خبریال: میرویس جلالزی/ ټاکل شوي چې د الجزیرې د دوو کورنیو عربو او یوه بهرني خبریال محاکمه له سره پیل شي.

د مصر د عدالت عالي شورا پریکړه کړي چې د الجزیرې ټلویزیون دغه درې ژورنالیستان له سره محاکمه شي ځکه د هغوی مدافع وکیل دا غوښتنه مطرح کړې وه.

دا درې کسان له څه باندي یوه کال راهیسي په مصر کې بندیان دي.

د تیر کال په جون میاشت کې د الجزیرې د قاهرې دفتر مشر مصري الاصله کاناډایي محمد فهمي، استرالیایی خبریال پیترګریست او د همدې ټلویزیون مصری پروډیوسر بهیر محمید په دې ادعا چې په خپلو رپوټونو کې یې د اخوان المسلمین ګوند په ګټه غلط معلومات خلکو ته ورکړي د دغه ملک کورني امنیت ته په ګواښ تورن کړل.

هغوی ته لومړنۍ محکمې اوه اوه کاله بند ټاکل وو.

اوس د دغو دریو تنو خبریالانو مدافع قاضي وايي چې د ده له موکلینو سره باید په نړیواله کچه مرسته وشي او نه یوازي دا چې پر دوی لګیدلي تورونه بي اساسه دي بلکې دی په عین وخت کې د هغوي د ژر تر ژره خلاصون او د حیثیت د اعادې غوښتونکی دی.

قطر هیواد چیرته چې د الجزیري تلویزیون مرکزي دفتر موقیعت لري د اخوان المسلمین د ګوند د مشر محمد مرسي له نږدې پلویو ملکونو شمیرل کیږي.

مرسي په ۲۰۱۳ کال کې واک ته ورسید لیکن وروسته یي رژیم بیرته نسکور او دی زندان ته واچول شو.

د الجزیري ټلویزیون د خپلو خبریالانو نیول کیدل یو غیر قانوني عمل بولي او هغه د بیان پر خپلواکی یو مرګونی ګزار بولیي لیکن د مصر حکومت وایي چې دوي داسي شواهد لري چې پرې د دغو خبریالانو لګیدلي تورونه ثابت کړي.

د الجزیرې د دغو دریو خبریالانو کورنیو له نړیوالو غوښتي چې پر مصر فشار راوړي تر څو دا دری تنه بي ګناه او بي پرې خبریالانو آزاد کړي.

۲۰۱۴ کال کوم چې پکې دا دری خبریالانو نیول شوي د خبریالانو پر وړاندي دغلته په افغانستان او بیا په ټوله نړۍ کې یو خونړی کال ښودل شوی دی.

یوازي په افغانستان کې په لسګونو تنه خبریالانو د تاوتریخوالو پر مهال وژل شوي، تري تم شوي، ټپیا شوي او یا جیلونو ته اچول شوي دي.

دغه کال د خبریالانو د ملاتړ نړیوالې ټولنې او د بې پولو خبریالانو سازمان ژورنالیستانو ته یو بد کال بللی او پر ټولو جنګي ډلو او نورو ښکیلو غاړو یې غږ کړی چې د خبریالانو ژوند ته پام ونیسي.

په وروستۍ پیښه کې همدا تیره میاشت یو افغان فوټو ژورنالیست په کابل کې د ولسمشرۍ ماڼۍ په څو مترۍ کې د فرانسې د کلتوري مرکز په دننه کې په یوه بمي چاودنه کې ووژل شو.

زبیر احمد نومی دغه خبریال د میترا شخصي ټلویزیون لپاره فلمونه اخیستل.

دغه برید د طالبانو کار بلل شوی په داسي حال کې چې طالبان وایي دوی د بیان خپلواکي ته پوره درناوی لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *