افغانستان-خوست
ولايت مقام-دعامه اړيکو دفتر
نېټه:٨-١٠-١٣٩٣
دخوست-ګرديز د پاتې ٢٥کيلومتره سرک د ٨کيلومتره برخې دجوړيدو چارې چې دخوست ولايت په ساحه کې موقعيت لري په اساسي توګه بشپړې شوې ،ددغه مهم او لوى ترانزيټې سرک دپاتې ٢٥کيلومتره سرک دجوړيدو چارې د ٢٠١٤ميلادي کال د اګسټ مياشتې په ٥ نېټه د خوست ولايتي ادارې د رهبري لخوا رسماً پيل شوې چې دپرلپسې تعقيب او څآرنې په پايله کې دخوست په ساحه کې د ٨کيلومتره سرک دجوړيدو چارې دمشرق انجينري ساختماني شرکت په واسطه سره د دسمبر مياشتې په ٢٨ نېټه بشپړې شوې.
خوست سرپرست والي عبدالجبارنعيمي دخوست په ساحه کې ددغه سرک دکارونو پربشپړيدو باندې زياته خوښي څرګندوي او په اړه يې دخوست ټولو ولسونو ته مبآرکي وايي ، نوموړي وايي خوست ولايتي اداره شپه او ورځ په دې هڅه کې ده چې پاتې ١٧کيلومتره سرک دجوړيدو چارې چې د پکتيا په ساحه کې موقعيت لري هم په ټاکلي وخت کې بشپړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شي ، ترڅو دخوست له خلکو سره دولايتي ادارې شوې ژمنه په خپل وخت عملي او دخلکو يوه تاريخي هيله پوره شي.
سرپرست والي وويل چې د جوړ شوي سرک په اوږدو کې ٤٤پلچکونه، د٦٠مترو په اندازه کانکريټي فرش، د ٢٥٠٠مترو په اندازه حفاظتي ديوالونه ،د ٣٤٠٠مترو په اندازې ويالې او د٩٠٠مترو په اندازه استنادي ديوالونه هم جوړ شوي دي.
دمشرق انجنيري ساختماني شرکت يو انجنير وايي چې دپاتې ١٧کيلومتره سرک دجوړيدو چارې هم ٣٠سلنه بشپړې شوې او د ا مهال په کې د ٨٠په شميره مختلف النوع ماشينري او د ٣٠٠ په شميره عادي او مسلکي کارکوونکي کار کوي ،نوموړى زياتوي چې د سړې هوا په رارسيدو سره يې دکانکريټ اچونې او قيراچونې چارې ځنډولې دي خو د هوارکارۍ او کټينګ چارو ته به دوام ورکړي او هم به تلاش وکړي چې دغه سرک شپه او ورځ د ترافيکو پرمخ خلاص وساتي.
بل لوري ته دخوست ولايت خلک دخوست په ساحه کې د ٨کيلومتره سرک پرجوړيدو باندې خوښي څرګندوي او له ولايتي ادارې مننه کوي چې ددغه مهمې پروژې دکارونو تکميل ته يې اساسي توجه کړې ده ،دوى د يادې پروژې له تطبيق کوونکي شرکت غواړي چې نور هم ددغه سترې پروژې دکارونو کيفيت ته ځانګړى پام وکړي.
د يادونې وړ ده چې دغه مهم سرک د امريکا دمتحده ايالاتو د نړيوالې پرمختيايي ادارې په مالي تمويل سره د (32,7) دوه ديرش اعشاريه اوه ميليونو امريکايي ډالرو په ارزښت سره جوړيږي دامريکا دمتحده ايالاتو ددغه اغيزمنې مرستې څخه ټول ډير منندوى دي.
واکمن