د یحیاخیلواوسیدونکو په امنیتي برخه کې له دولت څخه د امکاناتوغوښتنه وکړه او ولسونو ورته د بشپړامنیت ډاډ ورکړ.

د پکتیکا ولایت مقام د رسنیو دفتر

۱۳۹۳کال د مرغومي ۸ نېټه

د پکتیکا والي ښاغلي انجینرعبدالکریم متین د خپلې نوې دندې په لومړۍ اونۍ کې دیحیاخیلو ولسو الۍ ته سفر وکړاو دغمځپلې پیښې دشهیدانو روح ته یې لاسونه لپه کړل.

له ښاغلي متین سره په دې سفرکې امنیه قوماندان، ملي امیت ریس،استناف محکمې ریس،ولایتي شوراستازاو دبیلابیلو محلي ادارې ریسانو ملتیا کوله،په پیل کې دیحي خیلوولسوالۍ دهغې پیښې قربانیانوته ددعا لاسونه پورته شول چې دروان لمریزکال دلیندۍ په ۲ نیټه دلوبوپه میدان کې دځانمرګي برید په ترڅ کې شهیدان شوي وو.

وروسته دیحی خیلو ولسوالۍ يو تن قومي مشر حاجي ګل خان له ورغلي پلاوي څخه دمننې ترڅنګ په امنیتي برخه کې دتجهیزاتو غوښتنه وکړه وې ويل چې په دغه ولسوالۍ کې ترهرڅه دمخه راته امنیت ډیر مهم ده او ددې ولسوالۍ ټول اوسیدونکي دې ته چمتودي چې دخپلې ولسوالۍ امنیت په خپله ونیسي ؛خو غوښتنه یې وکړه چې دولت دې دوي ته تجهیزات او امکانات برابرکړي اونورامنیت راوستل ددې ولسوالۍ دولسونو مسؤلیت ده .

دیحی خیلو یوبل تن قومي مشر سرورخان وویل په دې ولسوالۍ کې د پوهنې کچه ډېره ټيټه ده،ګڼ شمېر ښوونځې ودانۍ نه لري اوزیات شمیر ښوونکي يې غير مسلکي وګړي دي .

نوموړي زیاته کړه ددې ولسوالۍ روغتیایي مرکز ودانۍ فعاله اوطبي وسایل پکې موجود دي خو مسلکي ډاکټران پکې شتون نه لري اوغوښتنه مو داده چې یادوستونزوته مو دحل لاره پیداشي .

دپکتیکا والي ښاغلي انجینر عبدالکریم متین دیحی خیلوولسوالۍ اوسیدونکوته په خبروکې وویل ، په اسلامي ټولنه کې هرانسان پربل انسان حق لري چې سیله رحمي ،ښه سلوک اودمشکل په وخت وکې ورسره مرسته وکړي؛خوبرعکس دوطن ،سولې،اوپرمختګ دښمنانودپردیو په لمسون داسې یوغیر انساني اواسلامي عمل ترسره کړ،چې هیڅکله دبښنې وړنه ده
نوموړي وویل دغې ولسوالۍ ته يې د راتګ موخه دقربانیانو له کورنیوسره له نږدې لیدل اودستونزو اوریدل دي ، چې ټول ملکي نظامي مسوولين به ورته ځواب وايي خو غوښتنه یې وکړه چې دسیمې امنیت اوناامني په خپله دسیمې خلکوپورې تړاو لري،که په ریښتني توګه اولس وغواړي دغې ستونزې ته د پای ټکی اېښودلی شي

په پای کې ولسولۍ ته تللي پلاوي له روغتیایي کلینیک څخه هم لیدنه وکړه ترڅو په یاد کلینیک کې پرتې ستونزې له نږدې وګوري .

ښاغلي متین مرکزشرنې ته له رارسیدوسره سم دپوهنې،عامې روغتیا او ټولګټوچاروریسانوته دنده وسپارله ترڅو سیمې ته پخپله سباورځ سفروکړي ستونزې او نیمګړتیاوې په ګوته اودحل په موخه یې جدي اقدام وکړي.

دپکتیکا ولایت مطبوعاتي دفتر

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *