كله چې وجود ته د مايعاتو ضرورت وي نو د تندې احساس پيدا كيږي . هغه داسې چې د انسان په وجود كې د يوه خاص ميكانيزم سره د مايعاتو تعادل موجود دى . دوه عناصر چې سوډيم او پوتاشيم دي ، دوى د حجرې دباندې او دننه موقعيت لري خو كله چې د دوى په غلظت كې فرق راشي يعنې سوډيم له حجرې را ووځي او پوتاشيم ننوځي نو دلته مركزي اعصابو ته خبر ورسيږي چې اوبه كمې شوې ،  تندي احساس پيدا شي او مجبوره يو چې اوبه يا نور مايعات وڅښو .

كله چې تنده زياته شي نو روغتيايي ستونزې پيدا كوي . د وجود پوستكى وچيږي ، مخاطي غشا او شونډې ور سره وچيږي ، د ستړيا احساس كيږي ، ګنګسيت پيدا كيږي ، تمركز نه شي كيداى ، خوبجن حالت پر يو چا راځي ، د سردرد احساسيږي ، د زړه نامنظمه حركات پيل كيږي او د وجود هغه غړي چې ګرمي كنټرولوي خپل كار پريږدي يعنې د انسان وجود ګرميږي او تبه ورته پيدا كيږي چې دا حالت ان يو څوك د مګر خواته بيولى شي .

نو كله چې روژه راځي ، له يوې خوا اوړى وي او له بلې خوا ورځې اوږدې وې چې تر پنځلس ساعته هم خلك د زيات وخت له پاره روژه نيسي ، تنده حتما پيدا كيږي . ځكه دوى اړ دي چې كار هم وكړي او لمر ته هم وګرځي . په داسې وخت كې نو كه چيرې دوى خپلو خوړو او نورو كارونو ته پام ونه كړي ، تنده يې حالت خرابوي ، خو د دې له پاره لارې چارې شته چې موږ خپل ځان له تندې وساتو .

 اول دا چې كه خپلو خوړو او څښاك ته پام وكړو نو په دومره اوږدې روژې كې به له تندې او لوږې سره مقابله وكړلى شي او روژه به مو وار پار خطا نه كړلى شي او اسانه به راباندې تيره شي .

داسې چې لومړى په خپلو خوړو كې د روژه ماتې او پيشلمي پر وخت د تازه ميوو او تازه سبزيو څخه استفاده وكړو . تازه ميوې او تازه سبزۍ ډيرې اوبه لري او فايبر هم لري چې دا بيا د ډير وخت له پاره په كولمو كې پاتې كيږي او د تندې او لوږې احساس نه را پيدا كوي .

له تازه سبزيو څخه يو هم بادرنګ دي چې ډير د تندې د له منځه وړلو په برخه كې مشهور دي . بادرنګ هغه سبزي ده چې وجود يخ ساتي او له تندې سره مبارزه كوي . داسې بادرنګ د اعصابو نارامي له منځه وړي او ډير زيات فايبر لري او د هضم په پروسه كې هم خاصه ونډه لري ، مسموميت له منځه وړي او ګردې پاكوي .  نو بادرنګ هم په روژه ماتي او هم په پيشلمي كې مه هيروئ .

د خوږو جوسو څخه استفاده مه كوئ خصوصا په پشلمي كې ، ځكه چې دا خوږې اوبه له حجرو او وينې څخه مايعات وباسي او وجود ته د اوبو ضرورت زياتوي . پر ځاى يې د ميوو خالص جوس استعمال كړئ او د ډيرې خوږې يعنې بورې خوړلو څخه هم ځان وساتئ چې دا مو هم د تندې احساس زياتوي .

مالګه په خوړو كې ډيره لږ واچوئ او كه كولى شئ د مالګې پر ځاى د ليمو له اوبو څخه ګټه واخلئ ځكه مالګه تنده زياتوي . داسې له هغو خوړو څخه هم استفاده مه كوئ چې تروشي ور ګډه شوې وې او يا ځينې رنګونه يا ځوښه د خوند جوړولو له پاره ور ګډه شوې وي ، تروش پنير او داسې نور خواړه هم تنده زياتوي .

