سید نظیم سیدي

  که تر پنځلسو زياتو ادبي ژانرونو ته په دقيقه توګه ځيرنه وکړو، هغه ژانر يا صنف، چې تر ټولو ښه پر ټولنيزو او سياسي مسايلو نيوکه کولاى شي او د سمون او رغون لاره يې په ګوته کوي هغه همدا طنز دى.

طنز په حقيقت کې د يو انسان او ټولنې د روحي او نفسي مسايلو ترجمان دى، چې په وسيله يې د انسان زړه سکون مومي او ډېر ځله په ټولنه کې د نظم او عدالت د رامنځته کولو لامل کېږي. طنز د انساني ذهن هغه محصول دى، چې ټول اخلاقي او عقلاني مسايل په يوه شېبه کې د انسان له سترګيو تېروي او دا ورته څرګندوي، چې په ټولنه کې څه روان دي او څه بايد وشي. ډېر ځله د طنز ژبه د ټوکې يا لطيفې په بڼه وي؛ خو د دې معنا دا نه ده، چې په خپله طنز دې هم ټوکه وي؛ ځکه ټوکه هڅه کوي، چې د انسان ذهن د ژوند د ټولو ستړيا له خوا يوې داسې نا اشنا جزيرې ته بوځي، چې تر دې دمه يې ورته پام نه وي شوى او يو ناڅاپه يې په ذهن کې يوه داسې چاودنه يا انفلاق وکړي، چې ډېر ځله آن د انسان له سترګو اوښکې وبهوي او اړخ په اړخ يې واړوي را واړوي او بډوډي يې له ډېره درده وخوږوي؛ خو طنز بيا د داسې ناڅاپي انفلاق وزرې نه لري، چې انسان ناڅاپه يوې نوې جزيرې ته بوځي؛ خو دا وړتيا په کې په ډېر شدت سره پرته ده، چې په ډېرو نرمو الفاظو ډېرو کلکو نيوکو ته اوږه ورکړي او په اصطلاح په چارواکو او هغه کسانو پسې يې کوتک را اخيستې وي، چې له يوې ناحيې انساني ارزښتونو ته زيان رسوي او رټي يې. د طنز الفاظ په ساده وو کې داسې رنګين وي، لکه په ليکوالو کې، چې کره کتونکى وي، ځکه د طنز الفاظ ډېرې سيمانتيکي معناوې لري او د هرې خبرې د معنا شاته يې بله معنا نغښتې وي، د ساري په ډول که چېرې کوم زده کوونکى ښوونځي ته ناوخته لاړ شي او ښوونکى ورته ووايي، چې بچيه! لکه چې لاره تياره وه، کاشکې دې څراغ درسره راوړى واى. ښايي ځينې ساده بړيتي زده کوونکي داسې فکر وکړي، چې کېدلاى شي د دوى د ټولګيوال کور لرې وي او په رښتيا يې هم ډېر د وخته حرکت را کړى وي؛ خو هغه څوک چې پوخڼا وي؛ نو هغه د ښوونکي په مطلب پوهېږي، چې استاد څه ويل غواړي.

د ادب څېړونکو په وينا طنز داوري ده، طنز قضاوت او پرېکړه ده، چې بنسټ يې له مينې، خير، ښېګڼې، جمال، ښکلا، حقيقت او رښتيا څخه خړوبېږي او بويه، چې د دې خبرو پېژندنه او معنا په کې انځور شي. طنز ويونکى تل په دې هڅه کې وي، چې يوه ايده الي ټولنه ولري، داسې ټولنه چې پر حقيقتونو ولاړه وي او هېڅکله خيانت، جبر، ظلم او تېرى په کې شتون ونه لري؛ ځکه طنز ويونکى يا طنز ليکوال له دغو ښکارندو څخه ډېر بد وړي او همدا يوازينۍ پديدې دي، چې دى خوري او ترې رنځېږي او لامل يې هم دا دى، چې د ده په ذهن کې حقيقت او واقعيت ځالې جوړې کړې وي او دى غواړي، چې د دغو واقعيتونو پر مټ يوه عادلانه، سپېڅلې او سرښندونکې مېړنۍ ټولنه ولري، نه غولونکې او سړي خورونکې. دغه راز طنز د بشپړ او خپلواک احساس ملازم هم دى، په دې معنا طنز ويونکى يا طنز پنځونکى له دې سره، چې په خپله ځان د نورو د ملنډو کوي او يا يوه داسې ملنډه پنځوي، چې د خلکو ګنډلې خولې د څو شېبو لپاره پرانيزي؛ خو په عين حال کې يو ژور فکر او احساس يې هم په ذهن کې پنځوي، چې د ټولنې پر ناخوالو او انارشۍ د څو شېبو لپاره فکر وکړي او په خپلې هغه ناپوهۍ وخاندي او يا هم وژاړي، چې تر دې دمه يې ورته په عادي نظر کتل او د توت قدرې ارزښت يې هم نه ورکاوه، په داسې حال کې، چې ډېر ځله بې وزله وکړي هم د ترحم وړ وړي او بويه، چې د انسان په توګه ورسره چلند وشي. د طنزي نړۍ د څېړونکو په اند طنز يوه داسې چيغه ده، چې د چاودنې په اوج کې په مسکا او کټ کټ بدلېږي او داسې ژړا ده، چې په ښکاره د خندا په بڼه له شونډو را څرګندېږي؛ خو په حقيقت کې طنز د عبرت او پند يوه پيلامه يا سريزه ده، چې په ډېر هنر سره د ليکوال له خوا پنځول کېږي.

