د کندهار د لندې میوې سوداګرو د شنبې په ورځ په یوه غونډه کې د نوي جوړ شوي مارکيټ پر جوړېدو خوښي ښکاره کړه او په عین حال کې يې غوښتنه وکړه چې په دغه مارکیټ کې دي د لندې میوې دساتلو لپاره سړې خوني هم جوړي شي .
دلندې میوې دغه سوداګر چې شمیر يې شاوخوا شپېتو تنو رسبدي په کندهار پریس کلب کې يې دیوې غونډې پرمهال وویل چې په پخواني مارکيټ کې د زياتو ستونزو سره مخ وه چې زیاتره مهال به په ښار کې دسختو امنیتي تدابیروپرمهال د میوې مارکیټ وتړل شو چې په نتیجه کې به يې د دوي تازه مېوه خرابه او میلونونه افغانۍ تاوانونه به ورسیدل
د کندهار د لندې مېوې د سوداګرو د کمېټې مشر حاجي احمد شاه وویل چې په دې وروستيو کې دوی ته د لوی کندهار په سطحه يو مجهز مارکيټ جوړ شوی دي او اوس د سوداګرو ستونزې تر ډيره ځايه حل شوي خو د مېوو د ساتلو دپاره يخي خوني غواړي.
د حاجي احمد شاه په وینا چې د سړو خونو د نه شتون له امله يې هر وخت په زياته کچه مېوې له خوراکه او بهر ته له صادريدو پاتيږي چې له امله يې دوی ته مالي زيانونه رسيږي
سوداګرو دغه راز د هغه کمشن کارانو کړنې هم وغندلي چې د لندي او تازه مېوي د سوداګرو په نوم د زاړه مارکيټ پر شتون ټينګار کوي.
د دغو سوداګرو په وينا دغه کسان د خپل مخالفت په لړ کې کابل ته هم تللي او هلته يې له اجرايوي رييس ډاکټر عبدالله
عبدالله سره ليدلي خو دوى وايي چې دغه کسان د ټولو سوداګرو استازيتوب نه شي کولاى.
دوي له دولته وغوښتل چې ملي سوداګر دي پانګي اچوني ته تشويق کړي او له مايوسه کيدو دې ډډه وسي.
په عین حال کې د مهمند په نوم د تازه او لندي مېوې د سوداګريز مارکيټ مشر حاجي محمدصديق مهمند وايې چې د نوي جوړ شوي مارکيټ دپاره د يخو خونو د جوړيدو پلان جوړ شوی او ډير ژر به جوړي شي
د لندې مېوې نوى مارکېټ چې د کندهار ښار په ښوراندام سيمه کې جوړ شوى د ګڼو نورو اسانتياوو تر څنګ په معياري بڼه جوړ شوي ٧٥٠ دوکانونه لري چې په زرګونو نورو کسانو ته هم په کې د کار زمينه برابرېداى شي.
ددغه سهولتونو تر څنګ په دغه لوى مارکېټ کې ښوونځى ديني مدرسه روغتيايي مرکز، بانکونه او پنځه پوړه لرونکي دوه لوى هوټلونه هم رغول شوي دي.