له ترو خوړو څخه كار مخه اخلئ لكه تروه كبان او يا نور كنسروه شوي خواړه چې دا بيا د اوبو ضرورت زياتوي .

د غير الكولي مشروباتو لكه پيپسي او نورو څخه استفاده مه كوئ ، ځكه دا مشروبات كاربن لري چې د معدې د سوي سبب ګرځي ، د مړيدا احساس ژر راولي او د وجود د مايعاتو څخه د استفادې مانع ګرځي . هغه خواړه چې جوش شوي يا په خوټول شوې وي ويې خورئ نه هغه چې كباب يا په غوړو كې سره شوي وي .

له محركو شيانو استفاده هم مه كوئ ، لكه قهوه او چاى . د روژه لرونكو له پاره د دې شيانو استفاده په دې ښه نه ده چې كافيين لري او دا ماده د دې سبب ګرځي چې د ګردو فعاليت زيات او سړى ډير متيازو ته لاړ شي او د وجود اوبه يې ور سره كمې شي . بل چاى او قهوه ګرمه وي او دومره چې وجود ورته په روژه ماتې كې اړتيا لري ، موږ يې د ګرموالي له وجې نه شو څښلى نو ښه خبره دا ده چې پر ځاى يې اوبه وڅښو .

د ورځې په جريان كې د لمر له شغلو ځان وساتئ . په دې چې د لمر وړانګې د دې سبب ګرځي چې خولې شئ او دا خولې د وجود مايعات كموي . له دې وجې د تندې احساس كيږي نو بايد د لمر له مستقيمو وړانګو په څنګ و اوسو . د لمر له ضرره د په امان كيدو له پاره مكرر په تودو اوبو سره لمبل او د صابون استعمال د دې سبب ګرځي چې وجود يخ شي او تر څنګ يې د وجود غوړي له پوستكي لرې او هغه تر ويښتو لاندې سوري بند شي . داسې بايد په غرمې كې  او وروسته له غرمې ګوټې ته د لمر له دننه كيدو مخنيوى وكړو او پردې كش كړو . جامې بايد نرۍ او د روښانه رنګو والا واغوندو او كه د كاټن څخه جوړې شوې وي نو به لا ښې وي چې خولې جذب كړلى شي او كار بايد دومره وكړو څومره چې انرژي لرو . په روژه كې د ورځې له خوا بايد دروند ورزش ونه شي .

په روژه ماتي او پيشلمي كې بايد كافي اوبه وڅښو . يعنې د روژه ماتي او پيشلمي په منځ كې بايد اته ګيلاسه اوبه وڅښو چې دوه يا درې ليتره شي . اوبه بايد د فزيكي فعاليت او كار سره تړلي وي چې كه څوك په ګرمۍ كې كار كوي او دباندې وي نو ډيرو اوبو ته اړتيا لري . په يو ځل ډيرې اوبه مه څښئ ، په وقفو كې يې وڅښئ او ډيرې يخې اوبه هم مه څښئ چې بيا د هضم په برخه كې مشكلات ايجادوي . داسې چې په روژه ماتې كې يخې اوبه څښل پر معدې بد تاثير كوي ، د هضم پروسه ورو كيږي او د معدې واړه رګونه تنګيږي چې ور سره د معدې ځينې مشكلات را منځته كيږي . نو د اوبو حرارت بايد متوسط وي چې نه ګرمې وي او نه هم ډيرې يخې او ورو ورو دې وڅښل شي .

په تازه څيړنو كې د اوبو په اړه دا هم راغلي دي چې اوبه د وزن په كمولو كې خاص اغيز لري . داسې چې اوبه د نور ادرينالين هورمون په ترشح كې خاص تاثير لري او دا هورمون د عصبي سيستم د كار د ګړينديوالي سبب ګرځي او په نتيجه كې يې ډير شحم سوزي او وزن كميږي . نو كه هغه كسان چې وزن يې زيات دى او دوى روژې ته دا اميد لري چې وزن يې كم شي په كې نو ډيرې اوبه دې وڅښي ، وزن يې ور سره كميږي .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *