د سهار شپږ بجې له کوره ووتم. له ۱۵ دقیقو وروسته ښار ته ورسېدم، تقریبا هوا تیاره وه؛ خو د سهار په همدې تیاره کې د کابل په پل باغ عمومي سیمه کې یوه ښځه د کابل پهدې ساړه سهار کې د سړک غاړې ته ناسته وه او خیر یې غوښت. همدا کیسه د مرادخانۍ په سیمه د پل یک پیسهګي پر سر هم وه؛ خو توپیر یې دا و، چې هلته د ښځې پر ځای معیوب نارینه ناست و.
د کابل په ګډون د هېواد په لویو ښارونو کې د سوالګرو په اړه ویل کېږي، چې یوه پراخه شبکه لري، چې په ټولیزه توګه په دوو برخو وېشل کېدای شي: لومړۍ برخه یې هغه جوګیان دي، چې د کابل ښار په څنډو کې ژوند کوي، د دوی نارینه د ښځو او ښځې یې د نارینهو کار کوي؛ نارینه کور او ماشومان ساتي او ښځې د پیسو ګټلو لپاره بیرون لېږي، چې تر ډېره بریده د خیر په راټولو بوختې دي. دویمه برخه یې هغه کړۍ ده، چې د سوالګرو منظمه شبکه لري، د شبکې په سر کې یې مشران دي. دغه مشران او کارکوونکي یې سهار وختي په لوکسو موټرو کې هغه کسان، چې د خیر ټولولو لپاره یې ځانګړي کړي، د ښار په بېلابېلو برخو کې ښکته کوي. دوی تر ماښامه د خیر په ټولولو بوخت وي او د شپې په تیاره کې بېرته د لوکسو موټرو په ذریعه را ټولېږي او مشخص ځای ته لېږدول کېږي. سبا بېرته همدا کیسه تکرارېږي او پهدې ترتیب سره د دوی ژوند پر مخ روان دی.
لغمان اډې ته د رسېدو په موخه باید په بل موټر کې ناست وای، یوه موټر ته پورته شوم؛ خو په تمځای کې یې ځنډ وکړ، زما په ګډون څلور تنه ترې ښکته شو، بیا بل موټر ته پورته شوي وو. یو تن تر سرک نو پورې راسره ملګری و، خو دوه نور کسان بيا جلالآباد ته تلل، د کابل په سړه هوا کې د یوه یې یوازې سپینې جامې پر تن او څپلکې په پښو وې. ترې مې وپوښتل څه کار کوې؟
– ملي اردو کې یم، له هلمنده راغلی یم.
– تودې جامې دې ولې نهدي اغوستي؟
– ټولې را څخه پاتې شوې.
دغه ځوان او ورسره ملګري یې په هلمند کې د ملي اردو په لیکو کې دنده تر سره کول. په لرې پرتو سیمو کې د ملي اردو سرتېري او منسوبین په پوځي چورلکو او ټرانسپورټي الوتکو کې تګ راتګ کوي. د اردو دغه بریدمل ویل، چورلکه باید د دوشنبې په ورځ راغلې وه؛ خو د ستونزو له امله يې راتګ ونهشو، د پنجشنبې په ورځ ناببره چورلکه راغله او غږ شو، څوک چې کابل ته ځي راپورته دې شي. د ده په وینا، مسوولینو دا وخت نه و ورکړی، چې دوی دې خپلې جامې او وسایل له ځانه سره واخلي. له پوځي پنډغالي څخه په چپلکو او یوه جوړه جامو کې، په منډه چورلکې ته پورته شول، ټول وسایل یې په پنډغالي کې پاتې شول.
هغه څوک چې له هېواد څخه د ساتنې په موخه درې میاشتې له خپلې کورنۍ څخه لرې تېرې کړي، نه یوازې دا چې قدر یې نه کېږي؛ بلکې د ډېری چارواکو لهخوا له ناوړه چلند سره مخ شوي هم دي، چې یوه کوچنۍ بېلګه یې د ملي اردو دغه بریدمل دی.
له دوو کلونو وروسته کلي ته ورسېدم، د کلي حالت بدل و؛ خو دغه بدلون مثبت رنګ درلود، د ملي پيوستون پروګرام په ذریعه، په کلیو کې پلچکونه جوړ شوي و، کروندګر پهخپلو کروندو کې بوخت ول، د کلي ډېرې کوڅې پخې شوې وې، نه یوازې کوڅې؛ بلکې وړې ویالې هم پخې شوې وې. خو د دغه مثبت بدلون بل اړخ د خلکو د شعور او بیا د سیاسي شعور لوړوالی و.
دوه کاله وړاندې چې کلي ته تللی وم، په منځني ختیځ کې د پروت هېواد سوریې حالات کړکېچن و، د مبایل او نټ په ذریعه د کلي خلکو د سوریې حالاتو په اړه تازه معلومات ترلاسه کول او ځوانانو به پرې تبصرې کولې. داځل د کابینې او په پېښور کې پر پوځي ښوونځي د برید قصې ښې ګرمې وې.
د کلي یوې بوډۍ ویل، له اشرف غني څخه د خلکو هیلې زیاتې وې؛ خو اوس هېڅ هم نهشي کولای. وطن مو اوس دوه پاچایان لري، د دوو پاچایانو ملک به د ښې ورځې څښتن نهشي. دغې بوډۍ دا هم ویل، چې پاکستان به مو آرامه پرېنږدې. د دانګام په اړه یې هم ډېر څه وویل.
د ځوانانو ترمنځ هم همدا کیسې ګرمې وې؛ خو توپیر یې پهدې کې و، چې د پېښور پېښه یې هم یادوله او ویل به یې، چې دا ټول چل د پاکستان لهخوا افغانستان ته جوړ شوی او اوس به د بدل په لټه کې وي.
په کلي کې یوازې درې نیم ساعته پاتې شو، مجبور وم، چې بېرته کابل راشم. کله چې په سفر کې یوازې اوسم هڅه مې دا وي، چې له یوازیتوب څخه ځان وژغورم. پهداسې حالت کې مې بیا کتاب ملګری وي، چې او یوازېتوب ته مې نه پرېږدي.
کله مې چې کتاب پرانیست، ترڅنګ مې ناست کس، چې عمر به يې د ۵۰ او ۶۰ کلونو ترمنځ و، د کتاب په اړه وپوښتل، پوښتنې زیاتې او قصې مو ګرمې شوې. د کلي او کور پوښتنه یې وکړه، کله مې چې ځان وروپېژاند، په کلي کې يې رانه د یوه مشر په اړه رانه وپوښتل. د کلي دغه کس د خلق دیموکراتیک ګوند غړی و، لا تر اوسه هم خپلو باورنو ته ژمن دی. په څنګ کې له ناست کس څخه مې وپوښتل، تاسې هم هماغه فکر لرئ؟ ځواب یې هو و. دا یې هم وویل چې پښیمانه نه یم. پر جهادي مشرانو یې نیوکې زیاتې وکړې، په لاره کې یې ځينې پلونه راوښودل، چې د ده په وینا، د مجاهدینو لهخوا ویجاړ شوي ول؛ خو اوس بېرته رغول شوي دي. دغه کس د هغه وخت د نظام مخالفینو غلاو، وژنو او لوټلو ته هم اشاره درلوده؛ خو د هغه ګوند او هغه نظام منفي او ورته کړنو په اړه چې ده یې غړیتوب درلود، څه ونه ویل.