عکس: هغه سیمه چې ډاکتران ورڅخه تښتول شوي

تاند- د اورګان ولایتي چارواکي وايي چې وسله والو طالبانو په دغه ولایت کې یو شمېر روغتیايي کارکوونکي تښتولي دي.

د اورزګان د والي ویندوی دوست محمد نایاب نن وویل، پرون /یکشنبه/ د خاص اروزګان ولسوالۍ په عاشیرو سیمه کې د افغانستان د روغتیايي او پرمختیايي خدماتو د موسسې د ډاکترانو ګرځنده ټیم په داسي حال کې د دولت د وسله والو مخالفانو له لوري وتښتول شو چې دغه ټیم غوښتل چې د عاشیرو په کلي کې خلکو ته روغتیايي خدمات ورسوي.

نایاب وايي چې ډاکتران ناڅرګند لوري ته بېول شوي او د امنیتي او کشفي اورګانونو له هلوځلو سره سره یې تراوسه پوري هیڅ څرک نه دی لګېدلی.

وسله والو طالبانو تراوسه پوري په دې اړه څه نه دي ویلي.

د اروزګان د والي ویندوی په عین حال کې وویل چې په دغه طبي ټیم کې درې ډاکتران او د هغوی موټرچلوونکی شامل دي.

ده د ډاکترانو د نومونو او استوګنې په اړه وویل چې ډاکترعتیق الله د خاص اروزګان اوسېدونکی دی، ډاکتر حمدالله د عاشیرو د کلي او ډاکتر سلطان د پکتیا ولایت اوسېدونکی دی. د دوی چلوونکی خیرالله نومېږي.

نایاب وايي چې تر دې پخوا طالبانو په اروزګان ولایت کې له روغتیايي کارکوونکو سره کار نه درلود.

د روان دسمبر په دیارلسمه وسله والو طالبانو په هلمند کې پر ماین پاکانو برید وکړ، ۱۲ ماین پاکان یې ووژل او ۹ نور یې ژوبل کړل.

په ۲۰۱۱ میلادي کال طالبانو په فراه ولایت کې د ۷ ماین پاکانو سرونه پرې کړل.

د سږ کال په لومړیو کې وسله والو طالبانو شاوخوا ۶۰ ماین پاکان د لنډ وخت لپاره برمته کړل.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *