د ملي وحدت په نامه د حکومت له جوړېدو څخه ۹۰ ورځې يا درې مياشتې واوښتې، خو لا تر اوسه د ملي وحدت!؟ مدعيان د نوې کابينې د جوړولو پر سره موافقې ته نه دي رسېدلي او لا هم په وزارتونو، ولايتونو او يو شمېر مهمو ادارو کې بېواکه سرپرستان د چارو مسووليت پر غاړه لري. نږدې يو کال کېږی، چې د ولسمشرۍ د ټاکنيزو سياليو د لومړي پړاو، دويم پړاو، د رايو بيا شمېرنې او کابينې پر سر ناندريو د هېواد اداري، اقتصادي او ټولنيزې چارې له رکود او بحران سره مخ کړې دي، تر دې چې تېره مياشت د ملي وحدت حکومت حتی د خپلو مامورينو تنخواه نه شوه ورکولای. د دولت په عوايدو کې لوی کسر منځته راغلی، د خلکو اقتصادي وضعیت په ډېر ناوړه حالت کې دی او پرله پسې ناامنيو چې يو بېړنی حالت په لور درومې، ټول ملت په جدي اندېښنه کې غورځولی دی.

 افغان ولس د خپلو ټولو هيلو او ارمانونو خلاف د ملي وحدت په نامه د يوه غیري متجانسه او حتی متخاصم ترکيب پر بنسټ د نوي حکومت جوړېدو ته ددې لپاره غاړه کېښوده چې هېواد مو له روان سياسي او اقتصادي بحران څخه ووځي، خو له بده مرغه داسې ښکاري چې د ملي وحدت!؟ نسخه برعکس د بحران د لا زیاتیدو او پراخېدو لامل ګرځېدلې ده. داسې ښکاري چې نوي چارواکي او د هغوی متحدين دولتي څوکيو ته د باد راوړو غنايمو په سترګه ګوري او له همدې کبله  يې په وېش نه سره جوړېږي. ولس له روان بحراني حالت څخه خورا ستړی شوی او له نوي حکومت څخه ناهيلي او بې باوري خپل اوج ته رسېدلې ده.

افغان ملي غورځنګ چې تل يې د هېواد او ولس له ملي ګټو او ارزښتونو څخه ننګه او دفاع کړې، د نوې کابينې او اوسني وضعيت اړوند خپل دريځ پدې توګه اعلانوي:

  1. زموږ په اند د ملي وحدت د حکومت په نامه تحميلي نسخه يوه ډېره نيمګړې او ناکامه نسخه ده، چې د واکمنۍ لومړيو دريو مياشتو يې ناکامي ثابته کړه. دا چې تر اوسه دا حکومت د کابينې پر جوړولو موافقې ته نه رسېږي، نو د هېواد ډېرو لويو ستونزو او ننګونو، لکه جګړې، فساد، بلواکۍ او بېوزلۍ ته به څنګه د حل لارې او ځوابونه ومومي.
  2. زموږ په اند هغه مسخرې چې د ملي وحدت په نامه روانې دي، د افغانستان د حکومت حیثيت ته يې په ملي او نړيواله کچه دروند زيان اړولای دی، هيله ده چې د ملي درايت له مخې دغه ډرامه نوره پايته ورسېږي.
  3.  تر کومه ځايه چې موږ مالومات لرو، نوی حکومت ددې پر ځای چې د راتلونکي حکومت پر کړنلاره او تګلاره بحث او موافقه وکړي، مخامخ يې د څوکيو وېش ته مخه کړې ده. که چېرې اوسنۍ واکمنه ډله د ملي وحدت!؟ د تحميلي نسخې پر تطبيق بيا هم ټينګار کوي، نو موږ وړانديز کوو چې په واک کې ښکیل ټول اړخونه دې يو بل شهامت وکړي او هغه دا چې د څوکيو پر سر د بزکشۍ او ناندريو پر ځای دې لومړی د حکومت لپاره ګډه سياسي تګلاره او کړنلاره غوره کړي او د چارواکو د ګومارنې لپاره دې اصول او معيارونه وټاکي او بيا دې د هماغه معيارونو له مخې کابينه جوړه کړي.
  4. ـ د هغو مالوماتو له مخې چې موږ ترلاسه کړي، د ټولو ژمنو خلاف د کابينې په جوړولو کې د پخوا په څېر د وړتيا او ضوابطو پر ځای يوازې روابطو ته اهميت ورکړ شوی دی او له بده مرغه حتی د بهرنيانو فرمايشونو ته هم غاړه اېښودل شوې ده. زموږ په اند د نوې کابينې علمي او مسلکي وړتيا به د نوي حکومت لپاره يو مهم ازمايښت وي. زموږ هيله دا ده چې نوی حکومت تر دې زيات افغان ولس ناهيلی نه کړي او د بایللي اعتبار د احيا لپاره دې پر خپلو ټاکنيزو ژمنو عمل وکړي.
  5. د پخوانيو تجربو له مخې ولسي جرګې ته د وزيرانو معرفي د فساد يوه داسې شرموونکې ننداره وي، چې په افغانستان کې د ولسواکۍ د تجربې لپاره يو نه جبرانېدونکی د ننګ داغ ګڼل کېدای شي. له بده مرغه که له يوې خوا د دغې نندارې لوبغاړي د ولسي جرګي يو شمېر مفسده وکيلان وو، نو له بلې غاړې حکومت پخپله هڅه کوله د بې کفايته وزیرانو لپاره د فساد له لارې د منل کېدو زمينه برابره کړي. زموږ په اند ولسي جرګې ته د نوي حکومت له خوا د کابينې معرفي او د باور رايې اخېستل يوه بله مهمه ازموينه ده. که چېرې د وزيرانو د منل کېدو لپاره د پخوا په څېر بيا پيسې ووېشل شي، نو له فساد سره د مبارزې هغې ټولې ژمنې چې د ټاکنيزو سيالیو پر مهال له ولس سره شوې وې، په اوبو لاهو شي. موږ له نوې واکمنې ډلې څخه په کلکه غوښتنه کوو، چې له فساد سره د مبارزې لومړی ګام ولسي جرګې ته د کابينې له معرفۍ څخه پورته کړي، د کابينې له معرفي سره د څارنې يو جدي مېکانېزم رامنځته کړي او هر هغه وزير چې هڅه وکړي د پيسو له لارې د باور رايه ترلاسه کړي، د هغه نوماندي لغوه کړي.
  6. زموږ په اند د کابينې جوړول او د اداري رکود له اوسني حالت څخه د هېواد را ايستل د نوي حکومت له لومړيتوبونو څخه دی. موږ د هېواد له ولسمشر او اجرائيوي رييس څخه په کلکه غوښتنه کوو، چې خپل بهرني او کورني سفرونه او تشريفاتي کتنې ټولې وځنډوي او يوازې د کابينې د جوړښت پر چارو تمرکز وکړي. زموږ په اند که چېرې دغې چارې ته جدي پاملرنه شوې وای، نو په يوه اونۍ کې به موږ د نوې کابينې څښتن وای.
  7. څرنګه چې د لومړيو دريو مياشتو د تجربو پر بنسټ موږ ته د ملي وحدت!؟ حکومت چارې د جدي اندېښنې وړ ښکاري او ګومان کېږي چې افغان ولس به يې له لاسه ډېر نور کړاوونه وګالي، له همدې کبله موږ د هېواد پر ټولو وطنپاله سياسي ډلو، ټولنيزو سازمانونو، مدني بنسټونو او مخورو شخصيتونو غږ کوو، چې له راتلونکو ستونزو سره د مقابلې لپاره سره يو موټی شي او په ګډه د فشار يو داسې ځواک رامنځته کړي چې د هېواد د ملي ګټو پر وړاندې هر تېري او سرغړونې ته کلک ځواب ووايي.
  8. په پای کې موږ خبرداری ورکوو، چې که چېرې د نوې کابينې چارې تر دې زياتې ځنډنۍ او خندنۍ شي، نو موږ به د پراخو مدني اعتراضونو له لارې د ملي وحدت!؟ حکومت د استعفی غوښتنه وکړو.

په ډېر درنښت

د افغان ملي غورځنګ

فرهنګي کمیټه

د مرغومې اتمه، ۱۳۹۳

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *