پنځم څپرکی
امریکا غچ اخلي
د سپټمبر د ۱۱مې له پېښوڅو ورځي وروسته د امریکا ولسمشر جورج ډبلیو بوش خپل ولس ته وینا وکړه: “ موږ به هغه خلک چې دا بریدونه یې وکړل، پیدا کړو ، هغه به د خپلو پټنځایونو څخه بهر وباسو، موږ به هغوی له تېښتي راوګرخوو، هغوی به د عدالت میز ته راکش کړو. د امریکا خلک یواځې د غچ غوښتنه نه کوي، بلکي هغوی د وحشي کړنو پر وړاندي جګړه کول غواړي.´´ اوس د امریکایان باوري وو ، کوم بریدونه چې پکې له درې زره ډېر کسان ووژل شوو، د القاعدوو او اسامه بن لادن کار و، هغوی له افغانستانه عملیات کول، چي اوس ورته دامریکا ټوله پاملرنه اوښتې وه.
د بن لادن د نیولو لپاره لټون په شمال کې پیل شو. لا په شمال کې لږ ځمکه پاته وه چې د طالبانو تر کنټرول لاندي نه وه، دا سیمه یواځنی ځای و چې امریکایانو کولای شول، په افغانستان ننوځي. که څه هم شمالي ټلوالي په وار وار له امریکایانو د نظامي همکارۍ غوښتنه کړې وه، خو امریکایانو ورسره دلچسپې نه وه ښوولې. د سپټمبر ۱۱مې وروسته هر څه بدل شول، او افغانستان ته ننوتل ستونزمنه و.
د سپټمبر د ۱۱مې دوې ورځې وړاندي د شمالي ټلوالي مشر احمد شاه مسعود وژل شوی و. دوو عربانو چې یو له بروسیلز او بل له بلجیم څخه و، د ژورنالستانو په نامه هغه ته ورغلي وو او په خپله کامره کې یې بم پټ کړی و. ویل کېږي چې ددې برید تر شا هم د القاعدوو لاس و. دې ډلې دا درک کړې وه چې پر امریکایې خاوره له بریدونو وروسته به امریکا اړه شي چې پر افغانستان برید وکړي، ځکه به نو لومړی له شمالي ټلوالي همکاري وغواړي چې احمدشاه مسعود به پکې اړین رول ولري. د احمد شاه مسعود په وژلو سره بن لادن غوښتل یوه تشه رامنځ ته کړي او له دې سره د شمالي ټلوالي مورال ضعیف کړي.
د سپټمبر په ۱۷مه د امریکا ولسمشر بوش د یو بیلیون ډالرو یو سند لاسلیک کړ چې له مخي یې دا پیسې د القاعدوو پروړاندي ددې پټې جګړې لپاره ځانګړې شوې وې. بوش وغوښتل چې تر ډېره به دا چاري د کامرې ترشا ترسره کېږي. د ژورنالستانو لپاره له وړاندي دا ستونزمنه وه چې افغانستان ته د ننوتلو لپاره ویزې واخلي. په عین وخت کې کرزي سید اروزګان ته ولېږه، پر همدې مهال د سې ای اې لومړۍ ډله شمالي سیمو ته په هیلې کاپټرو الوتکو کې کښته شوې وه. دې ډلې له ځان سره په میلیونونو ډالر راوړي وو، هغوی غوښتل چې د شمالي ټلوالي پر مټ بن لادن او طالبان ونیسي. د امریکا پټو اجنټانو پېچلي عملیات په کار اچولي وو. هغوی ته د خپل مشر له خوا ویل شوي وو: “ زه د بن لادن د پرې شوي سر انځورونه غواړم. او وروسته زه د هغه سر پر یخي دلته راوړل غواړم تر څو یې ولسمشر ته وښيم.´´
په پاکستان کي د امریکا متحده ایالاتو سفارت زیاتې پیسې په هغو افغانانو ویشلې چې کولای یې شول له امریکایانو سره د هغوی په پروګرام کې مرسته وکړي. خو ټولو ورته زړه نه ښه کاوه. ډېرو قومي مشرانو او جنګسالارانو د روسانو پر وړاندي سخته جګړه کړې وه، پیسې او امکانات ورته امریکا ورکول، خو کله چې د دواړو ګډ دښمن (روسیه) له افغانستانه ووتله، بیا امریکا افغانانو ته په ټوله کې شا کړه. ډېرو کسانو پیسې واخیستې، خو فعالیت یې د فرصت په موخه کاوه. هغه سټلایټ تلیفونونه چې امریکا ویشلي و، د پاکستانو په تورو بازارونو کې و پلورل شوو. دا هم جوته شوه چې د مخالفینو څخه یوه مشر د امریکا په پیسو یو ښکلې موټر اخیستی او په یو میلیون ډالرو یې ښکلې ودانۍ د کور لپاره جوړه کړې وه.
په جنګیالیو مشرانو کې هم توپیرونه و، د مجاهدینو پخوانی قومندان، عبدالحق چې د افغانستان په ختیځ کې یې له طالبانو سره جګړه کوله، هغه د طالبانو سخت مخالف و. هغه له روسانو سره د جګړې پر مهال خپله پښه له لاسه ورکړې وه. د طالبانو د واکمنۍ پر مهال هغه یو ورځ کور ته ولاړ، چې ګوري میرمن او ماشوم یې وژل شوي وو. هغه ادعا کوله چې ګني زر سرتېرې یې لرله. عبدالحق نه غوښتل شمالي ټلواله د امریکا پر مټ په افغانستان کې ټول واک په خپل لاس کې واخلي، بس ددې کار مخه یې ډب کوله. هغه غوښتل هیواد ته د بهرنیو له ملاتړ پرته ننوځي، او طالبان له خاورې وشړي.
په دې برخه کې حامد کرزی او دهغه پالیسې بیخي بل ډول وه. هغه له ژورنالیستانو سره اړیکې لرلې، او هغوی هم کرزی د یو ډیپلومات او ژباړن په توګه پېژانده، چې ګني د روسانو سره د جهاد پر مهال یې د جهاد او مقاومت په برخه کې د ژباړن رول هم لاره. هغه داسي نه ښکارېده چې کوم وسلوال مقاومت دي پر مخ یوړلای شي.
کله چې د افغانستان په شمال او اسلام اباد کې د پیسو ویش پیل شو، کرزي د نورو افغان مشرانو په څېر په کویټه کې له سي ای اې سره پټې کتنې کولې. هغه د یو مخفي جاسوس ته ځان رسولی و هغه چې د ګریګ په نوم یادېده. هغه او کرزي د سپټمبر له ۱۱مې وړاندي له یو بله سره پېژندل او په کویټې ښار کې يې نور وختونه هم سره کتلي وو. خو دا ځل حالات نور هم خوشبین و. نور وختونه به امریکا او ګریګ کرزی مایوسه کاوه، خو دا ځل امریکا همکارۍ ته چمتو وه. د کویټې ښار په سرینا هوټل کې سور سري (سره وېښتانو والا) امریکایې به له ډېرو افغانانو سره کتل، تر څو یې اروزګان ته ولېږي. – وروسته بیا ګریګ په کابل کې د سې ای اې د دفتر مشر وګمار شو. هغه به هماغه مهال په کویټه کې پیسې او سټلایټ تلیفونونه ورکول، که څه هم دا څرګنده نه ده چې سي ای اې له کرزي سره دهغه پر پلانونو همږغې وه، که څنګه. د ګریک یوه همکار چې د افغانستان په شمال کې د سي ای اې ټیم سره همکار شو، وویل چې ګریګ کرزي ته ویلي و چې : ته باید تر هغه تمه وکړي چې د امریکا له کمانډو څخه ورته یوه ډلګۍ همکاري چمتو کړای شي. خو کرزي یې مشوره نه وه منلې، او هغه په دې اړه ورته داسي ویلي و: “ ما له امریکایانو د سپټمبر له ۱۱مې وړاندي د همکارۍ غوښتنه کړې وه. خو زه له هغوی څخه یو ځل بیا دا غوښتنه کوم. خو دا مهال مې سي ای اې ته معلومات ور نه کړل او دهغوی له مشورې پرته په خپل کار پیسې شوم، ځکه سي ای اې ته معلومات ورکول راته خطرناک ښکارېده، ځکه ښایې دا معلومات ای ایس ای ته ورکول شوی وای. ´´
په کویټې ښار کې به د کرزي کوټې ته ډېر افغانان ور تلل، د هغوی ګڼه ګوڼه به پاکستاني رسنیو خپرول، خو د نړیوالو رسنیو ډېر تمرکز پر کرزي او دهغه پر فعالیتونو را غونډ و. یو لیکنه چې د امریکایې ژورنالیست (مولي موري) له لورې پر واشنګټن پوسټ خپره شوه، پکې کرزي ته د راتلونکي افغان ولسمشر خطاب شوی و. په دې لیکنه کې لیکلي و: “ پاکستاني ورځپاڼو دې خبرې ته پام کړی و چې ګڼې کرزی د ولسمشرۍ لپاره کمپاین پر مخ وړي.´´ کرزي دې لیکنې ته پام ونه کړ. د موري ملګري پاکستاني ژورنالیست احمد رشید ورته نظریه نه منله، هغه په اسلام اباد کې له امریکایانو، برتانویانو، او ملګرو ملتونو سره خبرې کولې، هغه ورته ویلي و: “ دوی کرزی جدي نه دی نیولی، دوی غواړي ددې ډول لیکنو پر مټ د طالبانو پام کرزي ته ور واړوي. ´´
