ژباړه: ملالۍ ستانیزۍ –
تحریک طالبان پاکستان په یوه نوې ویدیو کې د پاکستان پر پوځ تور لګوي چې وروسته له دې چې دوی مجاهدین په افغانستان او کشمیر کې په خپله نیابتي جګړه کې «وینو په لوبه» ښکېل کړل پر دوی یې یرغل وکړ.
په دې ویدیو کې د طالبانو یو قومندان، چې عدنان رشید نومېږي او پخوا د پاکستان د پوځ د هوايي ځواک یو افسر و، د پاکستان د پوځ پر سرتېرو غږ کوي چې دوی ته تسلیم شي.
په ویدیو کې د بشریت پر ضد د پاکستان د پوځ جنایتونه یاد شوي چې په ۱۹۷۱ کال یې په بنګله دېش کې په ملیونونو مسلمانان شهیدان کړل او پر ښځو یې جنسي تېري وکړل.
په دې ویدیو کې، چې ۱۰ دقیقې دوام کوي، د پاکستان د پوځ لوړ رتبه افسران «برهمنان» او سرتېری یې «شودرا» بلل شوي دي.
د هندوانو په کلتور کې برهمنان تر ټولو د لوړې کچې او شودرا تر ټولو د ټ��ټې کچې یا نجس خلک دي.
ویدیو همداراز پاکستاني پوځ ته په خطاب کې وايي:«ستاسو په یاد دي چې قبایلي پښتنو په ۱۹۴۸ کال تاسو ته کشمیر له هندوانو ونیو. ستاسو په یاد دي چې په زرهاوو ځوانان ستاسي په نیابتي جګړه کې په افغانستان او کشمیر کې ووژل شول.»
په ویدیو کې د بلوڅو قتل عام هم یاد شوی دی. په پای کې د پاکستان د پوځ سرتېرو ته په دې شرط ټولیزه عفوه اعلانوي چې دوی ته تسلیم شي.