د پوهنتون يو چيپټر مې يادېږي، چې د نړۍ نفوس پکې څلور نيم ميليارده ښودل شوی و او موږ ترې هغه وخت د يوې باوري منبع په توګه استفاده کوله، چې د نړۍ نفوس څه باندې شپږ ميليارده ښودل کېده.
هغه وخت شک را سره پيدا شو، چې د پوهنتون په چيپټرونو کې ډېرې نيمګړتياوې دي، نو هر وخت به مې چې چيپټر لوست د شک په نظر مې ورته کتل. اوس چې زه په پوهنتون کې کوم چيپټرونه محصلينو ته ورکوم، نيمګړي راته ښکاري.
د نورو استادانو په ډېرو چيپټرونو او درسي موادو هم شک کوم. د دې شک د لرې کېدو او د پوهنتونونو لپاره د باوري موادو د برابرېدو لپاره ډېر کار ته اړتيا ده.
د پوهنتونونو يو شمېر استادان کولای شي، چې له نورو ژبو باوري او معياري کتابونه پښتو کړي. همدارنګه يو شمېر نور يې کولای شي، چې په خپلو اړوند څانګو کې ګټور کتابونه وليکي.
هغه چيپټرونه چې اوس په پوهنتونونو کې محصلين ترې استفاده کوي. له څو اړخونو نيمګړي دي. لومړی خو ټول چيپټرونه باوري نه دي ځکه د اکثرو يې ماخذونه نه وي، خپل تدريس کوونکي استاد ته هم دا معلومه نه وي، چې ايا دا مواد له کومې باوري سرچينې را اخيستل شوي دي او که څنګه؟! ځکه چې دا چيپټرونه له څو لاسونو تېر شوي دي.
دويم دا چې اکثريت يې زاړه دي، مواد يې ډېر پخواني دي او هغه مواد چې په نوره نړۍ کې ترې استفاده کېږي، دلته خورا کم د نورې نړۍ په څېر دي.
درېيم دا چې زموږ چيپټرونه تر ډېره د پخوانيو استادانو له لوري ليکل شوي دي، چې له انټرنيټ او نويو کتابونو لرې پاتې شوي دي، نو طبعاً مواد به يې هم زاړه وي.
دا خو يې د موادو د زړښت مساله شوه. د موادو په ترتيب کې هم ډېرې ستونزې موجودې دي، د يو چيپټر مواد به هم په سم ډول منظم شوي نه وي، يعنې په عنوانونو او مطالبو کې اوليتونه په نظر کې نه نيول کېږي.
درېيمه مساله يې د املا او انشا ده. زموږ اکثريت استادان سمه املا او انشا نه لري، چې دا هم محصلينو ته ستونزې پېښوي.
زموږ اکثريت چيپټرونه شکلونه او تصويرونه نه لري، چې دا هم محصلينو ته ستونزه وي. هر عنوان بايد اړوند تصوير لرلای.
مثلاً په زراعت کې ځينې داسې ونې او نباتات معرفي کېږي، چې په افغانستان کې نشته نو محصلين مجبور دي، چې هغه ونې او نباتات له شکلونو وپېژني.
د دې تر څنګ اکثريت چيپټرونه يو له بل سره په ټکر کې راځي، د بېلګې په توګه په کابل کې يو ډول چيپټر تدريسېږي، په پکتيا پوهنتون کې بل ډول او په خوست و کندهار کې بل ډول وي.
د دې تر څنګ زموږ استادان ډېر وخت په دې تېروي، چې چيپټر ترتيب کړي، هغه مواد چې له پخوا موجود وي، نو يو څه ګوتې به خامخا پکې وهي، چې دا يې وخت نيسي.
نورې ګڼې ستونزې او نيمګړتياوې زموږ چيپټرونه لري، چې بايد له سره غور پرې وشي.
د دې پر ځای چې موږ د پخواني مېتود په پله روان پاتې شو، يو څه تغيراتو ته ضرورت دی. زما نظر خو دا دی، چې د لوړو زده کړو وزارت بايد په هر پوهنتون کې د تاليف او ترجمې يو يو مرکز جوړ کړي، چې د معياري کتابونو د ليکنې او چاپ پيل وشي.
دويم دا چې د لوړو زده وزارت بايد د پوهنتونونو لپاره په يو ځانګړي نصاب کار وکړي، هغه کتابونه چې په نوره نړۍ کې تدريسېږي، بايد په افغانستان کې هم تدريس شي.
يوازې اجتماعي علوم دې ته ضرورت لري، چې تنها د افغانستان د قوانينو، اسلامي شريعت او کلتور مطابق دې وليکل شي نور خو د طبيعي علومو، رياضياتو، فلسفې، ادبياتو او نورو علومو لپاره چې په نړيواله کچه کوم معيارونه په نظر کې نيول کېږي، په افغانستان کې هم بايد له هغو معيارونو څخه استفاده وشي.