یوه فرانسوي ژورنالیست (ګیډو رامپولډي) له کرزي څخه د هغه د خوښۍ په اړه پوښتلي و: “ کرزی له بریدونووروسته خوښ و، هغه پوه شوی و چې تاریخ به بدلون وکړي، هغه د افغانستان لپاره خوښي ښودله. کله چې مې ترې پوښتنه وکړه چې ایا تاسو به راتلونکی رهبر اوسئ؟ هغه ځواب رانه کړ. هغه یواځې دومره وویل چې اوس هر څوک باید په دې برخه کې ونډه واخلي. هغه زیاته کړه که اړتیا وه له ګلبد الدین حکمتیار سره ناسته هم ورته کومه خبره نه ده.´´
د رامپولډي په وینا چې امریکایانو فکر نه کاوه چې کرزی دي د ولسمشرۍ لپاره مناسب وي: “ زما په فکر هغوی غوښتل لومړی کرزی ځان ورته په ثبوت ورسوي. لا هم ماته څرګنده نه وه چې هغه به د رهبر په توګه راڅرګند شي. د افغانستان له تاریخه ښکاري چې دې سیمې ډېر مشران زیږولي، دا سیمه د پښتنو سمیه ده. کرزي د خپل خاورې د راتلونکی لپاره ډېر زیار وایست. هغه لیواله و، له امریکایانو سره یې ښې اړیکې لرلې، او دا د هغه وخت یوه اړتیا وه. ´´
د اکټوبر په لومړیو کې کرزي یو بل پیغام وړونکی هم اروزګان ته ولېږه چې له قومي مشرانو سره وږغېږي. ډېرو خلکو (محمد شاه) ته د کرزي د خاص استازي په سترګه کتل، که څه هم هغه د کرزي له ساتونکو څخه یو و، خو هغه د کرزي په کوټه کې خلکو سره د هغه په استازیتوب خبرې کولای شوې. پر هماغه مهال داسي ښکارېدل چې هغه یو سکرتر و، د کرزي په نه شتون کې به یې هم اړین موضوعات په یوه سر حلول. کرزي هم د افغانستان و سویل ته له هغه سره ډېرې لارې و سنجولې. خو د محمد شاه لپاره د کرزي پلانونه نوي نه وو.
کرزی او محمد شاه له یو بل سره په نظر کې پوهېدل. شاه له خاموش او لوستي کرزي سره په دې برخه کې څه نه ویل. هغه یو ځانګړی انسان و، په ډډه کندهارۍ لهجه یې خبرې کولې، بورې سترګې یې وې، په لاسونو یې خالونه هم لګولي وو. د هغه د یوې بټې ګوتې یوه برخه هم پرې شوې وه. هغه د دلاورۍ او زړه ورتیا نوم لاره. هغه د کرزي له قوم څخه و، په وینا یې چې د کرزي په کورنۍ کې یې ښځه کړې وه. ډېر کلونه داسي راغلي وو چې د کرزي او محمد شاه ترمنځ اړیکې نږدې نه وې. کله چې طالبان را څرګند شول، محمد شاه د کرزي له سیال امیر لالي سره یو ځای شو. کله چې امیر لالی له طالبانو ایران ته په تېښته بریالی شو، محمد شاه د کرزی بغل ټینګ کړ. کرزي په لومړیو کې پر هغه باور نه لاره، د ډېر وخت لپاره خو محمد شاه د کرزي کوټې ته ورتلی هم نه شو، هغه به له کرزي سره یوځای و، د کرزي امنیت به یې خوندي کاوه. د کرزي پرې باور پوخ شو. هغه به د کرزي موټر چلاوه، کله به یې په کویټه ښاره کې په ښکلي سرینا هوټل کې چای هم یو ځای څښلې.
محمد شاه د کرزی په پلانونو ښه خبر و. هغه درک کړې وه چې د سپټمبر په ۱۱مه څه پېښ شوي وو. هغه به د کرزي په کوټه کې تلویزیون کاته، ځکه پوه شو چې امریکایان به ژر د افغانستان په چارو کې مداخله وکړي. خو د نورو اروزګانیانو په څېر محمد شاه هم د کرزي لپاره له کویټې څخه وتل مناسب نه ګڼل. هغه د کرزي لپاره دا ښه نه بلل چې د وسلوال مقاومت منځ ته دي ولاړ شي، ځکه کرزي د ټوپک چم هم نه و زده. هغه کرزي ته وویل چې پر ځای به دي زه ولاړ شم، خو کرزي ورسره ونه منله، او خپله تګ ته تیار و.
محمد شاه ته هم د کرزي له لورې سټلایټ تلیفون او نور څېزونه ورکړل شول. کرزي ورته وویل: “ زه به یې درته وښیم چې دا څرنګه کار کوي.´´ راتلونکې ورځ یې محمد شاه ته هم ډېرې پاکستانۍ کلدارې ورکړې چې جنګیالي پرې خوشحاله کړي. په همدې ورځ کرزی له محمد شاه سره د ټکسي موټرو تم ځای ته ولاړی، له هغه ځایه یې غوښتل د کندهار له لارې غرني اروزګان ته ځانونه ورسوي. هغه په دې پوه و چې چیرته روان و. هغه غوښتل تر خپل ملګري عبدالغني چې څو ورځې وړاندي اروزګان ته رسېدلی و، ځان ورسوي. د امنیتي د لایلو پر اساس هغوی له ځان سره سټلایټونه وانه خیستل او دا دنده یې سید ته وسپارل چې سټلایټونه ور پسې ور وړي.