څلورنیم کلن وم؛ له مور سره غزني ته تللی وم، د ماما ګانو کره. نجونې او هلکان مکتب ته تلل. مور مې شین کمیس او شین نېکر راواغوستل او شنه پیکداره خولۍ یې را په سر کړه، ښوونځي ته یې واستولم. د ښوونځي په میدان کې د نورو زده کوونکو په منځ کې ولاړ وم چې د مکتب مدیر ولیدم. راتاو شو. په سر یې ښکل کړم. سخت خوشحاله شوم.
په هغه وخت ډېر کلونه تېر دي. اوس مې سر له سپینو ویښتو ډک دی خو هغه خاطره راسره ده او چې په کوڅه کې روان ماشوم ووینم، زړه مې غواړي ورتاو شم ،په سر یې ښکل کړم. په تېر عمر کې به مې په سلګونو یا شاید په زرګونو ځله نابلد ماشومان ښکل کړي وي.
تحقیقاتو ثابته کړې ده چې محبت له محبته زېږي. که په کورونو کې له ماشومانو سره محبت وشي، دوی به په لوینې له نورو سره نرم چلند وکړي او برعکس د خشونت په چاپېریال کې لوی شوي ماشومان په لوینې له نورو سره خشونت کوي.
په افغانستان کې یو وخت کودتا وشوه او چپیان قدرت ته ورسېدل. دوی اکثرو سمدستي تشدد پیل کړ. وروسته ګڼو صاحب نظرانو وویل چې چپي افکار توند وتیز دي او دا د مفکورې ګناه وه چې دوی یې تشدد ته وهڅول. څو کاله پس په کلیو او ښارونو کې داسې کسان د قدرت څښتنان شول چې له چپیانو یې بېخي بېله مفکوره لرله مګر په تشدد کې یې د هغو پیروٍي وکړه او بلکې تر هغو یې واړوله. دا ځل وویل شول چې که د قدرت د کنټرول او تقسیم سستم نه وي ، د استبداد مخه نه نیول کېږي. که د قانون جوړولو چارې له حکومت څخه د مستقل پارلمان په واک کې نه وي، که عدالت له حکومت څخه د مستقل قاضي په لاس تطبیق نه شي، که خلک د بیان ازادي ونه لري او که د حکومت مشر د خلکو د رایو په اساس ،د محدود وخت لپاره ټاکل شوی نه وي، د استبداد مخنیوی مشکل دی. د دې نظر د تایید لپاره دلایل او مثالونه کم نه دي. د ناروې په حکومت باندې له خپلو خلکو سره د ظلم تور نه لګېږي خو د سوریې یا برما په حکومتونو ډېر تورونه لګېدلي دي. مګر سوال دا دی چې ولې زموږ په ټولنه کې توندي او تېزي، که په هره جامه کې وي، په اسانه ملګري پیدا کوي خو په ناروې یا مثلا فنلنډ کې یې نه شي پیدا کولای؟
د دې پوښتنې په ځواب کې معمولا ویل کېږي چې زموږ ټولنه په مادي او کلتوري فقر دوڅاره ده، ځکه خو نفرت او تشدد ته په اسانۍ سره مخه کوو. هغه کس چې زوی یې ناورغ دی او دی یې د دوا پیسې نه لري، په وړه خبره په قهرېدلی شي. هغه کورنۍ چې د ماشومانو د روزلو په سمو طریقو خبرې نه دي، طبعا ټولنې ته نیمګړي وګړي وړاندې کوي. کله چې په چا باندې د بدبینۍ او نفرت پیریان کښېني، بیا که تعلیم یافته او د معلوماتو څښتن هم شي، پوهه او معلومات به داسې تعبیروي چې دی پکې له نورو څخه د نفرت کولو او له نورو څخه د انتقام اخیستلو اجازه مومي. د دوه، دوه نیم سوه کاله پخوا وخت صاحب دېوان شاعر نواب محبت خان ډېره د کار خبره کړې ده:
محبت که حاصل نه شي، معلمه
څه حاصل دی له کتابه له سبقه؟
د دې لپاره چې په ټولنه کې مو د نرمو زړونو خاوندان زیات شي، په کورنیو او ښوونځيو کې د تربیتي نظام بهترۍ ته لا زیاته توجه پکار ده.
البته، په ټولنه کې د مینې او نرمۍ د زیاتېدو لپاره یوه بله طریقه، چې زه او ته او بل هر څوک یې سر له همدې شېبې عملي کولای شو، دا ده چې په خپلو زړونو کې د محبت ډیوې بلې کړو.
محبت ډېرې طریقې لري. د کاروان صاحب په قول: ما ډېرې لیدلې د جانان کلي ته لارې دي. که زه هره ورځ په سلام کې اول شم او له نورو سره په خبرو کې مودب او موسکی واوسم، هره ورځ به مې په ګڼو زړونو کې د امېد ډېوې بلې کړې وي.
دوامدارو جګړو زموږ ټولنه په اخلاقي لحاظ ناروغه کړې ده. دا ټولنه امېد، مینې ، نرمۍ او لورېینې ته محتاجه ده. موږ هر یو کولای شو چې له نورو سره د محبت کولو له لارې په ټولنه کې د انس و محبت کلتور وغوړوو. ارواښاد حمزه شینواري څه ښه ویلي دي:
راشي محبت له محبت سره
اور چېرې بې اوره بلېدای نه شي
څو کاله پخوا په کابل کې ناول لیکونکي رحیم الله بشارت چې په یوه تعلیمي موسسه کې یې کار کاوه، له مختلفو کسانو وغوښتل چې د ښوونځي د لومړۍ ورځې خاطره ورته ووایي. ما په غزني کې د مکتب همدا پاسنۍ خاطره ورواوروله. ده راته وویل، له ګڼو کسانو مو پوښتنې کړې دي خو د نورو خاطرې ترخې وې.
مونږ تر جګړو دمخه هم د نرمۍ او محبت په قدر چندان نه پوهېدو خو پرله پسې جګړو یو بل ته ډېر بدبینه کړي او له یو بله زیات مایوسه کړي یو. زما په نظر زموږ لوی مسولیت دا دی چې خپله ټولنه د نفرت له دایرې راوباسو. دې مقصد ته د رسېدو لپاره ښه طریقه دا ده چې نورو ته د زړه له تله احترام ولرو او محبت ورسره وکړو. که داسې ونه کړو، نه د خپلو زړو او نه د خپلو کوڅو د ویجاړېدو مخه نیولای شو.دا هم د نواب محبت خان وینا ده:
چې خپل زړونه یې له عشقه ودان نه کړل
ویجاړ کړي هغو کلي دي که نه دي؟
محبت خان د نواب حافظ رحمت خان زوی و. حافظ رحمت خان د هند په روهلکنډ کې مستقل حکومت چلاوه. محبت خان څلرویشت کلن و چې پلار یې ووژل شو او د دوی کورنۍ له قدرت او شتمنۍ دواړو محرومه شوه خو دی مایوسۍ او بدبینۍ ته تسلیم نه شو. علمي او ادبي کارونو ته یې ملا وتړله. د پلار له مرګه په راوروسته عمر کې یې، چې په لکنهو کې اوسېده، په پښتو، فارسي او اردو کې د شعر دیوانونه تدوین کړل او د ریاض المحبت مشهوره ډکشنري یې تالیف کړه. د ده له سرګذشته الهام اخلو چې انسان د خپلو ترخو خاطرو په کنډوالو باندې د خپل همت او محبت په مټ، د کامیابۍ دنګه ماڼۍ درولای شي. استاد زلمی هېواد مل چې د محبت خان پښتو دېوان یې د چاپ جوګه کړی دی، په دیوان باندې په خپله سریزه کې لیکي: ( داسې ښکاري چې نواب محبت خان په لکنهو کې له استوګن کېدو وروسته ټول ژوند د کتابونو په مطالعه، لیکلو، لوستلو او شعر ویلو تېراوه؛ له شاعرانو، ادیبانو او علماوو سره یې ناسته ولاړه او مراوده وه او د لکنهو په علمي او ادبي محافلو کې محشور و. ) استاد هېوادمل په یوه بل کتاب کې( په هند کې د پښتو ژبې او ادبیاتو د ایجاد او ودې پړاوونه) د محبت خان په باره کې کښلي دي چې په هند کې د دولسمې هجري پیړۍ د وروستیو کلونو او د دیارلسمې پیړۍ په اکثرو ادبي تذکرو کې د نواب محبت خان ذکر راغلی دی او ګردو تذکره لیکونکو یې د ښو اخلاقو او فضل او دانش یادونه کړې ده.
له نورو سره د مینې او نېکۍ په لور هر بې ریا ګام د نورو ګامونو سېکه راکوي. نواب محبت خان همدا حقیقت تجربه کړی دی چې وایي:
محبت له محبته نه مړېږي
لا یې مینه سیوا کېږي څو زړېږي
سره له دې چې وروستۍ برخه مې ونه لوسته ځکه چې لیکنه لږه غوندې اوږده شوې ده خو هدف مې ترې واخیست، عالي لیکنه ده. خدای دې دا ځینې خلک مونږ ته تر ډېېېېېېېېېېېېېېېېېېېېېېېېېېېېېېېېېېېېېېېېېېېېېره ژوندي لري. اوس نو د فیس بک په لور.