خالد حبیب عمر

د جدي د شپږمې لنډه او بي تفصیله پایله به ممکن دا وي چې یو اړخ ته یې د روسانو د نړۍ نیونې اوږده نقشه بیرته د پیل په لور ورټوله کړه او معناً یې د هر روسې شان او پرستیژ دومره را کم کړ چي که فرضاً هر روسی پوتین شي او دا هر پوتین د اوسني پوتین نه په کراتو پیاوړی او مدبر رهبر جوړ شي نو بیا یې هم د نړیوالو په وړاندې حیثیت د هغه ماته خوړلي او پښیمانه عسکر نه زیات ندۍ چي له افغانستانه د وتلو پرمهال یې له یوه په خاورو او دوړو پټ مجاهد نه په ماتو، لړزانده او ژړه غونو الفاظو د ترحم غوښتنه کوله، او د کمر د پاسه د ولاړ مجاهد په لاس کې نیولي تیږه یي د مسکو د بیا لیدلو د یوازني ارمان په وړاندي حایل لیده.

اما برعکس بل اړخ ته یې میړني د عقیدي پر بنیاد د مرګ او ژوند نه بي پروا هغه افغان مجاهد وو چي که څه هم خپله کورنۍ، ملګری، د وجود غړي او هرڅه یې له لاسه ورکړې وو اما بیا هم په یو نیم ژوانده وجود د روسانو د پورته حالت یوازنی عامل او جوړونکی وو.

په دی منځ کې یوه ډله داسې هم وه چې نه یې د مجاهد په څير افتخار لاره او نه یې د ماته خوړلې روسی په څير د پنا لپاره کوم مسکو، هغه نه هغه میړنی افغان وو او نه له هغه نه تښتیدونکې هغه روسې چې په هر ګام اخیستلو به یې مارکس او لنین ته یوـ یو شرید کنځلي کولي، بس دا د روسانو د ټانک له کابین نه را پریوتی هغه تش په نوم افغان او بی شعوره کمونیست وو چي اوس یوازې د مجاهد قضاوت ته پاتي وو، اما دا چي د مجاهد په لاس یې برخلیک څنګه وټاکل شو یو بیل بحث دی او د اوس لپاره ترې تیریږو.

خو څه چي اوس یې ویل اړین دې دا ده چي که څه هم روسانو نوې ساه اخیستي اما بیا یې هم هماغه حالت نه یوازې دا چي په تاریخ کې د مشاهدې وړ دی په حال کي هم کاملاً مشهود دی او اړتیا نشته چي د لیدلو لپاره یي باید د کوم برژنیف ټنډه وکتل شي بلکه د اوسني پوتین څیره یي هم بشپړه قیصه کولای شي، اما برعکس هماغه له جګړي راوتلی بریالی اما ټپي ـ ټپي مجاهد اوس هم نه دی رغیدلی بلکه بد بختانه ټپونه یې ناسور شوي او اوس د خپلو پخوانیو سوبو د یاد پر ځای د خپلي نامعلومي راتلونکي ویر ژاړي او حالت یې و��قعاً د ژورې اندیښنې وړ دی.

خو دریمه ډله چې د ژوند امتداد یې د مجاهد د بي مورده ترحم محصول ګڼل کیدای شي، داسې شول چي د وجدان له غاړي یې د غلامۍ هغه حلقه چې مهار یې د شرقي بلاک په مشرۍ د مسکو په لاس کې وو وایستله او پر ځای یې د دوی په اند د لویدیځ بلاک د مقتدر او جهان ګشاه ځواک غیږې ته پنا یوړه.

او اوس هماغه دریمه طبقه کسان یو ځل بیا ځانونه د دي خاوري واکمنان ګڼي او هغوی ته جالبه او موږ ته دردونکی دا چې همدوی اوس زموږ د زخمي ـ زخمي بدن د مداوا واکوال دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *