د وردګو ولایت په دایمیردادو (جلګه) ولسوالۍ او همدا ډول د یا ولایت په بهسودو ولسوالۍ کې د ګچ یو لوی کان دی چې له خواوشا دوولسو کلونو راهیسې په دغه کان کې ناقانون کیندنې کیږي او هره ورځ په منځني ډول شل لوی لارۍ موټرونه د دغه کان له تیږو ډکیږي او بیا د کابل په ارغندۍ سیمه کې په غیر معیاري کارخانو کې ترې ګچ جوړیږي.

په دغه ولایت کې د طالب وسله والو لپاره دغه کان د عوایدو ستره سچینه ده، دوی له ګچ بار یوه موټر څخه ۲۰۰۰۰ (شل زره) افغانۍ اخلي چې د ورځې خواوشا ۴ لکه افغانۍ کیږي، له دغو موټرو څخه بیا په چک ولسوالۍ کې ملي او سیمه ییز پولیس هم خپل باج اخلي او د ګچ والا او پولیس تر منځ د جوړجاړي له مخې له هر موټر څخه ۱۰۰۰- ۲۰۰۰ افغانۍ اخیستل کیږي.

د ګچ یادې تیږي د کابل ولایت په ارغندۍ سیمه کې په هغو غیر معیاري کارخانو کې په ګچ بدلیږي چې له ایران او پاکستان څخه راوړل شوې، هره ورځ د دغې سیمې شین اسمان د ګچ د لسګونو فابریکو د ناقانونه تولید په لوخړو خړ پړ اوښتی وي، حتی د فابریکې نږدې شاوخوا ځمکه د ګچ سپین پوډر د واورې په څیر سپینه کړې وي.

څو کاله وړاندې یاد ګچ د ایراني ګچ به نامه په بازار کې پلورل کیده او په هغو وړو بوریو کې بازار ته وړاندې کیده چې د ایران د کومې خیالي فابریکې مارک او ادرس ورباندې لیکل شوی و. د دغه کان لوټ اوس دومره لوړې کچې ته رسیدلی چې، د ولایت ځینې چارواکي، د ولایتي شورا ځينې غړي او د طالب وسله والو قوماندانانو په ګډه پرې داړه او چا په اچولې.

له چک ولسوالۍ څخه تر جیلګې پورې د سړک د کار پيل هم ددغو مافیايي کړیو یوه هڅه ده چې په مرسته یې سړک د دې جوګه شي چې لارۍ موټر پرې په اسانه تګ راتګ وکړي، ځکه طالب وسله والو د چک سړک پخولو ته اجازه نه ورکوله او ایله ۸ کیلو متره پوخ او پاتې نور هوارکړای شو، خو اوس چې د هغه سړک امنیت افغان ځواکونو نیولی لا یې هم جوړول یو خیال دی او هره ورځ پرې بې کاره خلک په ګرمو پیتاونو کې مجلسونه ګرموي

One thought on “د وردګو سپین ګچ د تاراج په لوخړو کې/ توریالی ملیار”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *