تاند- د کندهار د میوند ولسوالۍ خلکو نن /دوشنبه/ د وسله والو طالبانو پر ضد پاڅون وکړ.
د خبري اژانسونو د راپور له مخې د میوند ولسوالۍ ګڼو خلکو د طالبانو پر ضد د پاڅون د پیلولو ترڅنګ اعلان وکړ چې د خپل حکومت ملاتړ کوي.
د پاڅونوالو مشرانو، چې د سیمې سپین ږیري دي، له حکومته وغوښتل چې دوی ته وسلې او مهمات ورکړي څو د طالبانو په وړاندې د ځان او خپلې سیمې دفاع وکړي.
دوی وویل چې د طالبانو زور زیاتي مجبوره کړل چې خپلو زامنو ته وسلې ورکړي څو د طالبانو پر ضد وجنګېږي.
تر میوند مخکې د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کې د طالبانو پرضد ولسي پاڅون شوی و چې له کبله یې د دې ولسوالۍ وضعیت یومخ د طالبانو په تاوان بدل شوی دی.
تر دې مخکې د افغانستان په ګڼو سیمو کې د طالبانو پر ضد ولسي پاڅونونه شوي خو د پاڅونوالو په وینا حکومت هغسي مرسته او ملاتړ ورسره نه دی کړی چې لازمه ده.
طالبان هم تر هر بل ځواک د پاڅونوالو د ځپلو لپاره په شدت عمل کوي څو نور خلک ورته عمل ونه کړي.
نژدې لس ورځې مخکې د کونړ په دانګام کې سلګونو کورنیو او بهرنیو طالبانو پر پاڅونوالو برید وکړ خو دولتي ځواکونه د هغوی د ملاتړ لپاره د څو ورځو له تېرېدو وروسته سیمې ته ورغلل.
طالبان وايي چې پاڅونوال اربکیان دي چې د حکومت او د ملي امنیت په لمسه فعالیت کوي. طالبان ادعا کوي چې پاڅونوال ولسي ریښه او ملاتړ نه لري خو په دې اړه څه نه وايي چې ولي تر پولیسو او ملي اردو هم د پاڅونوالو د ځپلو لپاره زیاتې هلې ځلې کوي.
طالبانو تراوسه پوري د میوند ولسوالۍ د دې ولسي پاڅون په اړه څه نه دي ویلي.
که خدای کول د طالبانو ، وطن فروشانو او د پنجاب د مزدورانو په ضد د افغانستان د مسلمانو ، افغانانو حوصله نوره تمامه شویده او هره ورځ به په زرګونه خلک د دوی پرضد قیام کوی او د پنجاب مزدوران به بیرته پنجاب او جهنم ته ورلیږی. اوس خو د بهرنیانو نظامی ماموریت هم ختم شویدی، طالبانو ته هیڅ دلیل اوبانه نه ده پاته چی « جهاد وکړی»