دوست محمد نایاب –
په نړۍ کې د جمهور رئیسانو د لومړنیو سلو کاري ورځو اصطلاح د ۱۹۳۳ زیږدیز کال راهیسي په سیاسي قاموس کې ځای موندلی. دا اصطلاح د لومړي ځل لپاره د امریکا د وخت ولسمشر فرانکلین روزویلټ د خپل حکومت لپاره د مسؤلیتونو او مکلفیتونو نه ډکې ورځي وګڼلي. په هغه وخت کې امریکا له سخت اقتصادي بحران سره مخامخ وه خو روزویلټ وکولای شول د خپلو نویو طرحو په وړاندي کولو او د هغو په عملي کولو سره وضعیت کنټرول کړي.
د هیواد ملي ګټو ته په ترجیح ورکولو سره ئي د خپل ټیم سره شپه او ورځ کار وکړ او بلاخره خپل هیواد او ولس یې له اقتصادي ناورینه په امان کړ.
د افغانستان د ملي یووالي حکومت هم د سوګند په مراسمو کې ولس ته د شته ستؤنزو د ژر حل وعدي ورکړي او خپلي لومړنۍ ۱۰۰ کاري ورځي یې د غټو ستونزو د هواري په مؤخه ډیري بوخښتوونکې ورځي وګڼلي.
د سوګند د ورځي څخه ۹۰ ورځي تیري شوي خو د پام وړ تغیر د هیواد په کچه نه ترسترګو کیږي، هغه کارونه چې په تیرو ۹۰ ورځو کې شوي او هغه چې باید په یاده موده کې شوي وائ په لنډه توګه ترینه یادونه کوو.
۱ – ترسره شوي چارې:
په نړیواله کچه ترسره شوي چاري
– له امریکا او ناټو سره د امنیتي تړون لاسلیک.
– د لندن په کنفرانس کې د نړیوالو ملګرو هیوادونو څخه د مرستو د ژمني تمدید
– چین او پاکستان ته د اقتصادي پرمختګونو او امنیتي پرتو ستونزو د حل په موخه سفرونه.
په ملي کچه ترسره شوي چارې
– د ځینو سلا کارانو، د چارو د اداري، امنیت شورا او د ارګ لپاره د نویو مامورینو استخدام.
– کندوز د لمړي درجه نویو چارواکو لکه والي، امنیه قوماندان او د ملي امنیت رئیس تقرر
– د پکتیکا ولایت لپاره د نوي والي ورپیژندل
– د هرات سرپرست والي له دندي ګوښه کول.
– د ولسمشر سفر هرات ولایت ته او هلته د خلکو د شکایتونو پر بنسټ د ۳۵ په شاوخوا کې ولایتي مامورین له دندو څخه ګوښه کول.
۲ – مهمي چارې چې تر اوسه له اجرا نه پاتې او ملت ورته ځوریږي:
– د سرپرستو وزیرانو د دندو دوام او د نوي کابیني په پیژندلو او ټاکنه کې ځنډ او خنډ
– د خپلواکو ادارو د سرپرستانو د دندو دوام او ورته د نویو رئیسانو په پیژندلو او ټاکنه کې ځنډ
– د هیواد د ۳۲ ولایتونو د والیانو د سرپرستي دوام او د نویو والیانو په ټاکنه کې ځنډ
– د هرات ولایت د لسګونو ادارو د مسؤلینو لیري کول او د نویو مامورینو د تقرر ناڅرګند برخلیک او ځیني نوري چاري یې د یادولو دي.
دا چې د ملي یووالي حکومت ونډه وال د تیرو ۹۰ ورځو راهیسي په یو مناسب جوړجاړي باندي لا هوکړي ته نه دي رسیدلي په هیواد کې یې لاندي مصیبتونه یې زیږولي.
۱ – په وزارتونو او خپلواکو ادارو کې د سرپرستو وزیرانو او رئیسانو له لوري د بنسټیزو پروژو او مهمو چارو په برخه کې کامله بي غوري او بي پروايي چې د ولس راتلونکې لا پسي تیاره کوي.
۲ – په ۳۲ ولایتونو کې د سرپرستو والیانو د دندو د دوام له امله چې په ولایتونو کې یې په عادي چارو منفي اغیزه شیندلي او تر ۹۰ سلني پوري په پرمختیایې چارو کې ه د ځنډ او خنډ لامل ګرځیدلۍ، ډیرۍ سرپرست وزیران، د خپلواکو ادارو سرپرستان او والي صاحبان د خپلو ورځنیو اصلي مکلفیتونو او مسؤلیتونو د ترسره کولو پرځاي په ملي یووالي حکومت کې د خپل قدرت د بقاء او نویو دندو د ترلاسه کولو لپاره خپل رسمي وخت مصرفوي.
څرنګه چې د ملي یووالي د حکومت له پیله څخه بیا تر اوسه پوري د لمړیو او دویمو اداري واحدونو د سرپرستانو د دندو مصؤنیت په خطر کې لویدلی نو همدا دلیل دي چې له دندو سره د هغوي دلچسپي هم له منځه تللي، اکثره مسؤلینو د ملت د ګټو پر ځاي په راتلونکې کې د سیاسي واک د ترلاسه کولو او خپلو ګټو د خوندیتوب په برخه کې خپل ذهنونه بوخت ساتلي او ځانونه یې د ولس له چوپړه په کلي ډول پرهیز کړي.
۳ – په هیواد کې ورځ تر بلي د نا امنۍ لمن مخ په پراخیدو ده چې له امله یې ولسي وګړي یواځي د خپلو سرونو د خوندیتوب په اړه فکر کوي او خپلو کارونو ته چنداني توجو نه کوي حتی ډیریو خپل کاروبار په ټپه درولي، امنیتي ګواښونو د هیواد پر اقتصادي وضیعت خپل پراخ سیوري غوړولۍ چې ملت ورته خورا اندیښمن دی.
۴ – د مرستندویه هیوادونو مرستي هم تر ناملوم وخته پوري ځنډول شوي، ډیریو هیوادونو او مؤسساتو په هیواد کې د نا امنیو د ډیروالي له امله خپلي مرستندویه اداري د لنډي مودي لپاره تړلي او خپلي همکارۍ یې په ټپه درولي.
۵ – ورځ تر بلي د بي کاري د کچې لوړوالۍ چې د ځوان نسل لپاره تر ټولو جدي ستونزه ګڼل کیږي او داسي نور…….
خو د شته ستونزو په اړه که چیرته څوک د ملي یووالي د حکومت د مخکښو نه پوښتنه مطرح کړي نو په ځواب کې ورته په لنډه توګه وائي چې (په افغانستات کې دا یوه نوي تجربه ده) او دا شته ستونزي عادي ستونزي ګڼل کیږي،خو د تعجب خبره ده چې په رواني لحاظ سره زمونږ ولس کاملاً د روانو حالاتو تر اغیزي لاندي راغلي، خلک ورځ تر بلي د ملي یووالي د حکومت نه نا امیده کیږي، ملي او نړیوالو سوداګرو په هیواد کې دننه خپله پانګوونه په ټپه درولي او له افغانستانه د خپلو شتمنیو د ویستلو په حال کې دي خو بیا هم په ملک کې اقتدار خوښوونکې وائي چې دا یوه عادي خبره ده، په کابینه د ځنډ دلیل د پوه او با تجربه اشخاصو لټون دي او دی ته ورته تکراري خبري……..
نه پوهیږم چې دوي داسي کوم معیار د وزیرانو او والیانو لپاره ټاکلي چې په تیرو دریو میاشتو کې لا هم نه دي توانیدلي ورته وړ کسان پیدا کړي، خو زما په اند د واک د ویش لپاره د روانو کشمکشونو او ناندریو نه یوه نتیجه روښانه ده چې که هرڅوک د وزارت، خپلواکي اداري، ولایت، ریاست، ولسوالۍ او حتی که د هیواد په کچه د آمریت پوسټونو ته هم ورپیژندل کیږي هغه به هرومرو د ملي یووالي حکومت د ونډه والو په خاص ډول د اول او دویم ردیف چارواکو له ادرسه معرفي کیږي او په هره اداره کې به دوي ته تر نورو ( بي واسطو، بي اړیکو او بي کسه افغانانو) لمړیتوب ورکول کیږي.
څو ورځي وړاندي مي د باندنیو چارو وزارت د یو لوړ پوړي چارواکې نه یوه پوښتنه وکړه چې رئیس صیب ستاسي وزارت که له هیواده بهر یو مامور استخداموي نو کوم معیار ورته په پام کې نیول کیږي، هغه راته په مسکا سره وویل: یواځي یو معیار او هغه هم د لوړ پوړیو چارواکو سره نږدي اړیکې دی بس همدومره، که چیري دی اړیکه قوي وه تر استخدامه څو ورځي وروسته کولاۍ شي په خو ډیپلوماټیکې پوسټونو کې له هیواده بهر مقرر شي خو که داسي نه وه نو د ځینو مامورینو په څیر په وزارت کې د شل کاله خدمت سره سره به تورخم هم ونه ویني.
په تیر حکومت کې یوازي ولسمشر کرزی د حکومت د هرم په سر کې قرار درلود، د هغه د حکومت یوه خاصه ځانګړنه دا وه چې که هر چا به د ارګه سره اړیکې درلودي نو بي له شکه چې ژر ژر به یې لوړو پوسټونو ته ارتقاء کوله ځکه د تقرر لپاره معیار او خبره یوه وه نو اجرآت هم په یاده برخه کې ژر ژر کیده، اما اوس هغه هرم څو سرونه لري یاني د حکومت برخوال ډیر دي نو د ارګ سره اوس د ضعیفو اړیکو لرونکې شخص ته به هرومرو د ملي یووالي حکومت د دندي د ورکړي نه معذرت غواړي ځکه دوي په ډیر زیار سره د هیواد په کچه د خپلو ملګرو د استخدام نقشه د ( وزارت نه تر آمریت پوري) برابره کړي نو نا پئیلي ولسي وګړي دی د خپل اهلیت مطابق د مناسبو او په زړه پوري پوسټونو لپاره په تکراري وړاندیزونو خپل وخت نه ضایع کوي بس د روانو حالاتو د یو ننداره کوونکې رول دی ولوبوي او د هیواد د روان وضعیت په اړه دی د نظر له څرګندولو ډډه وکړي.
زه له حالاتو نا امیده کیدل ښه چاره نه بولم، مونږ د ملي یووالي حکومت ته بیا هم د امید سترګې غړولي ګوندي په راتلوکې کلونو کې راته لږ تر لږه د خپلو وعدو مطابق د هیواد د هر اړخیزه پرمختګ، ټولنیز عدالت د تآمین، امنیت، سوله او هر اړخیزه ثبات لپاره اوږدمهاله، اغیزناک او ګټوري طرحي وړاندي او هغه عملي کړي. که د ملي یووالي حکومت په خپله قانوني موده کې د پورته ذکر شویو چارو لپاره یوه بنسټیزه حل او قانوني چوکاټ رامنځته کړي نو د ولس لپاره به د ویاړ ځاي وي تر څو راتلونکې حکومتونه له صفره پیل ونکړي، د پخواني ولسمشر کرزي صیب خبره چې د الوداع په غونډه کې یې وکړه (کله چې زه راغلم نو په دفترونو کې نه قلم وه نا کاغذ، نه میز او نه څوکۍ، د دفترونو لپاره د نن په څیر شته عصري ودانۍ خو مو هیڅ نه درلودي خو همت مو وکړ، له صفره څخه مو پیل وکړ او تر ۱۳ کلنو وروسته دا دی نن هر څه لرو او هیواد ته مو د بیا رغونۍ په برخه کې یو نوی رنګ ورکړي چې تاسي ولس یې شاهدان یاست او راتلونکې حکومت ته مو د حکومت دارۍ په برخه کې ټولي اسانتیاؤي او وسایل برابر کړي یواځي حکومت چلول غواړي او بس) چې د هغه د دي خبرو سره ښائي هر افغان موافق وي.
اوس نو د ملي یووالي حکومت ته ګورو چې دوي د ملت لپاره څه کوي،که چیري د ملي یووالي حکومت د خپلو بسنټیزه اوږد مهاله طرحو او پلانونو د عملي کولو لپاره د یو معقول لارښود او قانوني چوکاټ په رامنځته کولو کې بریالۍ او پخه بنسټ ډبره ورته کیدي نو روانو حالاتو ته په کتو سره به یې د ملت لپاره یو ستر او نه هیریدونکۍ کار کړي وي او دا به د راتلونکو حکومتونو لپاره یو عمومي لارښود وي کوم چې له مخي به یې هر حکومت د خپلي دوري پر مهال د ۱۰ تر ۲۰ سلني پوري د مشخصو موخو د تر لاسه کولو لپاره هلي ځلي کوي نو افغانان ښائي وکولاۍ شي په راتلونکو ۵۰ کالو کې بیا یو پرمختللي، قانونمنده، هوسا او پر ځان بسیا هیواد ولري چې هغه مهال به پرته له شکه په هیواد کې د شخصي ګټو پر وړاندي ملي ګټو ته ژمن او ریښتیني واکداران ولرو.
د هغي ورځي د لیدو په ارمان چې پکې به د تور او سپین، تاجک او پښتون، شمال او جنوب، قوم او ګوند د نوم اخستني او د دی پدیدو ګټو ته د ژمنتیا پرځاي به یواځي زما ولس خپلو ملي ګټو ته کار وکړي.
د هغي ورځي د لیدو په ارمان چې نننۍ ملت مي د ورور وژني او ورانکارۍ پرځاي د ورورګلوي په فضا کې اوږه په اوږه یو له بله سره د هیواد په ابادولو کې کار کوي.
د هغي ورځي د لیدو په ارمان چې زما ګران افغانستان د ګاونډیو هیوادونو نه د پرمختګ په ډګر کې کلونه کلونه وړاندي وي.
او د هغي ورځي تر لیدو دی خداي ج ژوند راکړي چې افغانان مې د نړۍ په هر ګوټ کې د خپلو مشرانو او نورو هیوادوالو په کړنو او کارنامو ویاړي او له امله یې هر چیري هسکه غاړه وړي.