افغانستان – خوست ولايت مقام – مطبوعاتي دفتر
نېټه :١١– ١٠ – ١٣٩٣ پنجشنبه
دخوست ولايت د تڼيو ولسوالۍ د شبوخېلو د سپينکۍ تيګې په سيمه کې يو تن چې د ځانمرګي بريد د ترسره کولو نيت يې درلود، مخکې له دې چې خپل هدف ته ورسيږي، ووژل شو.
د کشفي ځواکونو د راپور پربنسټ ځانمرګي غوښتل چې د چاودېدونکو توکوډک وسکټ په تن کړي او وروسته د موټرسايکل پواسطه په ټاکل شوي هدف بريد ترسره کړي خو نوموړى پخپل شوم پلان کې هغه وخت ناکام شو، چې د وسکټ اغوستو پرمهال پرې خپل وسکټ وچاودېد او ځاى پرځاى يې وواژه.
دځواکونو په خبره د ځانمرګي موټرسايکل امنيتي ځواکونو خپلې قرارګاه ته انتقال کړى او بريدګر په بشپړډول له منځه تللى دى.
د يادولو وړ ده، چې دوه ورځې مخکې هم د خوست ښار جنوب لوري ته د شمل پيرانو سيمه کې يو تن ماين جوړوونکى په خپل کور کې هغه وخت د خپل ماين ښکار شو، چې د جوړېدو په چارو يې بوخت وو.پدې چاودنه کې د وژل شوي ماين جوړونکي سره د نوموړي د کورنۍ درې تنه غړي هم ټپيان شوي وو.