د افغانستان له مخکني ولسمشر حامد کرزي سره د )یو افغان ټولنې( د رهبرۍ شورا غړو وکتل او خورا خوږ او تود مجلس يې ورسره وکړ. ښاغلی کرزي د مجلس ځای ته له راتلو سره سم له موږ سره جلا جلا په ډېره مینه روغبړ او جوړ په خیر وکړ. وروسته د یادې شورا غړوهر یوه په وار سره، چې له بېلا بېلو ولایتونو څخه وه ځانونه ور وپېژندل.

ښاغلي کرزي تر پېژندنې وروسته وویل،چې تاسو په حقیقت کې د افغانستان د ملي یووالي سمبول یاست، او په واقعي بڼه مو ملي وحدت تمثیل کړی،ځکه له بېلا بېلو قومونو او بېلا بېلو ولایتونو ځوانان د یو افغان تر نوم لاندې سره راټول شوي یاست، له همدې امله زه ستاسو راتلونکی روښانه وینم او هیله لرم،چې د یو موټي افغانستان لپاره به ډېر کار وکړئ.

وروسته د (یو افغان ټولنې) په استازیتوب مطیع الله صافي خبرې وکړې او ویې ویل،چې کرزی صاحب! ستاسو په ۱۳کلن حکومت کې د افغانانو د ملي یووالي، بیا جوړونې، بهرني سیاست،ښوونې او روزنې، اقتصاد، امنیتي سکتور او ګڼ شمېر نورو برخو کې ډېر کار وشو، افغان ولس ستاسو ټولو خدمتونو ته د قدر په سترګه ګوري او مدیون يې دی، خو د پرمختګونو تر څنګ له بده مرغه یو شمېر ستونزې لکه د سولې نه راتلل، اداري فساد، مصلحتي سیاست او نور هم موجود وه،چې ولس ته يې ښې پایلې نه درلودلې،خو په ټولیز ډول د هغه وخت شرایطو او حالتو ته په کتو سره ولس ستاسو له کړنو څخه خوښ دی او ستاسو څخه غوښتنه لري،چې په هېواد کې د روانو ستونزو په حل کې هم د ملي یووالي له حکومت سره د منځګړې په توګه مرسته وکړې او ګډه هېواد له روانو ستونزو څخه وژغورئ .

ورپسې د افغانستان مخکني ولسمشر حامد کرزي څو خبرې،خو پخې خبرې وکړې او ويې ویل،چې ستاسو خبره پر ځای ده،چې موږ د پرمختګونو او لاسته راوړنو تر څنګ یو شمېر ستونزې هم درلودلې،په ځانګړي ډول بیا د مصلحت په اړه به ووایم، کله چې زه د افغانستان ولسمشر شوم،نو افغانستان په ډېر بد حالت کې ؤ، موږ هر څه له صفر څخه پیل کړه. دده په وینا افغانستان موږ ته د یو ښښیې لوښي په مثال وو،چې دا لوښی باید موږ په هر ډول حالاتو طوفان، سیلاب، اوبو او اور کې په خوندي ډول تر خپل منزله ورسوو. هڅه مو کوله،چې له لاسه مو ونه لویږي او یو ځل بیا په وړو وړو ټوټو ونه ویشل شو، نو زه اړ وم، چې د خپل هېواد د ژغورنې او منزل ته د رسېدو لپاره په ځینو وختونو کې مصلحت ته هم غاړه کښیږدم.

ښاغلي کرزي وویل،چې تاسو له ما څخه د ملي یووالي له حکومت سره د ستونزو په هواري کې د منځګړي د رول غوښتنه وکړه، زه له تاسو سره هم نظره یم او ما مخکې لا دا کار پيل کړی دی،د ملي یووالي د حکومت له ولسمشر ډاکټر اشرف غني او اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله سره مو د هېواد د ملي ګټو د خوندیتوب په موخه خبرې کړي او تل مې هڅه کړې،چې د یو بې پلوه منځګړي په توګه د خپل هېواد او ولس لپاره شته ستونزې په ګډه سره حل او له منځه یوسو. او همدا نن مې له ولسمشر سره خبرې وکړې او ستاسو له مجلس وروسته به له اجرائیه رئيس سره هم خبرې کوم او د هېواد په ملي موضوعاتو کې به مشورې او خپل نظر ورسره شریکوم .

پخواني ولسمشر دا هم وویل که موږ خپل وطن خپله جوړ نه کړو، نو نور يې را ته نه جوړوي بلکې هغوي غواړي،چې له موږ څخه د خپل ځان په ګټه استفاده وکړي،چې ښه مثال يې له روسانو سره د افغانانو جګړې او قربانۍ وې، چې د هغه وخت په غربي مطبوعاتو کې یوه غربي کس د دې پر ځای،چې ووايي موږ به تر وروستۍ مرمۍ پورې له روسانو سره جګړه کوو داسې وویل،چې موږ به تر وروستي افغان پورې له روسانو سره جګړه کوو. یعنې دوی موږ د خپلې وسلې په توګه استعمالولو،خو کله چې افغانانو روسانو ته ماته ورکړه،نو غربیانو نور افغانستان هېر کړ او په ډېرو ستونزمنو حالاتو کې يې یوازې پرېښودلو.

ښاغلی کرزی د افغانستان راتلونکې ته هیله من دی او ټولو ته يې ویل،چې ځوانانو تاسو مه خواشیني کیږې، کومه داسې ستونزه نشته،چې زموږ هېواد له خطر سره مخامخ کړي. دا ستونزې لنډ مهاله دي ډېر ژر به تېرې شي او انشاالله هېواد به مو د دواړو مشرانو په رهبرۍ په ټولو چارو کې په ښه ډول پر مخ ولاړ شي .

د لیدنې په پای کې يې وویل،چې زه پخپل ټول توان یو ځل بیا افغان ولس ته ډاډ ورکوم،چې د خپل هېواد د ملي ګټو لپاره د ملي یووالي له حکومت سره ملګری یم، ټېنګ ملاتړ يې کوم او په هره ملي موضوع کې به ددوی تر څنګ ولاړ یم. نه اپوزیسون جوړوم او نه به د اپوزیسون په نامه د حکومت په وړاندې ستونزې جوړې کړم، بلکې د یو ښه همکار په توګه به ور سره همکاري کوم .

په پای کې د (یو افغان ټولنې) رهبرۍ شورا ښاغلي حامد کرزي ته د ښو خدمتونو له امله ډالۍ ورکړه او د لا بریاوو هېله يې وکړه .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *