونکي و، استاد الفت په نظم او نثر کې د ابتکار خاوند بولي او وايي:

(الفت صاحب د پښتو ژبې په نننيو ليکوالو او اديبانو کې ډېر لوړ مقام لري او د استادۍ منزلت ته رسېدلی دی، په نظم او نثر کې استادانه قلم لري او په فارسي کې هم ښه نثر او شعر ليکي، دده شعر ډېر سليس، روان، خوږ او په عين حال له ابتکاره ډک دی، ډېر نازک او نوی خيالات په زړو او ساده الفاظو کې ځايوي او ډېرو زړو او له نظره لوېدلو مضامينو ته نوی خوند و رنګ ورکوي، په نثر کې د پوره استعداد خاوند دی.

په تېره بيا د ده منثور شعرونه او د نثر خوږې ټوټې له هره حيثه زړه وړونکي دي، باالخاصه چې په دې ټوټو کې اجتماعي دردونه په ښو اغېزناکو الفاظو کې بیانوي.

په دې ترتيب د ښاغلي الفت په نظم او نثر کې د ابتکار، استدلال او انتقاد روح په خورا ساده عباراتو کې ځلېږي، چې: د ښاغلی الفت د استادۍ نښه باله شی.)

پياوړي ليکوال، شاعر، ديني عالم او استاد، سر محقق عبدالله خدمتګار، چې له استاد الفت سره همکار او د هغه نژدې ملګری و، د استاد الفت په اړه داسې وايي: (استاد الفت د خپل وخت په معيار ډېره لوړه، رنګينه، خوږه، پخه او په زړه پورې شاعري کړې ده، فکر، معنی او لفظ يې سره همغاړې کړي دي، د طبيعت، ټولنې او پېښو اوازو ته يې د شاعر د اواز رنګ او اهنګ بښلی دی، فکر يې په خيال او خيال يې په فکر کې نيولی دی.

معنی ته يې رنګ او رنګ ته يې معنا موندلې او په دې برخې کې د استادۍ حق لري. زموږ په نظر هغه مقام چې استاد خليل الله خليلي او ملک الشعرا بهار يي په معاصرې فارسي شاعرۍ کې لري، استاد الفت په پښتو شعر کې د هماغه لوړ مقام خاوند دی.)

د هېواد يو بل پېژندل شوی ليکوال، کره کتونکی، اديب او فولکلور پوه، کانديد اکاډمېسن محمد صديق روهي، د استاد الفت د اثارو ځانګړتيا داسې راښيي: (دا د الفت د اثارو مهم خصوصيت دی، چې له خپل چاپېريال څخه الهام اخلي او خپل الهامي فکرونه او خيالونه بېرته په نامانوسه ژبه د خپلو خلکو غوږو ته رسوي، د الفت د سبک ستر کمال دا دی، چې عوام هم دده له خبرو څخه خوند اخلي، خو پوهان دده په وينا کې ډېرې باريکۍ او نزاکتونه پيدا کولی شي.)

پوهاند سيد بهاو الدين مجروح خپل نظر داسې وړاندې کوي:

(الفت يو روشنفکره سړی دی، چې د ژوندانه په هيڅ خوا کې تعصب نه لري او له خودخواهۍ او بدبينۍ څخه يې ځان ژغورلی دی، انتقادونه يې د زړه سوي له مخې او د لارښوونې په غرض دي، هيڅکله د منفي اغراضو لپاره د انسان اخلاقي کرامت ته څه زيان نه رسوي او خپل مقام او حيثيت په نظر کې نه ټيټوي، تملق د فساد تومنه او متملق د جامعې بد غړي ګڼي، اثار يې د حقيقت له منبع څخه ابداع مومي او د حقيقت له مظهر څخه الهام اخلي.)

استاد الفت د خپل عمر زياته برخه ملي، ادبي او ټولنيزو خدمتونو ته ځانګړې کړې وه او د ژوند تر وروستيو شېبو يې قلم له لاسه ونه غورځاوه.)

دده د علمي، ادبي او ټولنيز شخصيت په باب د لا ډېرو څېړنو اړتيا ليدل کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *