د شنبې په ورځ ( د جدي ۶ ) د ننګرهار په غازي امان الله خان کرکټ لوبغالي کې د ننګرهار كرکټ اكيډيمۍ الف ټيم او كابل كمباينډ اليون ترمنځ د پيل شويو درې يو ورځنيو دوستانه سياليو لومړۍ لوبه د ننګرهار کرکټ اکاډمۍ په ګټه تمامه شوه .
د ننګرهار کرکټ اکاډمۍ کرکټ لوبډلې مشر کريم خان صادق د پچې ( ټاس ) په ګټلو سره لومړی توپوهنه وکړه چې په ټاکلو ۴۰ اورونو کې يې مقابلې لوبډلې ته د ۲۴۰ منډو هدف ورکړ .
د ننګرهار کرکټ اکاډمۍ له لوري نجيب الله ترکي ۶۷ ، کریم خان صادق ۴۴ ، شبير نوري ۳۰ او نصیب الله دولتزی شل منډې جوړې کړې .
د کابل کمباينډ اليون له لوري روښان بارکزي ۳ او امان الله دوه لوبغاړي وسوځول .
د کابل کمباينډ اليون د خپلو تکړه توپوهونکو پر مټ بيا هم ونه شول کړای چې هدف ترلاسه کړي او د ۱۵ منډو په توپير يې دغه لوبه له لاسه ورکړه .
چې درويش ۵۵ ، عمران جنت ۶۷ او ميرویس اشرف شل منډې جوړې کړې .
طارق ستانکزي ۳ ، افتاب عالم او فريد ملک دوه ، دوه او کریم خان صادق يو مخالف لوبغاړی وسوځاوه .
د ننګرهار کرکټ اکاډمۍ د لوبډلمشر کريم خان صادق په وينا چې دغه سيالۍ د دواړه زونونو ترمنځ په دې موخه په لاره اچول شوي ، څو د مشرانو لوبغاړو په حضور کې ځوان لوبغاړي هم لوبه وکړي او ښې تجربې ترلاسه کړي .
د نوموړي په وينا چې دواړه لوبډلې به دوه نورې يو ورځنۍ سيالۍ هم ترسره کوي چې د ېیکشنبې او دوشنبې په ورځو کې به ترسره شي .
د ده په ټکو چې تر دې سريز وروسته به د شل اوريزو لوبو يو سريز هم پيل شي چې د ننګرهار کرکټ اکاډمۍ دوه لوبډلې به په کې ګډون ولري او د درې لوبډلو سريز به وي .
د يادونې ده چې په ننګرهار کرکټ اکاډمۍ کې د کريم خان صادق ، نجیب الله ترکي ، شبير نوري ، افتاب عالم ، فريد ملک ، طارق ستانکزي ، پرويز ملک او نور لوبغاړي لوبه کوي او په کابل کمباينډ اليون کې بیا ميرویس اشرف لوبډلمشر دی چې حشمت الله شهيدي ، نجیب الله ځدران ، عزت الله دولتزی ، افسر خان ځاځی ، محب الله اوريا خيل او نور الحق په څېر مشهور لوبغاړي شامل دي .
بختيار ساحل
د سپينغر کرکټ زون د رسنيو مسول