په هلمندکي دشپږم سرحدي زون له لوري 90 تنه سرحدي پولیس په حقوقي برخه کي وروزل سوه .
دشپږم سرحدي زون قوماندان سمونوال الحاج سلطان محمود محمود وایې چي په دغه روزل شوو کسانوکي ۶۰ تنه ساتونکي او ۳۰ ته یې ساتنمنان دي .
هغه وایې چي دغه کسانوته په حقوقي برخه کي زده کړه ورکول شوه چي دخپلو حقوقو او ولسي خلکو دحقوقو څخه وړاندي دوۍ پوره معلومات نه درلودل .
دغه پولیسوته شاوخوا درې اونۍ زده کړه ورکول شوې ده چي دنورو پولیسواو افسرانو دزوني لپاره به دغه ډول پروګرامونه دوامداره وه ساتل سي .
دیادوني وړده چي افغان سرحدي ځواکونه اوس مهال په سرحدي سیموکي په خپلواکه توګه امنیت خوندي کوي او دهلمند او نیمرزو ولایتونو په سرحدي سیموکي دانتقال وروستي پړاو ته پوره چمتودي .