په لغمان کې دانش فرهنګي مرکز له څه مودې راهيسې هره اونۍ د عملي او ادبي غونډو کوربه وي چې د هېواد له بېلا بېلو ولايتونو او سيمو څخه پکې ليکوال، ادبيان ، محققين او فرهنګيان ګډون کوي.

ددغو اونيزو غونډو په لړ کې دا ځل دانش فرهنګي مرکز د هېواد پياوړي محقق او ليکول استاد حبيب الله رفيع ته بلنه ورکړې وه چې حاضرينو ته پر ملي مسايلو باندې يو لکچر ورکړي.

ددې اونۍ په غونډه کې د ننګرهار، کونړ، لغمان او کابل لسګونه ليکولانو او ادبيانو ګډون کړی و چې د جمعې ورځې د سهار پر لسو بجو د قران کريم د څو مبارکونو ايتو په تلاوت پيل شوه.

وروسته د کوزې پښتونخوا د پښتو ژبې د نامتو شاعر ارواښاد اکرام الله ګران روح ته دوعا وشوه.

وروسته د هېواد پياوړي ليکوال او شنونکي استاد حبيب الله رفيع پر ملي مسايلو، ملت، مليت او له دغو کليمو په استعماري ګټه اخيستنه باندې خبرې وکړې.

1 1استاد رفيع وويل: (( له څه باندې دريو لسيزو جګړو او تاوتريخوالي سره سره لا هم له نيکه مرغه د افغانستان ملت يو واحد ملت پاتې شوی دی او هغه نفاق چې مغرض اشخاص يې د پردو د اهدافو لپاره خپروي تر اوسه پورې زموږ د ملت متن ته رسېدلی نه دی.))

هغه وويل د افغانستان ملت له زرګونه کلونو راهيسې يو واحد ملت پاتې شوی دی او د ماتو او بريو په ټولو پړواوو کې د دې ملت د هر قوم خلک د بل په څنګ کې درېدلي دي او د هېواد دفاع يې کړې ده.

ښاغلي رفيع وويل په دې وروستيو کې يو شمېر اشخاص د پرديو په اشارو وايي چې په افغانستان کې ملت نشته نو بايد لومړی ملت رامنځته شي او بيا پر ملي ګټو بحث وشي، خو ده وويل د دغو مغرضانو د خبرې پر خلاف په افغانستان کې هم ملت شته او هم ملي ګټې شته خو بايد دولت ددې لپاره سياسي اراده ولري چې هم ملت واحد او يو موټی وساتي او هم ملي ګټې خوندي کړي.

هغه په نويو تذکرو کې د ((ملت مساوي افغان)) په ليکو باندې ټينګار وکړ او دا يې هم وويل چې په تذکرو کې د مليت ټکی چې په قوم باندې تعبير شوی دی، د شورويانو د بېلتون راوستلو د تګلارې يوه برخه وه چې د کمونيستانو رژيم عملي کوله.

د استاد رفيع تر ليکچر وروسته حاضرينو پخپل وار سره د ملي ګټو، ملت او له دې سره اړوندو نورو موضوعاتو په اړه پوښتنې وکړې چې استاد رفيع ورته هر اړخيز او قانع کوونکي ځوابونه وويل.

غونډه د پښتو ژبې بل نامتو ليکوال او څېړونکي استاد محمد اصف صميم وارزوله. استاد صميم له اسدالله دانش څخه مننه وکړه چې دغه ډول مهم مرکز يې جوړ کړی دی او اوس هره اونۍ د لسګونه ادبيانو، ليکوالانو او شاعرانو کوربه وي او پر بېلا بېلو موضوعاتو پکې بحث کېږي.

دغه راز استاد صميم د دانش فرهنګي مرکز بډايه کتابتون ته په اشاره سره سپارښتنه وکړه چې د لغمان او نژدې سيمو خلک بايد له دغه کتابتون څخه ګټه واخلي.

غونډه د دوعايې په لوستلو سره پای ته ورسېده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *