ژباړه: ساحل منګل –
۱- فرعون به هيڅکله چاته اجازه نه ورکوله چې د سر ويښتان یې ښکاره شي. هغه به هميشه په سر باندې د(نيمس) په نامه تاج په سر کاوه.
۲- مصريانو د دې لپار چې دغوماشو او نورو خزنده و څخه ځان وساتي تل به ېې په څو نوکرانو باندې شات موښل او څنګ ته به یې درول چې تر څو غوماشي او نور خزنده یې په نوکرانو کيښني .
۳ – مصري ښځو او سړيو به ځان سينګاراوه، د سترګو د سينګار لپاره به یې د مسو او يا سرپو څخه کار اخیست، مصريانو دا عقيده لرله، چې سينګار د دوی لپاره شفا بښونکي دی اصلا پپه لومړيو کې دوی سينګار د دې لپاره کاوه چې د لمر څخه پوستکی وساتي خو وروسته یې د سينګار دود غوره کړ.
۴ – په داسې حال کې چې په شلمه پېړۍ کې له انتي بيوتيک څخه ګټه اخيستنه پيل شوه خو د پخوانيو خلکو په طبابت کې له يو شمير موادو څخه د ناروغيو د سرايت په مخنيوي کې ګټه اخيستل کېده.
۵ – مصري هلکانو به د بلوغ تر وخته پورې جامې نه اغوستلې، په ګرمه هوا او اوبو کې د دوی لپاره جامې اغوستل لازم نه و، د ډير عمر کسانو به لمن داره جامې په تن کولې او ښځو به یې مکمل ډول جامې اغوستلې .
۶- مالداره مصريانو به مصنوعي وېښتان کيښودل، په داسې حال کې چې يو شمير خلکو به خپل ويښتان په شاتو لړل او کوڅۍ به ېې ترې کولې، مصرې هلکانو به تر دولس کلنۍ پورې سر خرییه او يوازې به يوه برخه د نمونې يا ډول لپاره پرېښوده.
۷– تر اوسه پورې معلومه نده چې چا د ابوالهلول مجسه ويجاړه کړې ده، د ابوالهلول مجسمه په ۱۷۳۷ کال کې وجود لاره ۶۰ کاله مخکې چې ناپلیون مصر ته ورسېد او سلګونه کاله مخکې له دوو نړيوالو جګړو د بريتانيا او جرمني احتمال لري، چې په دې جنګ شايد دغه مجسمه ويجاړه شوې وي،يو کشيش ،چې دنام سليم آل په نامه و مسلمان شوی وپه ۱۳۷۸ کال کې له علم او هنر سره د دښمني له امله بغير له محکمې مجازات شو.
۸ – مصريانو عقيده لرله ،چې ځمکه ګرده ده او رود نيل دهغې په څنګ کې روان دی .
۹- فرغونيانو به ځواکمن کسان دپوليسو په ليکو کې ګمارل او له دې پرته خلک مجبور و ،چې دوی ته ماليه ورکړي .
۱۰ – دمصريانو په هر معبود کې تاکيد په دې و ،چې ،چې دفرعون او دلوړ پوړو چارواکو وظيفې ومني او دهغوی عبادت وکړي او په دسې عبادت ځايونو کې به يو يو لوړپوړی روحاني اوسيده.