اوس نو پوښتنه پيدا کېږي، چې له دومره تريخوالي سره سره د طنز خوند په څه کې دى؟ طنز په لومړي سرکې ځانته دا خبره معلوموي، چې مخامخ لورى او که ساده يې ووايم دښمن يې کمزورى دى او که پياوړى، که چېرې په دې پوه شي، چې دښمن يې پياوړى او بد سټى دى؛ نو بيا هڅه کوي، چې د ملنډو او ټوکو په بڼه يې مغلوب کړي، چې کله په دې پوه شي خپل مخامخ لورى يې له پښو غورځولى؛ نو بيا ورسره مالګه او مصالحه نوره هم ورګډه کړي او په دې توګه د ډګر ګټونکى شي.

البته په دې خبرې پوهېدل په کار دي، چې طنز ويونکى يوازې او يوازې پر هغو مسايلو برى مومي، چې هغه د ده د طنز په مزاج برابر وي او دى وکولاى شي، چې هغه د طنز په پرده کې راونغاړي؛ نو ځکه ډېر ځله ادب څېړونکي په دې خبرې پرېکړه کوي، چې د طنز ويونکي برياليتوب په اخلاقو او معنويت کې دى؛ ځکه مادياتي نړۍ دغو مسايلو ته هډو ارزښت هم نه ورکوي. پر همدې بنسټ طنز ته د معنوي نړۍ پاچا ويل کېږي دا ځکه چې هر طنز له اوښکو سره سم بدرګه کېږي، چې دغه اوښکې معنوي سترګۍ غواړي او هر څوک يې نشي محسوسولاى. نو که د طنز معنا ته لږه نوره ځيرنه هم وکړو دې پايلې ته به ورسېږو، چې طنز يو ډول سپېڅلتيا او تقدس دى او دغه تقدس ډېر ځله د انسان او ټولنې نيمګړتياوې د زمزم په اوبو مينځي او له منځه يې وړي او که چېرې دغه سپېڅلتيا شتون ونه لري؛ نو بيا خو ښکاره خبره ده، چې ټولنه له نيمګړتياوو او ستونزو څخه ډکه ده، چې اېل ول يې هم خورا ستونزمنه بويه او دا هم بيا بربڼده خبره ده، چې په داسې ټولنو کې تر ديموکراسۍ کوتک کراسي او ديکتاتوري ډېر ځاى لري، چې د واکمنۍ تر ټوله ښه او سهله لاره هم همدا ده.

طنز د وينا يا بيان له مخې په دوه ډوله دى، چې يو ته يې تمثيلي او بل ته يې تفسيري طنز وايي. تمثيلي طنز هغه دى، چې يوه جدي پېښه په ښکاره داسې انځور کړي، چې ګواکې ټولې ټوکې او ملنډې دي؛ خو په حقيقت کې به يې داسې نا لاس وهلو ځايونو ته ګوتې ور وړې وي، چې پېغلتوب به يې را بربنډ شوى وي، خو په تفسيري طنز کې بيا پېښه نېغ په نېغه له نيوکې سره يوځاى د هزل په کالب کې وړاندې کېږي، چې ډېر ځله د دغه ډول طنز هضمول هم د ټولنې پښتۍ ماتوي؛ خو په حقيقت کې يې رغونکى دى.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *