د تګ خبره دې لا نيم ته نه وه رسولې چې ومې يادېدې.

مخه ښه دې اخيسته چې سلګيو ونيوم، د غږ ازانګه دې لا نه وه ختمه چې باڼه مې درپسې لانده شول.

ومې يادېدې، ومې يادېدې، نوره مې پسې ويادېدې.

پوهېږې! هر ياد دې زما د ژوند يوه خوږه خاطره ده.

دوه زره ځله دې سترګې را په ياد شوې، څوارلس ځله مې ستونی درپسې راډک شو او بيا دې پر بېلتانه يو کال واوښت.

ګلابه! دوه زره او پنځلسم کال دې بختور شه

بيا مې يوازې مه پرېږده.

One thought on “دوه زره، پنځلس/ سيدشاه سقيم”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *