ماشومې یوه کوچنۍ او یوه غټه ګوډۍ دیوال ته تکیه کښینولې. لویه ګوډۍ دنګه وه، پر اوږو یې کوچنی شال هم پروت و.
ماشومه، خپلې همزولې ګوډۍ سره په خبرو لګیا شوه: زه ستا پلار تر اخره ساتم. پلار به دې تل در سره وي. تا نه ژړوم. زه یې پلار پسې ډیره وژړولم… نوره سلګیو ونیوله او ګوډۍ ورته په غټو سترګو کتل.
بخښنه غواړم. یوه کوچنۍ ټایپي تیروتنه که اصلاح شي، ښه به وي..
په لومړۍ کرښه کې: ماشومې یوه کوچنۍ او یوه وړه ګوډۍ…
دا دې داسې شي: ماشومې یوه کوچنۍ او یوه غټه ګوډۍ
مننه کوم