د میدان وردګو ولایت په نرخ ولسوالۍ کې د کمپیوټر د دوو میاشتنیو زدکړو وروسته ۱۲۰ تنو فارغینو ته د یوې غونډې په ترڅ کې سندونه ورکړل شول .
د کلیوپراختیا ریاست د ثبات پروګرام له لورې په نرخ ولسوالۍ کې د لومړی خل لپاره د کمپیوټر زدکړې دغه روزنیز پروګرام دوه میاشتې وړاندې د خلکو په غوښتنه پیل شوی وو.
دغه مرکزونه د نرخ په دراني او شهاب الدین لیسو کې جوړ شوي وو،چې د ازموینې له لارې ورته د یادې ولسوالۍ د بېلابېلو ښوونځیو زده کوونکي بریالي شوي وو.
د کمپیوټر زدکړې یادو فارغینو ته د دوو میاشتو په ترڅ کې په دوو وختونو کې د کمپیوټر د لومړنیو پروګرامونو زدکړې ورکړل شوې.
په همدې موخه د نرخ ولسوالۍ په شهاب الدین لیسه کې په جوړو شویو مراسمو کې د نرخ ولسوال،امنیه قوماندان،د پوهنې مدیر او یو شمېر نورو ګډون کړی وو.
د نرخ ولسوال محمدحنیف حنیفي وویل دا لومړی ځل دی،چې په دغه ولسوالۍ کې د کمپیوټر زدکړو څخه فارغین ورکول کیږي .
ده د کلیو پراختیا ریاست څخه مننه وکړه،چې د دغه ولسوالۍ د قومي مشرانو په غوښتنه یې ورته د ثبات پروګرام له لارې دکمپیوټر زدکړې مرکزونه جوړ کړل.
ولسوال وویل هڅه به وکړي،چې د کمپیوټر زدکړې په یادو مرکزونو کې انټرنیټ هم فعاله کړي،ترڅو د دغه ولسوالۍ زده کوونکې له نوی عصري تکنالوژۍ او معلوماتو څخه خبر شي .
یو تن فارغ شمس الرحمن وویل دوی په یاد مرکز کې د کمپیوټر لومړني پروګرامونه زدکړل،چې په ورځنیو چارو کې ورڅخه ګټه اخیستل کیږي .
نوموړی غوښتنه وکړه،چې د کمپیوټر زدکړې مرکزونه دې د دې ولسوالۍ په نورو ښوونځیو کې هم جوړ شي،ترڅو ټول زده کوونکي ترې ګټه واخلي.
درنښت
د میدان وردګو ولایت مطبوعاتي دفتر