د ٢٠١٤ميلادي کال لپاره په ملي او نړيواله کچه داسې منفي تبليغات ترسره شول چې دغه کال يې په يو ويرونکي کال باندې بدل کړ،په عامه ذهنيت کې د ډيرو هيلو دروازې بندې او په ناهيليو بدلې شوې د هېواد په هرګوټ کې هرچا داسي فکر کولو چې په همدې کال کې به افغانان يوځل بيا د تيرو لسيزو په شان جګړو او ناخوالو سره مخامخ شي، داچې د ٢٠١٤ميلادي کال په تړاو ولې داسې تبليغات وشول، چا سازماندهي کړل او دکومو موخو لپاره ترسره شول ؟ دلته يې يادونه نه کوو، اوس چې دغه کال پاى ته رسيدلى دى ولې افغانستان هماغه افغانستان دى ، افغان ملت هغه ملت تاريخي ملت دى او په دې خاوره کې د وروستۍ لسيزې د پيل شوې پرمختګ بهيردوام لري.
که ياد کال په هراړخيزه توګه ترڅيړنې او ارزونې لاندې ونيول شي، واقعيت دا دى چې په سياسي او امنيتي لحاظ دغه کال دافغانستان دخلکو لپاره دبريا ډک کال و،ستونزې او ننګونې به موجودې وې ولې په لويه کچه او دپخوانيو لسيزو سره په پرتله په دې کال کې داسې پرمختګونه رامنځته شول چې په تير کې يې بېلګه نه ليدل کيږي، ددې لپاره چې دغه کال د خلکو په اندونو کې څنګه و؟ ، دخوست ولايت له خلکو او مسوولينو سره به دغه پوښتنه شريکه کړو.
خوست د افغانستان يو داسې سرحدي ولايت دى چې د موقعيت او اهميت له مخې د دولت لپاره خورا زيات ارزښت لري ، له داسې سيمو سره ګډه پوله لري چې د ټولې نړۍ لپاره دخطر او تهديد څخه ډکې سيمې بلل کيږي،که د ياد ولايت عمومي حالت،امنيتي وضعيت او اقتصادي وده له نورو ولايتونو سره يواځې په ٢٠١٤ميلادي کال کې پرتله شي ، په څرګنده معلوميږي چې په دغه ولايت کې امنيتي حالت ډاډمن ،له دولت سره دخلکو همکاري زياته او اقتصادي وده چټکه ده.
دخوست ولايت د ولايتي شورا پخوانۍ رئيس سيد کريم خاکسار ٢٠١٤ميلادي کال دخوست په کچه د پرمختګ ،بيارغونې او ډاډمن امنيت کال ګڼي ،نوموړى وايي سره له دې چې له دې ولايت څخه ټول نړيوال ځواکونه ولاړل او نړيوالې مرستې کمې شوې ،ولې دلته د محلي حکومت د پرلپسې تلاشونو ،اغيزمنو کړنو په پايله کې په هره برخه کې ښه کار وشو او هيڅ تشه رامنځته نه شوه ، سيد کريم خاکسار وايي که د هرولايت ولايتي اداره او امنيتي ارګانونه په پوره ايماندارۍ ،صداقت او مسووليت سره خلکو ته کار وکړي هيڅ وخت به د يو ولايت وضعيت خراب نه شي. نوموړى پر يوشمير مرکزي وزارتونو په دې خاطر سخته نيوکه وکړه چې په خپل وخت يې د ولايتونو ستونزو ته اساسي رسيدګي ونه کړه يواځې خپل وخت يې پر نمايشي سفرونو او کړنو باندې تير کړ)).
خوست ولايت ١٢ولسوالۍ او درې غيرې رسمي اداري واحدونه لري چې دا مهال په کې څه کم يو نيم ميليون وګړي ژوند کوي ،د ولسواليو او مرکز ترمنځ يې اړيکې ټينګې دي او ورځ تربلې په دغه ولايت کې د خلکو او امنيتي ارګانونو ترمنځ اړيکې ټينګښت مومي په دې تړاو دځاځي ميدان ولسوالۍ يو مخور مشر نوفيا خيل داسې وايي په خوست ولايت کې د ټولو ملکي او امنيتي ارګانونو ترمنځ ټينګې هماهنګي رامنځته شوې ده ، ټولې ادارې په خپل وخت د ولسواليو دخلکو له ستونزو او حالت څخه ځان خبر ساتي او ورته رسيدګي کوي ، همدا لامل دى چې امنيتي حالت هم ډاډمن شوى او دخلکو همکاري له دولت سره پراخه شوې ده،نوموړى ٢٠١٤ميلادي کال په اړه داسې وايي،خلکو سره داسې اندېښنه وه چې په دې کال کې به سترې ګډوډۍ رامنځته شي او په افغانستان کې به يوځل بيا کورنۍ جګړې پيل شي ،ولې له نيکمرغه دا اندېښنې بې ځايه وي ،نوفياخيل زياتوي چې افغانان اوس دګډې ارادې په اساس دخپل نظام ترچترلاندې کار کوي او هيڅ چاته ددې اجازه نه ورکوي چې په دې خاوره کې دشوي پرمختګ په تړاو منفي تبليغات سرته ورسوي )).
