خبرپاڼه
نېټه: ١٣٩٣-١٠-٩
کندهار، افغانستان- د کندهار ملي امنيت رياست دوه تنه وسله وال ترهګر، چې په ترورستي،انتحاري او بېلابېلو ترهګريزو فعاليتونو کي يې برخه اخيستې وه،او دملاحکمت الله مشهور په کوچنى قاري دګروپ غړي ول ونيول.
د يادو کسانو هويت په دې ډول دى، عبدالولي دجان محمد زوى دناصر خان لمسى اصلي دکندهارولايت دارغنداب ولسوالۍ دخواجه ملک او فعلي دپنځمي ناحيي اوسيدونکى او عبدالرازق دعبدالوهاب زوى دصالح محمد لمسى اصلي دارغنداب ولسوالۍ دخاليشک دکلي او فعلي دکندهارښار د ديارلسمي ناحيي دميرزا محمدخان قلعچې اوسيدونکى .
دياد دووه کسان په کندهار ښار کي ددولت ضد ترورستي ،او انتحاري فعاليتونه تر سره کول چې د ملي امنيت د ويښو او بيدارو منسوبينو له لوري د بېلابېلو عملياتو په پايله کې ونيول سول. دغو کسانو پر خپلو ترهګريزو او تخريبي فعاليتونو اعتراف کړى دى او له دوى څخه اته (٨) کړۍ لاسي بمونه، يو عدد د کلاشنکوف شاژور او يو شمير مهمات هم ځيني تر لاسه سوي دي .
وسله وال ترهګر هڅه کوي چي د ترهګريزو کړنو په مرسته په خلکو کي وېره خپره کړي او افغانان د غم پر ټغر کښېنوي. خو افغان ملي امنيتي ځواکونه به تل هڅه کوي چي د شپې او ورځي د ولس خدمت وکړي او خپل ولس د وسله والو له ظلمونو خلاص کړي.