د هند کرکټ ټيم پياوړی لوبډلمشر او وېکټ ساتونکی مهندرا سنګ ډوني له ټسټ لوبو څخه تقاعد (Retire) شو.
33 کلن ډوني روان کال د ډسمبر مياشتې په 30 نېټه له هغې وروسته چې د اسټراليا سره یې درېمه ټسټ لوبه برابره پای ته ورسېده، دتقاعد کېدو اعلان وکړ.
په داسې حال کې چې د هند او اسټراليا ترمنځ د 4 ټسټ لوبو روان بهير درې ټسټ لوبې ترسره شوي چې (0-2) د اسټراليا په ګټه او څلورمه يې لاهم پاتې ده، د ډوني سملاسي تقاعد کېدو د کرکټ چارو شنونکي حيران کړي، خو ډوني په دې اړه وويل چې دې په کتو چې د هند لپاره يې د کرکټ لوبو په درېواړو بڼو (ټسټ، يو ورځنيو او شل اووريزو لوبو) کې د ډېر مهال لپاره د لوبډلمشر دنده ترسره کړې، تر ستړيا او زيات فشار له کبله نور له ټسټ لوبو سره خدای په اماني کوي.
ډوني چې خپله لومړۍ ټسټ لوبه يې د سرېلانکا پروړاندې په 2005 کال کې کړې وه، د هند لپاره په 90 ټسټ لوبو کې 4876 منډې جوړې کړي چې تر ټولو زياتې منډې يې (مشهوره غبرګه سليزه) 224 دي.
په دې وروستيو کې ډوني د ځينو ټپونو له کبله ونکړای شول چې د سرېلانکا پروړاندې د 5 يو ورځنيو لوبو بهير کې ګډون وکړي.
د ډوني د لارښوونو او مشرۍ له کبله نوموړي د هند لوبډله په ټسټ لوبو لومړي ځای ته ورسوله چې دا وياړ يې کابو دوه کاله ساتلی و.
ډوني په وېکټ ساتلو کې هم ښه رېکارډ لري. نوموړی پنځم وېکټ ساتونکی دی چې په 294 سوځونو کې ښکېل دی.
د يادونې وړ ده چې د ډوني له تقاعد کېدو وروسته به د هغه تشه ځوان لوبغاړی ويرات کولي ډکه کړي.