تاند- د پاکستان پوځ ادعا کوي چې هوايي او مځکنیو ځواکونو یې د افغانستان پولې ته نژدې د قبایلو په نارامه سیمه کې د عملیاتو په ترڅ کې ۳۹ وسله وال طالبان وژلي دي.
د پاکستان د پوځ په وینا دا عملیات تېر ماخوستن د شمالي وزیرستان په دته خېل سیمه کې وشول.
د پاکستان پوځ په یوه خبره پاڼه کې ویلي چې د دې عملیاتو په لړ کې پوځ یو تر مځکې لاندې تونلي سیستم، او تر مځکې لاندې د وسلو زېرمه له منځه وړې ده.
د پاکستان پوځ ادعا کوي چې په وژل شویو طالبانو کې د هغوی څو تنه مهم قومندانان هم شامل دي خو د هغوی نومونه یې نه دي څرګند کړي.
په خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي چې پوځ تېره شپه د اورکزي او خیبر ایجنسیو ترمنځ په پوله کې د طالبانو پر یوه غونډه برید وکړ چې په ترڅ کې یې ۱۶ تنه طالبان ووژل شول او ۲۰ نور ژوبل شول.
د پاکستان د پوځ ادعاوې څوک نه شي ثابتولی ځکه چې سیمې ته خبریالان نه پرېږدي.
پاکستان وایي چې د پېښور د پوځي ښوونځي له حملې وروسته یې خپله پالیسي بدله کړې او د طالبانو ترمنځ نور توپیر نه کوي. خو تراوسه پوري داسي کوم راپور نه دی ترلاسه شوی چې پاکستاني پوځیانو دې په خپله خاوره کې د افغان طالبانو پرضد اقدام کړی وي.