تاند- د افغانستان حکومت له دې هیواده اوکراین ته د امریکايي پوځیانو د وسلو او جنګي وسایطو له وړلو سره مخالفت کړی دی.
تاس خبري اژانس وايي چې د افغانستان د ولسمشرۍ د دفتر یوه چارواکي ورته وویل چې افغان ولسمشر د امریکا له دې پرېکړې سره مخالفت کړی چې له افغانستانه د وتونکو پوځیانو وسلې دې د افغانستان د حکومت پر ځای اوکراین ته ورکړای شي.
د تاس خبري اژانس د راپور پر اساس د افغانستان ولسمشر غواړي چې په دې موضوع له ولسمشر بارک اوباما سره خبرې وکړي.
اژانس وايي، د افغانستان د ولسمشرۍ د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې امریکايي متخصصان حاضردمه تیاري نیسي چې د امریکا د پوځ ماین ضد وسایط (Mine-Resistant Ambush Protected) اوکراین ته ولېږدوي.
د اشرف غني د حکومت یوه استازي وویل، د ناټو قومندانان په دې موضوع له کابل سره خبرې نه کوي، وايي چې د دې پرېکړې واک د سپينې ماڼۍ په لاس کې دی.
ده وویل چې ولسمشر غني به په جنورۍ میاشت کې واشنګټن ته د سفر په لړ کې دا موضوع مطرح کړي. «ولسمشر غني به له ولسمشر اوباما په کلکه وغواړي چې دا وسلې او وسایط اوکراین نه ونه لېږي. دا مسله له امریکا سره د افغانستان د ستراتیژیک شراکت له دوام سره مستقیماً تړلې ده.»
د ارګ دغه چارواکي ویلي چې امریکا مخکې موافقه کړې وه چې په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو له لوري استعمال شوې وسلې او وسایل به افغانستان ته ورکوي.
مخالفت خو د افغانستان ټول ولس کړیدی او کوی یی ، لیکن مهمه خبره داده چی باید ممانعت تر سره شوی وای
هوکی ګرانه ولسمشره که مونږ پریږدو چی دا وسلی اوکراین ته ولیږدوی ، نور څوک یی ممانعت نه کوی . خو دا زمونږ حق دی او مونږ باید خپل حق له نړیوالو نه وغواړو. ځکه چی مونږ د تروریزم او د پخوانی شوروی د یرغل قربانیان یو. دومره مالی خسارات او انسانی تلفات چی د افغانستان خلکو د نړیوالو لپاره ورکړی دی ، بل هیڅ هیواد نه دی ورکړی . نو دا زمونږ حق دی او باید چی په کلکه له خپلو ملګرو د هغو وسایطو غوښتنه وکړو کوم چی نړیوالو دلته زمونږ هیواد ته راوړی دی.