ولس هغه وخت له دولت سره زياته همکاري کوي چې دولت يې ستونزو ته رسيدګي وکړي او دولس پرخوښه پرمختيايي کارونه سرته ورسوي په خوست ولايت کې دهمدې تګ لارې په اساس کارکيږي ،ولايتي اداره دخوست دخلکو دغوښتنو او مشورو په رڼا کې کار کوي نو ځکه ددغه ولايت هراړخيزه حالت دنورو ولايتونو په پرتله ښه دى.
دخوست ولايت د ګربز ولسوالۍ يوتن ځوان خليل جان ګربزال ٢٠١٤ميلادي کال د خوست د رغونې کال ګڼي نوموړى وايي چې په همدې کال کې يواځې په ګربز ولسوالۍ کې د بيارغونې ښې پروژې پلې شوې چې ښه بېلګه يې د خوست ښار څخه تر غلام خان بندر پورې غځيدلى سرک ، دغلام بندر د تاسيساتو پروژې او په ولسوالۍ کې د ٤٠په شميره هغه پروژې يادولى شو چې دسيکا په مالي تمويل او دحکومت د لارښوونې سره سم پلې شوې چې هم په کې د سيمې ګڼ شمير خلکو ته دکار زمينه مساعده شوه او هم يې دټولو هغه منفي تبليغات مخه ډب کړه چې د ٢٠١٤ميلادي کال په تړاو يې عامه ذهنيت منفي کړى و.))
د دولتي ادارو هغه مسوولين هميشه په خپل ماموريت کې بريالي وي چې خپلې دندې په بشپړ مسووليت او ايماندارۍ سره سرته ورسوي تل دخلکو له غوښتنو ځان خبر کړي او د عام ولس منځ ته ځان ورسوي ،بل لوري ته ولس هغه وخت پر دولت باندې زيات اعتماد کوي چې دولتي مسوولين هم پر ولس اعتماد وکړي،د خوست ولايتي ادارې رهبري په همدې کال کې دنورو کالونو په شان ولسواليو ته کاري سفرونه وکړل په هر ځاى کې يې دخلکو منځ ته ځان ورسولو ،دخلکو غوښتنې يې ترمرکز او ټولو نړيوالو موسساتو پورې ورسولې همدا لامل دى چې ٢٠١٤کال په دغه ولايت کې دخلکو لپاره دپرمختګ څخه ډک کال و،دخوست ولايت يوتن قومي مخور مشر مديرشريف الله دخوست ولايتي اداري رهبري په دې ستايي چې تل خطر مني خو د ولس منځ ته ځان رسوي ،دمهال ويش سره سم ولسواليو ته کاري سفرونه کوي او دخلکو غږ اوري ، نوموړى وايي په خوست ولايت کې دشوي پرمختګ او ډاډمن امنيت حالت مهم راز په دې کې دى چې دلته د محلي حکومت رهبري له يوې خوا دحکومت په ټولو چارو کې له ولس سره پرلپسې مشوره کوي او بلې خوا ته دټينګې همغږۍ په اساس ددغه ولايت له ولسواليو او لرې پرتو سيمو څخه ليدنې کوي.
دغه قومي مشر ٢٠١٤کال د نورو کالونو په شان يو کال ګڼي ،نوموړى وايي په خوست کې دغه کال په خير تير شو د پرمختګ ډير داسې کارونه وشول چې په تيرو کالونو کې يې بېلګې نه ليدل کيږي ، نوموړى له نړيوالې ټولنې غواړي چې د ولايتونو سره دپرمختيايي پروژو په پلي کيدو کې اساسي مرستې وکړې.))
په ٢٠١٤ ميلادي کال کې په ټول افغانستان کې د ولسمشرۍ او ولايتي شورا ګانو ټاکنې وشوې ، دخوست خلکو هم د ټاکنو په دواړو پړاوونو کې پراخ ګډون وکړ او خپل دخوښې کانديد ته يې رايه ورکړه ،که په ټاکنو کې دخلکو ګډون ته ژوره کتنه وشي نو ٢٠١٤ميلادي کال په سياسي لحاظ دخوست دخلکو لپاره د سترې بريا کال و ځکه چې هيڅ تهديد ته تسليم نه شول بلکې تر يوه بيراغ لاندې يې خپله رايه استعمال کړه، دخوست ولايت دمدني ټولنې يو فعال سپين ګل نورزى په دې اړه داسې وايي ، په ٢٠١٤ميلادي کال کې افغانانو ټولې نړۍ ته دا په ډاګه کړه چې افغانان يو ولسواک ملت دى ،درايې او اساسي حق څخه په ګټې اخيستنې سره خپل برخليک ټاکي ، نوموړى وايي چې خوستوالو هم د ولسواک ولس په توګه په ټاکنو کې پراخ ګډون وکړ او دخپل حق څخه يې اساسي ګټه پورته کړه ،نورزى له نوي ولسمشر او حکومت غواړي چې اوس دخوست ولايت هغه ستونزو ته اساسي رسيدګي وکړي چې ددغه ولايت له ولس سره شوې دي.
دمدني ټولنې دغه فعال وايي چې په همدې کال کې دخوست ولايتي ادارې د رهبري له لورې دخوست ولايت دخلکوټولې اساسي غوښتنې د هېواد له نوي ولسمشر سره دويډويي کنفرانس له لارې شريکې شولې چې دا په دې کال بله هغه ستره لاسته راوړنه ده چې ددغه ولايت خلک يې لري .))
څيړنو او ارزونو دا ثابته کړې چې هغه وخت په واقعي توګه د ننګونو ،منفي تبليغاتو او سوړ جنګ مخه نيول کيږي چې دولتي ادارې په اغيزمنه توګه ولس ته کار وکړي او مسوولين خپلې ورسپارل شوې دندې د قانون په رڼا کې سرته ورسوي او هميشه هغه کارونو ته لومړيتوب ورکړي چې ولس يې غوښتنه کوي ،خوست ولايتي ادارې هر کال د پلان مطابق ولس ته کار کړى دى همدا لامل دى چې زياتې لاسته راوړنې لري او دخوست د ولسونو باور او ملاتړ يې راخپل کړى دى.
دخوست ولايت سرپرست والي عبدالجبارنعيمي په ٢٠١٤ميلادي کال کې په خوست کې شوي پرمختګونه ،ډاډمن امنيت او له دولت سره د ولس همکاري د پام وړ ګڼي ، نوموړى وايي چې د ولايتي ادارې د پرلپسې تلاشونو او اغيزمنو کړنو په اساس په دغه ولايت کې د ٢٠١٤ ميلادي کال په جريان کې د امنيت، حکومتدارۍ ،معارف،صحت،کرنې کليو پراختيا،زيربنا ،ټولنيز خونديتوب اود اقتصادي حاکميت په سکتورونو کې ولس ته خدمت کړى دى نوموړى وايي چې په همدې کال په خوست کې د يوشمير داسې مهمو پروژو کارونه پيل شول چې ولسونو يې په پرلپسې توګه غوښتنه کوله ،نوموړى د بېلګې په توګه د خوست-ګرديز پاتې سرک ،غلام خان سرک،لويو پلونو ،کريکټ ملي لوبغالي ،ملي پارک، اداري ودانيو جوړيدل هغه پروژې يادې کړې چې په ٢٠١٤ميلادي کال کې يې چارې پيل شوې او زياتې هغه پروژې هم تکميل شوې چې دخوست لپاره بنيادي ارزښت لري.
سرپرست والي داهم وايي چې ٢٠١٤کال دخوست لپاره دپرمختګ،رغونې،پوهنيز پرمختګ او ډاډمن امنيت کال و چې د ګډې مبارزې په اساس په دغه کال کې په هره برخه کې خورا زيات مثبت پرمختګونه او بدلونونه رامنځته شول.
نوموړى ددې يادونه هم وکړه چې ددغه ولايت دخلکو ټولې اساسي غوښتنې يې په همدې کال دهېواد له نوي ولسمشر او مرکزي ادارو سره شريکې کړې ،تمه ده چې دپلان مطابق به ورباندې کار پيل شي.
بل لوري ته ددغه ولايت والي د شمالي وزيرستان څخه خوست ولايت ته د ٣٥زره کډوالو کورنيو راتګ بله هغه مهمه موضوع ګڼي چې دخوست ادارې يې تر دې مهاله په ښه توګه مديريت کړى او دمرکز او نړيوالو مرستندويه ټولنو مرستې او همکارۍ يې دغه ولايت ته راجلب کړې دې.))
بلې خوا ته په دغه ولايت کې عام خلک دملکي او امنيتي ادارو د پرلپسې تلاشونو ستاينه او ملاتړ کوي ، وايي چې په خوست کې اوسنى ډاډمن امنيتي حالت،شوى پرمختګ ،دبيارغونې بهير او شته حاکميت دفعالې ادارې او ښه مديريت پايله ده ، عام خلک په مرکزي وزارتونو باندې په دې خاطر نيوکه کوي چې دخوست ولايت اساسي غوښتنو ته اساسي توجه نه کوي دوى وايي چې ددغه ولايت ټولې غوښتنې او وړانديزونه دولايتي ادارې له لوري له ټولو مرکزي ادارو سره شريک شوي خو ځينې وزارتونه ددغه ولايت پر پروژو سوداګري کوي او ددغه ولايت د پروژو قراردادونه مافيايي کړيو ته ورکوي چې دغه کار دخوست بيارغونې او ولسي غوښتنو ته سخت زيان رسولى دى.
دخوست دخلکو ټولو نظرياتو ته په کتو سره داسې معلوميږي چې ددغه ولايت خلک ٢٠١٤ميلادي کال د برياوو او لاسته راوړنو ډک ګڼي خو لاهم له مرکزي وزارتونو او مرستندويه ټولنو څخه دغه ولايت ته د عدم توجه له امله سختې ګيلې او نيوکې لري.
واکمن