نعیمه غني –
میرمن کلتوري-ټولنیز بهیر تیره پنجشنبه د ۱۳۹۳ کال سلواغې د میاشتې په څلورمه نیټه غونډه وکړه. غونډه د ورځې په یوه نیمه بجه پیل شوه چې ویانده یې نعیمه غني وه. غونډې دوې برخې لرلې. لومړۍ برخه یې کاري مسایلو ته ځانګړې شوې وه.
چې په لړ کې یې د میرمن بهیر غړې او ملي شورا کې د خلکو منتخبې استازې ساهره شریف د هندوستان هیواد د یوه رسمي پلاوي د سفر او لاسته راوړنو په هکله له بهیر والو سره خپل معلومات شریک کړل. نوموړې خپل سفرله لاسته راوړنو ډک وباله او ویې ویل:
په دې سفر کې ما د خلکو د استازې او د مدني ټولنې د فعالې په توګه د میرمن بهیر په استازیتوب ګډون درلود چې هلته د نورو اړینو موضوعاتو تر څنګ د افغان محصل ولی الله ځدران په مرسته په دې وتوانیدو چې د هندوستان هیواد یوه معتبر نړیوال پوهنتون( او. پي جندل ګلوبل پوهنتون) څخه په لیدنه کې د افغان محصلینو لپاره پنځوس فیصده تخفیف لاس ته راوړو او له دې وروسته افغان محصلین کولي شي په ۵۰٪ تخفیف سره په دې پوهنتون کې زده کړې وکړي.
همدارنګه میرمن ساهرې شریف ګیله درلوده چې په رسمي سفرونو کې د شفافیت نه شتون د دې سبب کیږي چې په دا ډول سفرونو کې وړ کسان کوم چې د افغانستان ملي ګټو ته ژمن وي نه استول کیږي چې د نړیوالو مرستو اوخواخوږۍ په جلبولو کې دا یوه لویه ستونزه ګڼل کیدای شي. بله خبره چې په دې سفر کې موږ ورسره مخ شو هغه د اطلاعاتو ته د لاس رسي قانون اغیز و، موږ په عملي توګه دا ولیدل چې د هندوستان هیواد د حکومتي ادارو له خوا د دې قانون پلي کیدل د هغوی لپاره ډيرې ښې لاس ته راوړنې درلودې چې بیلګې یې موږ ته په مستنده توګه راوښودل شوې او زموږ په اند افغانستان له بل هر هیواده ډير دې قانون ته اړتیا لري تر څو یې په رڼا کې وکولی شو په افغانستان کې د روان اداري فساد او اداري ګډوډیو څه ناڅه مخنیوي وکړو. بهیر والو د دې قانون او د هغه د اغیزو په اړه په خپلو مینځو کې سره بحث وکړ او د خپلې غوښتنې دعملي کیدو په اړه یې لاندې پریکړې وکړې.
میرمن کلتوري ټولنیز بهیر د مدني ټولنو د یوه غړي په توګه لومړي په مدني ټولنو او د هغوی سره په همغږۍ او ګډه په افغان حکومت غږ کوي چې دې مواردو ته پاملرنه وکړي:
۱-د اطلاعاتو ته د لاس رسي قانون د ملي شورا له خوا توشح شوی خو د ولسمشر له خوا تر اوسه نافذ شوی نه دی هیله ده چې په دې برخه کې جدي پاملرنه وشي او دا قانون ژر تر ژره نافذ شي.
۲-د راتلونکي کال ۱۳۹۴ په بودیجه کې د دې قانون د ادارې جوړیدو او تشکیل ته بودیجه ځانګړې شي تر څو ژر تر ژر یې پلي کیدو ته لاره هواره شي.
۳-د دې قانون لپاره د ټاکل شوي کمیسیون غړي اکثره یې دولتي کسان دی چې دا کار د کمسینو د ناپیلتوب په وړاندې لوی خنډ کیدای شي. نو اړینه ده چې دا قانون له توشح وروسته سترې محکمې ته د تعدیل لپاره واستول شي تر څو لازم اصلاحات په کې راوستل شي.
د غونډې په دوهمه برخه کې د حورې سپیڅلې داغزل کره کتنې ته وړاندې شو:
غزل
احساسوم لکه چې تاپسې می زره خوږیږي
شپیلۍ وهلو باندې شوندې دشپانه خوږیږي
چی به می توری کړل جوره،گوتو می دردکاوه ډیر
گوتې مې رو شوې په لیکو،دغزل نه خوږیږي
دبیلتانه په توره شپه باندې ډیوه ورکه وه
دبیلتانه په شپه خو زړه د سړی ښه خوږیږي
مابه ویلو ته ډیرڅه لرل خو هیربه مې شول
چې چا به ویل تاپسې دیر دهغه زړه خوږیږي
څوک دعوه گیر،څوک مرور دجنت حوری غواړي
ځکه خو اوس دغه ولس په خوب ویده خوږیږي
د غونډې ګډونوالوهرې یوې پاکیزې ارزو، نظیفې نیازۍ، او تورپیکۍ مومند د حورې په شعر خپل نظرونه وړاندې کړل، غزل یې ښکلی روان او مطلع یې نوې اوښایسته او له مینې ډکه وګڼله او وویل: شعر د شاعرې حالت په ډير روښانه تصویرونو کې بیان کړی او هر تصویر یې لوستونکي او اوریدونکي ته اشنا، ساده او رښتونۍ دی وروستی بیت یې د اوسنیو حالاتو سره سم دی.
د غونډې په پای کې مشاعره وشوه چې د بهیر غړو هرې یوې لیمې نیازۍ، مینه ابراهیم خیل، مریم، پاکیزې ارزو، مسعودې نیازۍ، حورې سپیڅلې، نظیفې نیازۍ، لعل پورې نیازۍ، تورپيکۍ مومند او نعیمې په کې خپل شعرونه ولوستل.
د یادونې وړ ده چې د میرمن بهیر غونډه هره پنجشنبه سینما پامیر ته څیرمه په کتاب ښار کې جوړیږي.