ياده غونډه کې چې د نارينو په ګډون ګڼو مېرمنو هم ګډون درلود، د نشه يي توکو د کارونې د مخنيوي، کرکيلې او زيانونو په اړه خبرې وشوې.

هلمند مدني ټولنې له دولت وغوښتل چې په مرکز او ولسواليو کې دې د نشه يي توکو پر ضد دعامه پوهاوي غونډې جوړې کړي.

په دې غونډه کې چې شاوخوا ۳۰ نارينه او ۲۰ ښځينو ګډون کړی و د OBA په مالي مرسته او د هلمند مدني ټولنې په ملاتړ جوړه شوې وه، چې پکې د نشه يي توکو پر ضد د عامه پوهاوي په اړه خبرې وشوې.

نارينه او ښځينو ته جلا جلا د نشه يي توکو د کرکيلي د مخنيوي، زيانونو او دا چې څنګه د خلکو د عامه پوهاوي کچه لوړه شي مالومات ورکول شول.

د هلمند مدني ټولنې غړيو له ګډون کوونکو وغوښتل چې په د نشه يي توکو پر وړاندې د عامه پوهاوي دا لړۍ دې تر کليو او بانډو هم ورسوي ترڅو خلک د نشه يي توکو د کرکيلې په زيانونو وپوهيږي.

دغه راز د مدني ټولنې غړي وايي: ((عام خلک او کروندګر عامه پوهاوي ته اړتيا لري، ترڅو د کوکنارو او نورو نشه يي توکو له کرکيلې لاس واخلي.))

دوی له دولت غوښتنه وکړه چې، د مرکز لښکرګاه په ګډون دې په ولسواليو کې د نشه يي توکو پر وړاندې د عامه پوهاوي غونډې جوړې کړي ترڅو خلک وپوهيږي.

د هلمند مدني ټولنې په ملاتړ او هڅو د نشه يي توکو پر وړاندې د عامه پوهاوي دا غونډه په داسې حال کې جوړيږي چې په دې وروستيو کې د يوې سروې له مخې په هلمند کې سږ کال شاوخوا اتيا سلنه کوکنار کرل شوي دي.

د هلمند مدني ټولنې غړي اندېښمن دي که د خلکو د عامه پوهاي کچه لوړه نه شي او دوی ته د کارموندنې زمينه برابره نشي نو ښايي د کوکنارو د کرکيلي دغه سلنه نوره هم لوړه شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *