تيرو ديرش پنځه ديرش کلونو په هر لحاظ د افغانانو ژوند ډير تغير کړي دی. له ورانۍ او بربادۍ سره سره اقتصادي، اجتماعي، او سياسي بدلونونه راغلل او اوس عادي افغانان هم په ډيرو مسايلو پوهيږي او سر یې ورباندې خلاصيږي.

په دې دومره وخت کې مو ډير ځله وليدل چې اکثريت پښتانه مشران واک ته له رسيدو نه وروسته له ډيرې محافظه کارۍ څخه کار اخلي. زما مطلب دادى چې ډير پښتانه مشران له صادقو او ساده لوحو پښتنو څخه وټ اخلي، او کله چې چوکۍ ته ورسيږي نو بيا دومره محافطه کاري شروع کړي چې پښتانه د خپلې رایې په ورکولو باندې پښيمانه کړي.

نه پوهيږم چې ولې داسې کيږي، نه پوهيږم چې ولې زموږ مشران داسې له ضعف څخه کار اخلي، او نه پوهيږم چې کله به زمونږ دغه پښتانه مشران پخپلو وعدو ولاړ پاتې سي. زما د دې خبرو مطلب هر ګز دا نه دى چې ګنې پښتانه ليډران دې د نورو وطنوالو ورونو په حق ډاکه واچوي او هر څه دې پښتنو ته ورکړي، زه دومره وايم چې د پښتنو حقوق بايد هم پايمال او تر پښو لاندې نه شي.

پښتانه مشران واک او چوکۍ ته له رسيدو وروسته فکر کوي که دوى د پښتنو لپاره څه کار وکړي نو په لږکيو پورې مربوط ورونه ورباندې د فاشست او نشنلست نومونه ږدي. له دې کبله محافظه کاري شروع کوي او پښتنو ته شا اړوي او د لږکيو په خوشحالولو لاس پورې کوي.

واک ته له رسيدو مخکې پښتنو سره ډېرې وعدې کوي خو وروسته بيا خپله توجه نورو طرفونو ته اړوي او د هغوى په خوشحالولو کې دومره مصروفيږي چې اصلا پښتنوته هيڅ وخت نلري او همداسې یې د اقتدار موده سر ته رسيږي.

زه نه غواړم مشخصآ د چا نوم واخلم، خو زما يقين دى چې هر څوک دغه ډول مشران پيژني. زمونږ دغه مشران له وټ اخستلو وروسته او چوکيانو ته له رسيدلو وروسته کوشش کوي چې ځان داسې عياراو جوړ کړي چې زمونږ په لږکيو پورې مربوط ورونه پر ځانونو باندې را ټول کړي او زمونږ په وطن کې په لږکيو پورې مربوط ورونه خوشحاله کړي.

رښتيا خبره داده چې زمونږ په لږکيو پورې تړلي ورونه پر دغو محافظه کارو پښتنو مشرانو دومره اعتبارنکوي څومره چې هغوى له خپلو ډلو ټپلو څخه رامخکې شويوو مشرانو باندې کوي.

همدغه علت دى چې زمونږ پښتانه مشران ددغه کار په کولو سره نه ددين شي او نه د سادين، زمونږ لږکي ورونه هم نه شي خوشحا لولاي او پښتانه هم ورڅخه خفه شي. يوځل بيا بايد تکرار کړم چې له دې خبرو مې هر ګز مطلب دانه دې چې زه د چا خلاف يم، يا د چا خلاف خبرې کوم. هر څوک چې پدې وطن کې اوسيږي، ددې وطن خلک دي او خپل مکمل حقوق لري. زه يواځې داخبره کوم چې ولې پښتانه مشران داسې زر خپل ځان بيلي او دغه پښتانه چې په ډير صداقت او اخلاص سره ددوې تر شا ودريږي، بيا همدوې ته ډير په ښه نظر نه ګوري .

زه تنها دومره وايم چې هر چا چې له دغو پښتنو سره دوکه کړې ده، هغوى ټول رسوا شويدي. پښتون ډير غيرتي، صادق او داسې قوم دى چې په زړه او خوله یې يوه خبره ده. له دې خلکو سره د بې وفايۍ کولو کوشش هميش ډيرې بدې پايلې لرلې دي. ښه خبره داده چې هر چا ته توجه وشي، د هرچا خدمت وشي، او د ليا قت او پوهې په اساس حکومتي مشران غوره.

2 thoughts on “محافظه کار پښتانه مشران/ “س” ستانيزي”
  1. له یوی خوا پښتانه په دولتی ارګانونو کی لږ دی او کوم چی هلته مصروف دی دومره غوړه مالی نه کوی او هرڅه د خپل کار او لیاقت په نظر کی نیولو سره مخ ته وړی . اما په نورو قومونو کی بیا غیرت زیات دی . دوی نوی واکمنان له هری خوا محاصره کوی او صادقانه همکاری ورسره کوی . د واکمنانو ټول خواهشات پوره کوی او دوی هم له دی واکمنی نه خوند او ګټه اخلی.
    له بلی خوا ممکن په دا ارګ کی کوم بل خوند وی او یا کوم سحر او جادو . کله چی څوک ورننوځی نو بیا پښتو ژبه ، خپل قوم او ولس او سیمه تری هیره شی او نورو ته یوطرفه خدمت باندی شروع وکړی.
    اما دا زمونږ بدنصیبی هم ده چی خپل مشران تر پایه نه پالو او په مازی « محظی» وړه خبره تری خفه کیږو او خپل مشران یواځی پریږدو او حتی نظامی ، سیاسی او … مخالفتونه ورسره شروع کړو. په مجموع کی دومره بی وفایی ولس له خپلو مشرانو سره نه کوی لکه چی مشران خپل ولس ته شا کوی.

  2. ستانیزی صاحب پرځای لیکنه دې کړې؛ په رښتیا چې دا مشکل له ډېرې مودې راهیسې محسوس دی. خو یوه خبره ده چې ګیله باید د مشرانو تر څنګ له عامو پښتنو هم وشي، هغه دا چې خپله عام پښتانه له ځان سره لګیا دي څومره جفا کوي؟ له کوره بهر، نه په دفتر، نه په مکتب او نه هم په لارو کوڅو او ښار او بازار کې ورسره د پښتو غم وي. یو پښتون مشر که د بلې ژبې د ویلو، لیکلو او خدمت کولو مجبوریت لري، هغه خو به د خپلې څوکۍ، مقام او پیسو حرص اخیستی وي، عام پښتون یې د څه شي حرص اخیستی چې دا کار کوي؟ اصلاً پښتون ته په کار دي چې دې موجود حالت او د پښتنو د دښمنانو دسیسو ته له کتو سره په ځان ک بدلون راولي. په دې معنا چې خپلې ژبې ته د شا پر ځای دې ورته مخه کړي. که داسې نه وي نو په ډېر لږ وخت کې دې خپل ځان د افغانستان د نوم بدلېدو، د نورو غلامۍ او د پښتون قوم تش قصو ویلو ته تیار کړي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *